کور / تازه خبرونه / په پنجوایې او ژړۍ ولسوالي کي د طالبانو پر ضد پاڅون

په پنجوایې او ژړۍ ولسوالي کي د طالبانو پر ضد پاڅون

د کندهار څخه لراوبرته دخبر نږدي سرچینی وایی چه نن پنجشنه داګست ۲۳ او دسنبله دوهمه نیټه دکندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی سیمیزو او سیدونکو خلکو دوسلوالو طالبانو مخالفونو پر ضد پاڅون پیل کړی.
دغه پاڅون تیرماسپښین د یادی ولسوالي د سنګیسار،کلک،سبلغی او سیاچوی په کلیو کي پیل شو . دسیمي خلکو ته ویل شوی دی چه د خپلوکورونوڅخه ووزی.
تر اوسه پوري د وسلوالو طالبانو او ولسي وګړو ترمنځ کومه ناوړه پیښه نه دی شوی.
ولې داسي مالومیږی چه دسیمي او سیدونکي د طالبانو اودولتي چارواکودکړونو څخه سر ټکوی اوخو شاله نه دی. د پاڅون ګډون کونکو تراوسه پوری ددولت دامنیتي محلي اداری څخه هم دمرستی غوښتنه نه ده کړی.

بله خوا دکندهار ولایت د پنجوایی ولسوالي څخه هم نا تائیدشوی رد اوبدل خبرونه رارسیدلی دی، چه ددي ولسوالي خلکو دپاخه ډمبرسړک ترورانولو وروسته دطالبانو پرضد دپاڅون ږغ کړیدی. تیره ورځ ځینو رسنیو خبر خپورکړی وو چه طالبانو ددي ولسوالې د اکبر کلی،نجات،اودستګیری ترمنځ پوخ شوی سړک څو ځایه ویجاړکړیدی.

دپنجوایی ولسوال بیا وایی چه طالبانو دسړک د ورانولو وروسته دسړک په اوږدوکي څو ځایه ښخ کړي ماینونه ځای پرځای کړیدی.
طالبانو دپنجوایی ولسوال دغه ادعا ردکړیده اووایی چه داکارحکومت په خپله دتبلیغاتو لپاره کړی دی .دوی وایی چه طالبان دعا م المنفعه مؤسیسواوسړکونو په ویجاړولوکي لاس نلری. او دا کار په کلکه ردوی.

یاده دی وي چه په دي ورستیو میاشتو کي د طالبانو پر ضد اولسی پاڅونونه دغزنی ولایت داندړو او مقرپه ولسوالیوکي او دلغمان او فاریاب ولایتونو کي د طالبانو پرضد دخلکو پاڅونونه ترسره شوي دی.