کور / تازه خبرونه / د هرات پوليسو ۶۳ کيلوګرامه چرس ونيول

د هرات پوليسو ۶۳ کيلوګرامه چرس ونيول

هرات:د یوي افغانی رسني په حواله دهرات پولیسو دمخکینوڅیړینوله مخي یوسړۍ د۶۳ کیلو ګرامو چرسوسره یوځای ونیوي. د هرات دانجیل ولسوالي دامنیه قوماندان امین الله امین وایی چه دغه توکي په یوه لانډکروزرموټرکي ځای پرځای شوی وه چه د بادغیس ولایت څخه دانجیل ولسوالي لوری ته راروان وو.
نوموړۍ وایی چه په توکوباردغه موټر دانجیل ولسوالي د شیدایی په سیمه کي د ملی پولیسو لخواه ودرول شو چه وروسته دغه کس بندی او ۶۳ کیلو ګرامه مخدره توکي ضبط اوکشف شول. داسی اټکل کیږی چه دغه سړۍ پلان درلودی چه نیول شوی توکي چرس په جلا جلا ډول سره په هرات کی وپلوري.
امین الله امین وایی چه دغه توکي به وروسته دهرات ولایت دمخدروتوکودمبارزی ریاست ته دسوځولو لپاره وسپارل شي او دقاچاق کونکي سړۍ څخه به پوښتني پیل کړی.