کور / راپور / روسيه:د افغان محصلينو د اختريزي غونډي راپور

روسيه:د افغان محصلينو د اختريزي غونډي راپور

په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحادې کوچنی اختر ديوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ونمانځه
نوموړې غونډه د اختر په لومړۍ ورځ يکشنبه د اسد مياشتې په  ۲۹ مه نېټه د روسې مرکز، مسکو ښار کې د سلګونو افغانانو لخوا ترسره شوه .


په دغه غونډه کې د افغانانو د سراسري اتحادې د مشرتابه غړيو برسېره  په روسيه کې مېشت افغان مشرانو، افغانو پانګوالو، پېژندل شويو شخصيتونو، فرهنګيانو، په مسکو کې د يادې اتحادې د نماينده ګيو مسوولينو او د روسې د خلکو د دوستي پوهنتون محصلينو هم ګډون درلود.



د غونډې د وياندۍ چارې  اسدالله نوري پر مخ وړلې، چې په پيل کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحادې مشر الحاج اختر محمد ساپي ته بلنه ورکړل شوه، چې مېلمنو ته له ښه راغلاست وروسته يې د کوچني اختر او د افغانانو د خپلواکۍ د ورځ مبارکي هم وويله او زياته يې کړه، چې خدای مو دوه خوښيانې په نصيب کړې؛ هم اختر او هم د ګران افغانستان د خپلواکۍ ورځ.



اختر محمد ساپي له انګريزي استعمار څخه د خپلواکۍ  کليزه يوه ستره او تاريخي لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه:(( هغه خپلواکي، چې ۹۳ کاله پخوا زړورو افغانانو د خپلو وينو په بدل کې کټلې خدای دې موږ ته ددې وس راکړي تر څو خپل هېواد تل خپلواک او آزاد وساتو)) او له افغانو ځوانانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د افغانستان جوړول او سوکالۍ ته دې ريښتيني پاتي شي، ځکه دوي نوی نسل تشکيلوي .
هغه زياته کړه:(( ځوانان بايد د پرديو له لمسونونو څخه ځانونه وژغوري، ټول يو افغان دی هغه که پښتون دی، که تاجک دی که ازبېک دی که هزاره او که دهېواد نور قومونه ټول سره وروڼه دي، د وطن ځوانان بايدهر افغان پرته له ژبنيز، قوميز او سمتيز تعصوبه څخه خپل ورو وکڼي.



دغه راز ښاغلي ساپي په خپلو ويناووکې د مبارکې روژې مياشتې په ارزښتونو، مالي او معنوي ګټو خبرې وکړې او وويل:(( انسان په ژوند کې بايد هېڅ کله هم خپلو مادي ګټو ته تردې حده تم نشي، چې معنوي ګټې ترې پاتي شي.
هغه د افغانانو پر وړاندې د اخترونو خوښيانې هم يوه مهمه او سنتي کړنه وبلله او زياته يې کړه، چې بايد د اختر له ورځو څخه تر خپله وسه نمانځنه وشي ځکه مسلمانان په يوه کال کې همدا دوه شرعي او سنتي خوښۍ لري نو ضروري ده چې مسلمانان ورته پوره چمتو والی ولري.




د يادونې وړ ده، چې ښاغلي اختر محمد ساپي د خپلو ويناوو په وروستيو  برخو کې د نوموړې اتحادې د ټاکنو په هکله وويل:(( د افغانانو سراسري اتحادې له ډېرو ستونزو سره سره، د دوه کلونو په ترڅ کې ښې  لاسته راوړنې درلودې، که څه هم نيمګړتياوې به وې خو بياهم اتحاديه توانېدلې، چې د خپل اسلامي قانون او خپل افغاني کلتور په رڼا کې نه ستړي کېدوونکي هڅې وکړي او همدا هڅې دي، چې روسيه مېشتي افغانان نن ورځ کولی شي په روسيه کې له خپل افغاني هويت څخه په کلکه ملاتړ وکړي)).
ښاغلی ساپی زياتوي:(( په روسيه کې مېشت افغانان د ګوتو په شمېر په اقليت کې ژوند کوي او د روسې دولت هم دافغانانو د هويت ساتنې، د کلتور او اسلامي اخلاقو پر وړاندې هېڅ ډول مسووليت نلري، نو په دې دليل ضرورده، چې هر افغان وګړی په دې برخه کې د زړه له کومې ګام پورته کړي او خپلو مهاجرو افغانانو ته د خدمت جوګه وګرځي)).


د نوموړي په وينا د اتحادي د اساسنامې پر بنسټ د يادې اتحادې له رياست څخه دوه کاله تېرشوي نو اوس يوځل بيا دا دهر افغان دنده دی، چې د خپل راتلوونکي په اړه له ښه غور څخه کار واخلي او په داسې يو کس باندې لاس کېږدي، چې سبا ورځ وشي کولای ددوي له افغاني کلتور، اسلامي قوانينو او انساني حقوقو څخه په هر ډګر کې دفاع وکړي.


ښاغلي ساپي د غونډې له ګډونوالو څخه په ډېر درنښت غوښتنه وکړه، چې د تېر په شان يوځل بيا،د ټاکنو پر لور ګام پورته کړي ترڅو يوه سالمه اداره او سالم ميکانيزم په خپله خوښه جوړ کړي، تر څو د افغانانو له اسلامي، فرهنګي او ژبنې حقوقود ساتلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.


هغه وويل:(( په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحادې په ټاکنوکې په روسيه کې د هر مېشت افغان دنده دی، چې برخه واخلي او خپل راتلونکی سرنوشت په خپله وټاکي)).


مشاعره او کنسرت


اختره ښه شولو چې راغلې


په انتظار درته له ډېرې مودې ومه


پاتې دې نه وي، چې ددغې غونډې يوه برخه مشاعرې ته هم ځانګړې شوې وه، د روسې د خلکو د دوستي پوهنتون څو تنو ځوانانو اختريز شعرونه او اختريزې ټپې واورولې ، چې د غوڼډې ګډون کوونکو په مستو مستو چاکو بدرګه کړل.
دغه راز د وياند اختريزو بيتونو، اختريزو ټپيزو او ټپو غونډې ته لاپسې ښکلا ورکړه او د ناستو کسانو پر شونډو يې مسکا خوره کړې وه.
زيارمل يوسفزي خپل شعر په پورتنۍ ټپه پيل کړ، چې ورپسې د وياندله لورې لطف الله احمدي او صفت الله ناصري ته هم بلنه ورکړل شوه هر يوه په خپل وار خپل شعرونه او اختريزې ډالۍ ګډونوالوته وړاندې کړل.


ددغه اختريز بنډار وروستۍ برخه کې کنسرت ته هم ځای ورکړل شوې وه، چې په روسيه کې د مشهور افغان سندرغاړي؛ نور نصيب خوږو سندرو ياده غونډه لاپسې ګلورينه کړه او د افغاني سندرو په ويلو سره  يې د ناستو کسانو په څېرو او شونډو کې دمسکا او خنداګانو څپو شور ګډ کړ.


 ياد اختريز بنډار ( په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحاديه) له لورې جوړ شوی و، چې د ماښام له ۶ شپږو بجو پيل د ماخوستن په ۹ نه بجو د ماښامنۍ له خوړولو وروسته پای ته ورسېد.


ديادونې وړ ده، چې د روسې په فدراتيف ولاياتو کې هم د نوموړې اتحادې نماينده ګيو د خاصو مراسمو په ترڅ کې له اختر څخه نمانځنه وکړه.