د خيبر ايجنسۍ د دوو قومونو تر منځ دخپل منځۍ جګړه چي د پرون راهيسي روانه ده په ترځ کي يې تر اوسه پوري ددواړو خواوو څخه شل تنه وژل سوي او تر دېرشو زيات ټپيان سوی دی ، له پېښور څخه د لراوبر خبريال د خبر له مخي چي د خيبر ايجنسۍ دجګړې يو راکټ د پېښور په حيات اباد کي لوېدلئ ، ويل کېږي چي دا راکيټ د حيات اباد لومړۍ برخي د يوه مسجد څنګته ونه کي لګېدلی دی چي له امله يې يو امنيتي ساتونکی سخت ژوبل سوی دی. د يادوني وړ ده چي د خيبر ايجنسۍ جګړه ټوله شپه روانه وه . د سيمي اوسيدونکي وايي چي ټوله شپه يې د سپکو او درنو وسلو ږغونه اوريدل او نا ارامه شپه يې تېره کړې ده .
تر اوسه يوازي ۸ تنه ټپيان روغتون ته رسول سوي چي د دوو تنو روغتيايي حالت داندېښنې وړ دی ، د جګړې له امله د ډيورنډ کرښي لويه لاره دمساپرو پر مخ بنده کړل سوې ده ، سيمي ته د مرستې رسولو او زخميانو رالېږدولو لاري چاري په ټپه بندي دي .