پېښور:دپاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان دتلیفون پر کرښه په پېښور کې رسنيوسره په خبرو کې ومنله چې په کونړ کې تېره ورځ دایساف په هوايي برید کې دطالبانو دباجوړ ايجنسۍ مشر ملا دادالله وژل شوی دی . هغه وايي چې دملا دادالله په وژنه به دده په وینا تحریک کمزورى نه شي بلکه دهغه پر ځای باندي سمدستي د پاکستان دطالبانودتحریک له لوري مولوي ابوبکر ټاکل شوی دی . دپاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان وايي چې له ملا دادالله سره ۱۲ ملګريهم دناټو په بریدونو کې وژل شويدي . نوموړي دا خبري وروسته له رسنيو سره دتلیفون پر کرښه وکړې چې ناټو په رسمي ډول د ملا دادالله دوژل کېدو راپور ورکړو دناټو تر مشريلاندي دایساف ځواکونه وايي چې تېره ورځ یې دکونړ په شیګل او شلتن ولسوالي کې دیوه هوايي برید په پایله کې دپاکستاني طالبانو یو ځواکمن قوماندان ثاني ملا دادالله وژلی