کور / تازه خبرونه / په فراه کي د بهرنيانو ۱۲ اکمالاتي ټانکرونه وسوځېدل

په فراه کي د بهرنيانو ۱۲ اکمالاتي ټانکرونه وسوځېدل

نن دفراه ولایت دبکواه په سیمه کي د طالبانو وسله والوډلو دبهرنیوځواکونو پراکمالاتي کاروان باندي وسله وال برید ترسره کړي. چه په نتیجه کي دیوه خصوصي کمپنی دوه تنه سپاهیان ووژل شول او ۱۲عرادي دتیلوداکمالاتو ټانکري موټرانو ته اورواچول شو.
دیوی افغانی راډیو دخبرله مخي دغه برید دفراه ولایت دبکواه ولسوالي په سیمه کي هغه وخت ترسره شوچه طالبانودآریا په نامه په یوه خصوصي کاروان باندی حمله وکړه.
دغربی زون سیمه ئیز قوماندان سمونوال عبدالرزاق وویل چه ددي بریدپه ترڅ کي دنوموړی کمپني دوه سپاهیان وژل شوی دی او یو سپاهی ټپي دی.
هغه وویل چه په بهرنیو ځواکونو پوری تړلي ۱۲عرادي په تیلو بارټانکرموټران سوځیدلي دی.
دمحل دولتی چارواکوڅرګنده کړه چه ددي کال له پیل نه بیا تر اوسه دهرات اوکندهار پرلویه لارددلارام په سیمه کی له ۵۰ څخه زیات د تیلو اونفتي موادو ټانکران سوځیدلی دي چه په بهرنیو ځواکونو پوری یی اړه در لوده.
طالبان تر اوسه پوری ددي پیښي په هکله څه نه دی ویلی