په افغانستان کي په وروستیو کلونو کې د لویو لارو او سړکونو په جوړولوکي څه باندی داتو میلیاردوډالرو په بیه پیسې لګدیلي دي، خو نژدې نیمايي سړکونه یې بېرته خراب اوویجاړ شويدي. دغه مطلب د ټولګټو وزارت (فواید عامه) وزیر نجیب الله اوژن یوی افغانې رسنې ته څرګند کړیدی.
ددي وزارت په راپور کي راغلې دي چه دسړکونو زیاتره برخه ویجاړه شویده.او د ۳،۶ میلیاردوډالروپه بیه دافغانستان دلویولاروپاخه سړه کان بیرته جوړیدوته اړتیا لری.
د بېلګې په توګه د کابل مزارشریف لویه لارچې اوږدوالې یې شاوخوا ۵۰۰ کیلو مترو ته رسیږي نژدې ټوله بېرته ویجاړه شوېده. افغان چارواکي یې لامل د باروړونکو لاریو تګ راتګ بولي چې تر حد زیات وزن لېږدوي.خو ځیني بیا ددي سړک په جوړولو کي دبی کیفیته توکی موادو کارول ګڼي.
دغه لویه لارچې کابل له منځنۍ آسیا سره نښلوي په ځینو برخو کې یی کندی او ویالي جوړی شویدی. ددغي لارې له جوړیدو نه څه کم دری کاله کیږی ولی زیاتره برخه یی ویجاړه اوکنداوکپرده.اوس چي دالارد سالنګ پرتونل تیریږي له ډېروخطرونوڅخه ډکه ده.
یوازې د کابل مزارشریف لارنه بلکې د افغانستان د نورو لویو لاروحالت تردې لا هم خراب دی اود ویجاړتیا خطرونه یی ورځ په ورځ زیاتیږي .
” دټولګټو وزیر نجيب الله اوژن وایی چه د سالنګ په برخه کې چې موږ سږ کال د بیارغونې کومي چارې پر مخ بیایو، هغه لنډ مهالي دی، یواځې د یوه کال لپاره د مساپرو او سالنګ د ژغورنې په موخه دي. او داهغه څه دی چې زموږ په توان کې دي او دا چاري موږ سل په سلوکي پلي کوو.
په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو دتضمین عمر لږترلږه دولس (۱۲) کاله دی او په پرمختللو هېوادونو لکه جرمني، فرانسې او امریکا کې د بنسټیزو پروژو دتضمین عمر له پنځوس تر سلو کلونو پورې دوام مومي.
په افغانستان کي دسړکونوپه تړونونوکې باید سړک جوړونکي او پیسی ورکونکي دواړی خواوي په بشپړه توګه په تړون کي روښانه کړی چې د پروژې عمريي څومره دی، څوک یې پلې کوي او د خسارې جبران یی څوک ورکوي. نوځکه
په افغانستان کي هر کیلو مترسړک شاوخوا بیه په ۷۰۰ زره ډالره جوړشویدی، چې دا کچه تر نړیوالو بیو پوری رسیږی. ولي دلته دسړک په جوړولوکي د لوړ کیفیت مواد نه کارول کیږی اود بی کیفیه موادو څخه کار اخیستل کیږی او دتضمین چاري یی هم څوک نه څیړي.
ددغو سړکونو د جوړولو چارې بېلابېلو شرکتونو ته ورکول شوي وې، چې ځینو شرکتونو خپل کارونه نیمګړي پرې ایښي او له کاره یې پښې سپکې کړې دي. چې د یو شمېر خلکو په وینا تر ډېره یې پیسې شخصي جېبونو ته لوېدلې دي.
حکومتی چارواکی هم ټول هغه کسان محکمې ته نه دي راکش کړي کوم چه ددغو سړوکونو په جوړولوکي یی در غلې کړی دی.
د افغانستان د ټولګټو یا فواید عامې وزیر اوژن وایی ، چې له شاوخوا شپږ میاشتو راهیسې یې خپل دنده پیل کړې ده،دئ وايي چه د کابل مزاردلویې لارې جوړیدل دده دکاری پلانونو په لومړیتوب کې راځې.
هغه زیاتوی چه دا نه یواځې د کابل مزار لویه لار ده چې بېرته ویجاړه شوېده بلکې د افغانستان د نژدې نیمايي لویو نورولارو ویجاړتیا وده ته په میراث ورپاتې شوېده.
د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن وايي دا مهال د دغه وزارت ۳۰ سلنه کارکوونکي مسلکي اوپاتې نورټول اداري چارې پرمخ بیايي چې باید په دغه حالت کې بدلون رامنځ ته شي او دمسلکی پرسونل کچه لوړه شي.
“نړۍ تر دې دمه د افغانستان په لویو لارو کی اته میلیارده او درې سوه میلیونه ډالره لګولي دی، خو دا دی نیمايي سړکونه یی بېرته ویجاړ شويدي.”
ښاغلی اوژن زیاتوي دوی د لویو لارو جوړولو او څارنې ته پوره پام کوي.
افغانستان چې په وچه کې راګېر هېواد دی، د لویو لارو جوړول او د ستونزو لېرې کول یې ډېرو پیسو او قوي ارادې ته اړتیا لري.
او دا اندېښنې هم شته چې تر کله به مرسته کوونکي هېوادونه دغه راز پروژو ته زړه ښه کوي. دسړوکونو دجوړولو کمپني دخپلو تړونونو او ژمنوپروعدو باندی باید جدی پاملرنه وکړي اودویجاړشووسړوکنودبیرته رغولو چارو مسئولیت دي په غاړه وا خلي.