تحريک طالبان پاکستان دعوا کړې، د پوځ په مرکز جي ايچ کيو کې يې له خپلو سرچينو داسې استخباراتي رپورټ ترلاسه کړی چې پکې د شمالي وزيرستان د عملياتو زياتره تفصيلات ورکړل شوي دي.دا دعوا تحريک طالبان پاکستان ميډيا ته په جاري شوي بيان کې کړې ده. د طالبانو وياند احسان الله احسان په دې بيان کې ادعا کړې چې په شمالي وزيرستان کې يې د عملياتو تفصيل په پنډی کې د پاکستاني پوځ په مرکز جې ايچ کيو کې له خپلو سرچينو ترلاسه کړی دی.طالبان زياتوی دوی مزاحمت ته تيار دي.د آی ايس آی د خيبر پښتونخوا پخوانی مشر بريګيډيئر اسد منير د طالبانو دا دعوا بې باوره بولې . دا بې باروه خبر ده، کله چې پوځ منصوبه بندي کوي نو هغه پوځ ته پخپله نه وي مالومه، يوازې يو څو کسانو ته مالومه وي. دا هغوی د ځان د معتبرولو لپاره ويلي چې زموږ په پوځ کې خلک شته. دوی د پوځ مورال راغورځول غواړي چې په پوځ کې څه خلک له موږ سره دي او څه خلک له موږ سره جنګ کوي.)