کور / تازه خبرونه / په شمالي وزيرستان کې بدرالدين حقاني وژل شوى

په شمالي وزيرستان کې بدرالدين حقاني وژل شوى

کابل :دپژواک او بي بي سي د خبر له مخې :نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړى، چې پر شمالي وزيرستان د امريکا په پروني بې پيلوټه هوايي بريد کې د نورو کسانو ترڅنګ د حقاني زوى بدرالدين حقاني هم وژل شوى دى.د شمالي وزيرستان ځايي چارواکو پرون ويلي وو، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکو پر يو وخت د شمالي وزيرستان له مرکز ميرانشاه څخه ٦٠ کيلومتره لرې د شوال سيمې پر درېيو ساحو هوايي بريدونه کړي دي.امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز خبر ورکړى، چې د پرونيو بريدونو په وژل شوو کې د حقاني شبکې عملياتي قوماندان بدرالدين حقاني، چې د دې شبکې د مشر سراج الدين حقاني ورور دى، هم وژل شوى دى.ورځپاڼې د امريکايي سرچينو په حواله ليکلي، چې دوى په دغه هوايي بريد کې د يوه مهم وسلوال د وژلو راپور ترلاسه کړى و، وروسته معلومه شوه چې هغه بدرالدين حقاني دى.
سرچينې زياته کړې، چې امريکايي سرچينې اوس د بشپړ اطمينان په موخه دې ته انتظار دي، چې په خپله د حقاني شبکه يا نورې ډلې د هغه د وژل کېدو په اړه رسمي غبرګون وښيي.
ددې خبرونو د خپرېدو سره سم په افغانستان کي د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ته وويل چي بدرالدين حقانی ژوندی او په افغانستان کي په خپل وسله وال مقاومت بوخت دی ، طالب وياند د بدرالدين حقاني د وژل کېدو خبر د امريکايانو تبليغات وبلل .

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، که چېرې د بدرالدين حقاني وژنه تاييد شي، نو په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته به لويه بريا وي.بدرالدين حقاني د خپل مشر ورور سراج الدين حقاني، چې اوس د دې شبکې مشري ور پر غاړه ده، دويم مشر ګڼل کېږيپه داسې حال کې چې د امریکا په ګډون ځینو لوېديځو او پاکستاني رسنیو د حقاني شبکې د یوه جګپوړي غړي بدرالدین حقاني د وژل کېدو رپوټ ورکړی وو، خو د هغه ویلي چې نوموړی ”نه دی” وژل شوی.بلخوا بدرالدین ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې نوموړی د تېرې سې شنبې په ورځ د امریکايي څارګرو الوتکو په برید کې ووژل شو.
د افغانستان په سوېل ختيځ کې د بي بي سي خبریال د بدرالدین حقاني له کورنۍ سره غږېدلی، خو د حقاني د وژنې ادعا یې په کلکه رد کړې ده.سرچینې زموږ خبریال ته ویلي، چې د هغه د وژلو پروپاګند یوازې د حقاني شبکې د مورال ټیټولو لپاره دي.دوی دا هم ویلي چې امریکا غواړي چې حقاني شبکه خلکو ته د طالبانو له تحریک جلا شوې وروپېژني، چې په وینا یې دا کار ناشونی دی.د حقاني کورنۍ بي بي سي ته ویلي چې حقاني شبکه د طالبانو یوه برخه ده.بدرالدین حقاني د پخوانیو مجاهدینو د مشر مولوي جلال الدین حقاني زوی او د حقاني د شبکې د مشر سراج الدین حقاني کشر ورور دی.نوموړی او شبکه یې له القاعدې سره تړل شوې ګڼل کېږي.ځینو پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی چې بدرالدین حقاني د روان اګست له ۱۸ راهیسې د امریکايي څارګرو الوتکو په کوم برید کې شمالي وزیرستان کې وژل شوی.رسنیو ویلي، چې د میرانشا په شوال دره کې څارګرو الوتکو څلور توغندي توغولي، چې غالباً بدرالدین حقاني هم په کې وژل شوی دی.شاوخوا ۳۰ کلن بدرالدین حقاني د میرانشا د طالبانو د شورا غړیتوب لري.نوموړی افغانستان کې د حقاني شبکې د څلور سیمو جنګي قومندان دی، چې د رپوټونو له مخې افغانستان او پاکستان کې د اورپکو ډلو ټول فعالیتونه وردغاړې دي.بدرالدین حقاني د جلال الدین حقاني له نهو زامنو یو دی، چې د امریکا له خوا د نړیوالو ترهګرو په تور لېست کې شامل شوي دي.د هغه مشر ورور سراج الدین حقاني د میرانشا د شورا لومړی مشر دی.سراج الدین حقاني د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له لوري په ۲۰۰۸ کال د ترهګرو په لیست کې شامل شو.او د ۲۰۰۹ په مارچ کې بیا امریکا د نوموړي د نیولو یا وژلو پر سر پنځه میلیون ډالر انعام اعلان کړ.رسنۍ وايي، چې پر شمالي وزیرستان د امریکا د څارګرو الوتکو د څو ورځو په بریدونو کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ جګپوړی مشر ایمیتي یاکوف هم وژل شوی دی..