کور / تازه خبرونه / په غزني او لوګر کي د طالبانو او دولت تر منځ نښتي وسوې

په غزني او لوګر کي د طالبانو او دولت تر منځ نښتي وسوې

کابل:دایساف ځواکونونن د لراوبرخبری څانګې ته خبرورکړیدي چه داګست په ۲۴ نیټه م دغزنی ولایت داندړو په سیمه کي دافغان او ایساف ځواکونو په ګډوعملیاتو کي څوتنه وسله وال طالبان اوپه القاعدی شبکي پوری تړلي شکمن کسان نیولي شویدي.
په خبرکي راغلی دي چه طالب ځواکونودافغان اوایساف پرځواکونوباندي وسله وال بریدونه وکړل. دایساف اوافغان ځواکونو دځوابیه بریدونو له مخي د مخالفي لوری طالبانو له ډلۍ نه دوه تنه وسله واله طالبان ووژل شول، ولې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسیدلې.
بله خوا دلوګر ولایت دبریکی بریک په سیمي کي د افغان او ایساف ځواکونودګډو عملیاتو په ترڅ کي دحقاني شبکی د ډلي دوه تنه شکمن کسان نیول شوی دی.
د حقانی شبکي دغه وسله والي ډلی دبریکی برک د پل علم په سیمه کي وسله وال بریدونه ترسره کول . افغان او اسیاف ځواکونو هڅې وکړی ترڅو ددي سیمی مخالف لوی قوماندان محمد آغا پیدا کړی. اوس طالبان او مخالفي ډلی کو ښښ کوی چه په ګروپی بڼه دافغان او ایساف ځواکونو پر نظامي اډو باندي پلان شوی بریدونه تر سره کړی. اوپه سیمه کي امنیتی حالات ګډوډ کړی.
د طالبانو ویاند تر اوسه پوری په دي هکله څه نه دی ویلي