کابل:د ایساف ځواکونولراوبر ویب پاڼی ته خبرورکړیدي چه نن د طالبانو دتحریک یومشرمولوی دادالله چي په ثانی ملا دادالله مشهورو،دفوځي عملیاتو په ترڅ کي دخپل مرستیال ملګری شاکرسره يوځای دکونړولایت دشیګل اوشیلتان په سیمه کي وژلې دي.
دیوه بل خبرله مخي دافغان او ایساف ځواکونو نن په کند هارکي یو افغان پانګوال هغه وخت و نیوې چه دغه پانګوال د طالبانو د تحریک ډلی ته وسلي او جنګي مهمات رانیول او د طالبانو لپاره یی مالي او نقدي کوموکونه ترسره کول.
دایساف ځواکونه زیاتوي چه دوی پر طالبانو باندی دوسلو د پیرودلو ځیني شکمن کسان هم نیولي دی. دوی وایی چه داګست په ۲۲ نیټه پر طالبو ډلو دوسلو پیرودلو په تور دهلمند ولایت دنوزاد ولسوالي دواشیر په سیمه کي او دنادعلی ولسوالي د مارجه په سیمه کي یی څو تنه مشکوک کسان نیول دی چه پلټنې او پو ښتني تري روانی دي.
دافغان او ایساف ځواکونو په بل خبر کي راغلی دي چه پرون دافغان او ایساف ځواکونو د ګډوعملیاتو په بریدونو کي دخوست ولایت دصابرو په سیمه کي د حقانی شبکي پوری تړلې ځيني کسان نیول شویدي په دغه عملیاتو کي ددوی څخه وسلي او جنګي مهمات لاسته راغلی دی.
د طالبانو دتحریک ډلي تراوسه پوری لراوبرته دایساف او افغان ځواکونوددغه بریدونوپه هکله څه نه دي ویلی.