کور / سياسي / یو ځل بیا د اندړو قیام

یو ځل بیا د اندړو قیام

د اندړو ولسي پاڅون او د هېواد په نورو سیمو کي د ورته شان عام قیامونو خورېدنګ او ډېرېدا یو لړ پوښتني مطرح کوي. لومړی سوال دا دی چي د دې راز پاڅونونو محرک او اساسي علت څه دی؟ ولی اوس؟ ایا دا راز ولسي پاڅونونه د پاېښت امکان لري؟ څوک يې مشري او مدیریت کوي؟ ایا په افغانستان کي د «عرب پسرلی» بالاخره په ولسي قیامونو کي راڅرګندېږي؟ دا او په لسهاوو داسي نوري پوښتني د بنيادم ذهن ته ورځي.

البته، د دغو قیامونو په ارتباط د طالبانو دریځ څرګند دی. طالبپال مطبوعات د انډړو په شان پاڅونونو پر ضد پر له پسې منفي تبلیغات کوي. هغوی حکومتي اربکیان، د امریکا جاسوسان، لارورکي، نقلي، او داسي نور بولي. مګر که چیري د طالبانو اعلامیې او مقالې په دقت او انتقادي توګه ولوستل سي د هغوي په ادبیاتو کي یو راز تپانده تشویش او فکري اضطراب پروت وي؛ ځکه ځیني طالبپال لیکولان د خطر په اهمیت پوه سوي دي او تر ژبي لاندي څه وايي. په همدې لړ کي، د ملا عمر د کوچني اختر په پیغام کي د افغان مخالفو ډلو سره د مذاکرې او مصالحې د کولو ، د قدرت د نه انحصار ، د امریکا سره د خبرو کولو، او د ښځو په مورد کي هم څه نا څه نرمښت لېدل کېږي.

په عین زمان کي، د ۲۰۱۴ ها خوا ته د راتلونکي سیاسي جوړښت، د سولي د خبرو، ملکي تلفاتو، او د قدرت د وېش په اړه د طالبانو په ليدرشیپ کي نارضایتي او مخالفت رابرسېره سوی دی، او د اغا جان معتصم پر خلاف د طالبانو اعلامیه د دغو خپلمنیځي اختلافاتو او درزونو وروستۍ پېښه او بېلګه ده.

بل پلو، د وروستیو قیامونو په ارتباط د کابل حکومت د لفظي ملاتړ او فلج ناظر موقف غوره کړی دی. که څه هم په میډیا کي کله نا کله ویل کېږي چي د سرحداتو وزیر اسدالله خالد، د غزني پخوانی والي فیضان، او د پارلمان ځینو غړو د اندړو د پاڅون سره مرسته کړې ده، خو د طالبانو پر ضد د نورو ولایتونو د قیامونو په باره کي همدا الزام تر اوسه ندی لګېدلی. بلخوا، که چیري په نورو ساحو کي د کابل ادارې ظرفیت او قابلیت درست درک او تحلیل سي، نو بیا دا سوال باید هډو مطرح هم نسي. ځکه د کابل اداره د حکومتوالۍ په هره برخه کي مطلق ناکامه ده، او د داسي یو مغلق چال خیال او انسجام ورته د پېریانو په ژبه خبري کول دي. پداسي حال کي چي د کابل حکومت په لسو کالو کي د ښارونو د امنیت جوګه نه سو، نو هغه به څرنګه په کلیوالي سیمو کي د خلګو مخالفت ته د جهت او مشرتوب د برابرولو جوګه سي؟

د افغان ولس د پاڅونونو په ارتباط د امریکا او ناټو دریځ هم مبهم، ډارن، او له شرمه ډک دی. په کابل کي، د ناټو عالي رتبه مامورین د ولسي بغاوتونو په باب د «اطلاع او نظارت» خبري کوي، خو په عمل کي د دیموکراسۍ له لومړي اصل سره چي د «خلګو ازاده اراده» ده، مرسته نه کوي. د دیموکراسۍ زور او زلاله سرچینه د ولس اراده ده. په نورستان، ننګرهار، فریاب، لغمان، کندهار، او نورو سیمو کي د افغان ملت له ولسي حرکتونو څخه پوره ملاتړ نه کول، د امریکا او ناټو لپاره د شرم او خجالت خبره ده، او د دیموکراسۍ له اساساتو څخه څرګنده سرغړونه ده. ناټو او امریکا په افغانستان کي د بیلونهاوو ډالرو د لګولو ادعا کوي، خو په «ازادو سیمو» کي چي د خلګو په مټ ازادي سوي دي د مکتب، کلینیک، سړک، او نورو اولیه خدماتو د کولو ژمنه نه کوي. مګر ننداره، څارنه، او تماشا کوي!

د اندړو د قیام د خورېدنګ یو اساسي علت په ټول افغانستان کي د طالبانو له قیدګیرو او سختیو په مقابل کي د خلګو زیاتېدونکی مخالفت او مقاومت ښيي. په مختلفو ولایتونو او ولسوالیو کي عامه خلګو په طالبانو پسې سوټي او توپک راخیستي او له خپلو کلیو او سیمو څخه يې شړلي دي. په اکثرو ځایونو کي محلي خلګ د طالبانو په صفوفو کي د پاکستاني، اوزبک، او نورو خارجي مذهبي ډانګیانو له پراخ شتون او واک څخه شکایت کوي. هغوی له خلګو څخه ډوډۍ په زور اخلي، د افغانانو سره د یوه اشغالګر غوندي چلند کوي، او د خلګو ژوند او مال له خطرونو سره مخامخ کوي.

طالبانو د هېواد پر ځینو سیمو باندي دونه فشار وارد کړی دی چي عام خلګ يې دېته مجبوره کړي دي چي د خپل ژوند، مال، او عزت د ساتلو په منظور د طالبانو پر خلاف څه وکړي. که په عربي نړۍ کي د عرب پسرلي د روانو ولسي اعتراضونو هدف د استبدادي رژيمونو نسکورول دي، خو په افغانستان کي د ولسي پاڅونونو هدف او غایه د کرزي حکومت، طالبانو، او د ناټو له شر او ظلم څخه ځان بچول دي. دا واقعیت د افغانانو کار لا پېچلی او ګرانوي، ځکه افغانان باید له ډېر ناخوالو سره ډغري ووهي. طالبانو د ګرده افغان ولس او په تېره بیا د پښتنو سره په هغه اندازه ظلم او جفا کړې ده چي د کابل حکومت يې پر کولو قسم یاد کړی دی. د پښتون قام د انټرنيټ او فیسبوک په پېر کي د داسي مذهبي ارتجاع او جنایتکار حکومت په منګلو کي راګیر سوی دی چي پرون يې ټېپ، تیلویزون، عکس، مکتب، او ساینس کفر او حرام اعلان کړي ول، خو نن ورځ هغه پرونی ملا او طالب په انټرنټ کي ساېټونه لري؛ د الامارې ویډیو ستډیو لري، او د ملاعمر پیغامونه انلاین خپروي.

والسلام