کور / ترخې خبري / دپنجوايي سړک يې هم ونړاوه

دپنجوايي سړک يې هم ونړاوه

تېره ورځ مي يوه ملګري راته وويل،چي زما يوه ملګري دارزګان په چارچينو
ولسوالۍ کي ددولت دوسله والو مخالفينو سره و، يوه ورځ يې بغير له دې ،چي
مشر قوماندان په خبر سي ، تللى و، او دسړک پرغاړه يې ماين ځاى پرځاى کړى
و،خو وروسته يې قوماندان ته ټليفون ورکړى و،چي ما په دغه لاره ماين ايښى
دى او اوس خبر راغلى ،چي امريکايان راروان دي ، زه پرې چاودنه کوم.
قوماندان يې په قهر ورته وويل،چي نه پرامريکايانو يې مه کوه ،
دامريکايانو شاته دپوليسو موټر ر روان دى ، هغوئ چاودنه وکړه.
ما ورته وويل،چي قوماندان صاحب ! داته څه وايي، هغوئ مسلمانان او بيا
داچي امريکايان سته ، هغوئ ته هيڅ اړتيا نه سته ، موږ دکافرانو سره جهاد
کوو.
قوماندان ورته وويل،چي دامريکايانو سره زه په ټانګ کي ناست او کوم لوري ته
سفر لرم، نو ځکه ته بايد هغه کار وکړې ،چي زه يې درته وايم.


(( کله چي دامريکايانو ټانګان تېر سول،نو مي پوليسو ته ماين وښود، او دتل
لپاره مي دهغوئ ليکي پرېښودې او په خپل کاروبار لګيايم ))
نن يوځل بيا همدې قوماندانانو دکندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي شپږ کېلومتر
سړک ،چي شپږ مياشتي وړاندي په پاخه او اساسي ډول جوړ سوى و، دټراکټرونو
په واسطه ويجاړ کړ، موږ دچا لپاره او په څه موخه جنګيږي؟
وايي ، کله چي په تاجکستان کي دجهاد اعلان وسو، په هغه مهال افغانان
دتاجکستانو سره دمرسته په ډول دهغوئ هيواد ته ورغلل او دهغوئ ددښمن پرضد
يې جګړه پيل کړه ،خو افغانانو دجګړې پرمهال دملکي وګړو ، ترڅنګ نوري
ورانۍ کولې ،چي وروسته هغوئ دخپل هيواد څخه بهر کړل او ورته يې وويل،چي
موږ دهمدې ملکي وګړو او دخپلو ابادو او ودانيو لپاره جنګېږو ،خو تاسو يې
خپله راته ورانوئ، ستا دمرستي پايله موږ ته بربادي ده.
دپنجوايي ولسوالۍ اړوند دالماړې ، اکبرکلي ، دستګيري ښوونځي ، يخ څاه او
سپېروان کليو ترمنځ نښلېدونکى سړک په نشتوالي کي خلک دڅومره ستونزو سره
لاس او ګرېوان وه، هغوئ به دناروغۍ پرمهال په لاره کي ساه ورکول ، ځکه
داسړک دغره له لمن کي ديوې درې څخه تېرسوى و.
افغانانو ولي دجهاد په نوم ، ملکي وګړي ، خپل وړونه افغانان او خپل
تاسيسات او بيارغونه جهاد بولي، دافغانستان دنورو ولايتونو ترڅنګ يې په
کندهار کي په وار وار سره لسګونه بيارغنيزي پروژې دخنډ او ځنډ سره مخ کړي
، دهغوئ کارکوونکي يې تښتولي.
زه حيران په دې يم ،چي نور دڅه لپاره جنګيږي او زموږ ښاغلي دڅه لپاره؟