کور / تازه خبرونه / نن دوولسمه ورځ ده چي خال خال جګړې رواني دي

نن دوولسمه ورځ ده چي خال خال جګړې رواني دي

دکرمى ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کښې د تيت اوپرک نښتو او ډزو لړۍ يوځل بيا پيل او پوره دولسمى ورځى ته داخلى شوي اوس مهال په خپلمنځى تازه نښتو کښې ددوه وګړو دوژل کيدو راپور ورکړل شويدى چې له دى سره دمړوشمير په ټوليزه توګه ٥١ تنو ته رسيږي درارسيدلى يوباورى رپوټ پراساس دکرمى ايجنسۍ دپاکستان افغانستان په ګډه پوله پروت پيواړتنګى، تنګى، پاړه څمکنى، کړمان او دعالم شير په سيمو کښې دپرله پسى ډزو اونښتو دسملاسى بندولو پخاطر دپوليټيکل انتظاميي اوقبائيلى مشرانو چټکى هلى ځلى اومنډى ترړى دوام لري خبرزياتوى چې دپرله پسى دولسو ورځو وسله والو نښتواوجګړو په ترڅ کښې ټيک ٥١ وګړى په حق رسيدلى او پوره ١١٧ تنه نورټپيان شوى دي، دبلى خوا دکرمى ايجنسۍ دبالش خيل، خوارکلى، سده اوسنګينه په سيمو کښې دجرګى غړو قبائيلى مشرانو او پوليټکل انتظاميى په سله والو او قبائيلو باندي خپلى مورچى خوشى کړيدى راپورزياتوى چې دوړمى شپى راهيسى په ځينوسيمو کښې دډزو ژغ هيڅ نه اوريدل کيږى. خودکرمى ايجنسۍ دګډوډامنيتى حالت اوتيت وپرک نښتو له امله دپېښور،پاړه چنار لويه لار دسپرليودتګ راتګ پرمخ تراوسه پورى تړلى ده او ټوله سيمه دبريښنا له رڼا ئي څخه بى پرخى ده.