هلمند:لراوبرویبپاڼی ته په رالیږل شوی خبرکي راغلي دی چه د هلمند په ولایت کي دکجکی ولسوالي دکاریزانو دروشن آباد په سیمه کي د طالبانو ددوو قوماندانانوملاسیدګل اوملا ولی محمد ترمنځ ددوو ښځو په سرپه یوه شخړه کي ددواړو خواه څخه ۱۵ تنه وژل شویدی او هغه دوي ښځي هم ددي شخړي قرباني شویدي.
همدارنکه دوالي ویاند احمدی زیاتوی چه طالبانو نن د موسي قلعه په ولسوالي کی د۱۷ ملکی کسانو سرونه پریکړیدی چه دوی ددولتی چارواکو سره اړیکي لری. احمدی وایی چه دغه کسان ټوله بیګناه دی او پر ناحقه دطالبانو لخوا شهیدان شوی دي.
بله خواه دهلمند ولایت دواشیرولسوالی دګورازان په سیمه کي طالبانو دملی اردو پریوي امنیتي پوستي باندی وسله وال برید کړی دئ .ددي برید په نتیجه کي دملی اردو لس پوځيان وژل شویدی او پنځه نورتپیان دی. په خبر کی ویل شویدی چه یوولس تنه مخالف هم ددی پیښی په ترڅ کی کی مړه سویدی ،داسی ویل کیږی چه طالبان ددی پوستي په دننه کي خپل خلک درلودل او دیوی دسیسي په وجه دا کارشوی دی. د هلمند ولایت ویاند احمدی وایی چه په دی پوسته کي ۱۹ تنه سپاهیان موجود وه، چه لس تنه یی مړه څلورزخمیان او پنځه تنه د طلبانو سره دهمکاری په وجه په تیښتي بریالی شویدی. دنوموړۍ په وینا دپیښي پرمهال داسي مالومیږی چه هلته کوم وسله وال برید نه دی ترسره شوی او دغه پوځيانو د طالبانو سره دیو دسیسي په جوړتیا سره دغه کار تر سره کړیدی اودوی وروسته د طالبانو دلیکوسره یوځای شویدی.
بل طرفته د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی وایی چه دوی ددي پوستی ۱۵ تنه پوځيان يې وژلی دي او یو یی بندی د ځان سره بیولي دي. هغه وایی چه په دی پیښه کي د طالبانو۷ تنه هم مړه شویدی او یو يی زخمی دئ.
په هلمند کی دمیوند ۲۱۵ قول اردو قوماندان غلام فاروق پروانی په جنوب کي دغه پیښه تآئیدوی ولی پرنورو جزئیاتو باندی بی خبره ښیی.
.