کور / ترخې خبري / سيند راوړی نشنلزم

سيند راوړی نشنلزم

تيره اونۍ له انګريز څخه زموږ د خپلواکۍ بيا ګټلو ورځ وه، اوس چې موږ ونمانځله يا نه دا بيله پوښتنه ده، ځکه زموږ د حکومت د نمانځلو له مراسمو داسې له ورايه ښکاريده لکه چې دوی د دې ورځې پر نمانځلو هم شرميږي، يو څو چارواکي راغونډ شوي وو او په ارګ کې يې د ګلانو يوه ګلدسته پر څلي کيښوده. لدې هر څه خو د خميني زوکړه په هېواد کې ښه نمانځل کيږي، زه دلته د نمانځنې پر مراسمو نه غږيږم، ځکه زموږ خپلواکي نن هم د پوښتنې لاندې ده لکه څرنګه چې د غازي امان الله خان له غزا وړاندې تر پوښتنې لاندې وه، زما بحث زموږ د افغان په حيث له خپل تشخص څخه دی، د هند او ايران پدې کلتوري يلغار کې موږ چيرې يو.

فارسي ژبې افغان د ايران کلتور، ژبه او جامه اغوندي، پښتون افغان د پاکستان ژبه، جامه او تر يو حده کلتور خپلوي، زما د ښوونځي زده کوونکی تر اوسه نه پوهيږي چې بچه سقاو يا احمدشاه مسعود خاينين وو او که خادم دين رسول الله او ملي اتل، زما تاريخ تر اوسه دا روښانه نه کړه چې لومړې مارشال ريښتونی وو او که نه د اوسني مارشال په څېر د ښځو خيمو ورانولو او لوټ ته بهادر وو.

زما اولاد له سلامه وړاندې هيلو زده کوي او له جوماته وړاندې مندر پيژني، زما د ښوونځي زده کوونکې په ټولګي کې پر جامه شرميږي، زما مامور دفتر ته په ډېر وياړ له دريشئ سره ځي، او د جامې اخيستونکی دندې ته سپک ګوري او ديهاتي يې بولي، زما استخداموونکی انګليسي شرط ګڼي، د پښتو/ دري املا او انشا ورته بې ارزښته ښکاري، زما د پوهنتون زده کوونکی د مديريت او محاسبې پر پړپړه ښه پوهيږي خو تر اوسه نه دی خبر چې د ډيورنډ په سر زما له پاکستان سره څه جنجال دی.

شيعه ګانو ټول مذهب راواخیست د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې يې برابر کړ، نو شيعه توب مستقيماً د ايرانيتوب پر معنا شو، پاکستان ځان له اسلام سره مترادف کړ او د “پاکستان کا مطلب کيا” غږ يې لوړ کړ، يعنې که مسلمان يې بايد د پاکستان ښه وغواړی خو زموږ ملا د پان اسلاميزم او اخوان المسلمين پر لاره روان او افغانستان د بل له ګټو قربانوي.

ايرانيان اوس هم اسلام لدې کبله له زړه نه مني چې لويه امپراطوري يې ورچپه کړه، همدغه اساس وو چې بيخي بيل مذهب يې پکې ترويج او داسې يې له خپل تاريخ او کلتور سره برابر کړ چې له دولس امامانو نيولی تر اخوندانو ټول يې د ايران او فارس په چوکاټ کې راونغاړل، نن تور رنګ، شيعه مذهب، لسم محرم، کربلا، امامين او داسې نور ورته ټول موارد له مذهب زيات د ايراني کلتور او سياسي موخو استازيتوب کوي.

پاکستان خو ټولو ته معلوم دی چې څرنګه د مذهب او اسلام پر نامه يې بيرته مسلمانان پدې سيمه کې کمزوري کړل نه يې په هند کې قاطع اکثريت ورپريښود او نه پخپله پاکستان اسلام پلی کړ، خو بيا يې هم د اسلام له نامه څخه د خپل نشنلزم او ملي ګټو ساتلو لپاره اعظمي ګټه وکړه، نن هم له ډيرې سپين سترګۍ سره خپل هېواد د “اسلام قلعه” پر نامه يادوي.

خو موږ د ګلستان او بوستان ملايانو غرق کړو، موږ تر اوسه پدې وتوانيدو چې دا خبره سره غوټه کړو خپلې خاورې ته خدمت او هېواد سره مينه د اسلام ضد کار نه دی، هڅه کوو چې هر ګام او هره خبره له نيمګړي اسلام سره وتړو، طالبانو له خپلو شلخي ټوپکونو سره د تاشکند او مسکو نيولو خوبونه ليدل خو امريکا يو بم نه وو رارتولی چې ملا عمر هغه وتښتيد چې تر اوسه ورک دی.

موږ ته د ملت په حيث د تشخص حاصلولو په لاره کې ډېر اوږد مزل راپروت دی، سره لدې چې د تيرو پنځو لسيزو پيښو د ملت په حيث زموږ اراده، حوصله او پيژندنه تر اخيري حده وازمويله، او په سياسي لوبه کې خو مو ډير څه له لاسه ورکړل خو د يو واحد ملت په توګه وياړم چې افغان يم، که دا سختې او جنجالونه زموږ په ګاونډيو کې پر هر يوه راغلې وی نو هېوادونه به يې وخته ټوټه ټوټه شوې وای.

زموږ ټلويزونونه، راډيو او نورې د عامه ارتباطاتو وسيلې چې راپرانيزې نو يا د ګاونډيانو لپاره کار کوي او يا پکې د امریکا پر سياستونو بحث روان وي، د افغانيت په هڅولو او هېواد پالنه کې به زه هيڅکله پر دې وسيلو ملا ونه تړم، او نه به له دې تپل شوي حکومته تمه ولرم چې هېوادپالنه او نشنلزم وهڅوي، خو له نورو افغانانو به تل دا هيله ولرم چې خپله خاوره او تاريخ ونازوي، همدا خاوره او همدا افغانستان دی چې زموږ وجود او پيژندنه ترې شته ده او راځئ چې خپل ملت او تاريخ همداسې ژوندی او روښانه وساتو.

ژوندي ملتونه تل په خپل منځ کې پر تاوده بحثونو او سوله ييزو مخالفتونو اخته وي خو د ملت په حيث ټول يو وي، او موږ يو، نن هم د نيکپا له ژړا سره ما ته ژړا راځي او د حميد حسن له ويکټې سره زه هم کوټه کې پر اتڼ يم، د ملي اردو له بريا سره بريالی يم او د هر افغان له لاسته راوړنې سره ځان غني احساسوم.

په پای کې زموږ تاريخ او افغانيت همدومره ژوندی دی لکه څومره چې موږ هر يو يې ژوندی وساتو، موږ د خپل تاريخ له يوه پيچلي او کمزوري دورانه تيريږو زموږ کوچنۍ تيروتنه راتلونکي نسلونو ته پيغورونه او شرمونه پريښودلی شي، خو ورسره زموږ استقامت او برياوی زموږ تاريخ روڼ او وياړلی ساتلی شي. راځئ چې د خپل افغانيت، هېواد او راتلونکی له ورکېدنې څخه په ژغورنه کې هر يو خپله ونډه اجرا کړو.