کور / راپور / جرمني:په مونشن کي د کوچني اختر مراسم

جرمني:په مونشن کي د کوچني اختر مراسم


درپوټ له لوستلوڅخه  مخکې تاسو ټولو درنو لوستونکو اودنړۍ  په  مخ  ټولو مسلمانو خویندو او  وروڼو ته  زه محمد امین  بسمل  دکوچني اختر مباره کي وایم الله  (ج) دې زموږ اوتاسو روژې ، لمونځونه  قبول او په  ټول بشریت  د سولې او ورورولي فضأ واکمنه کړي .
اوس ستاسو توجه لاندې رپوټ ته راړوم:
دجرمني  په  مونشن  ښار کې  موږ  بایرن  مېشتو افغانانو دیکشنبې  په ورځ کوچنی  اختر  په ګرمو او هېوادپالو ولولو  ولمانځه .


په یاده لمانځنه کې زموږ بې شمېرو افغانانو ګډون کړی وله دې سره سره چې  دمیرویس نیکه جومات  ډېرکسان ځایولای  شي  خودکوچني  اختر په  ورځ  دګډونوالو شمېر له  دوو دریو زروه کسانو څخه هم ورواوښت ځکه چې دبایرن آیالت له لرې پرتو سیمو څخه هم زموږ ګڼ شمېر هېوادوالو تشریف  راوړی و .
دکوچني اخترلمونځ  دوه ځلې ادأکړ شو د دریم لمانځه نېت یې هم  درلود خو تر دریم لمانځه پورې  زه پاته نه  شوم ځکه ، چې  ما ته  یوڅوعاجل تلیفونونه راغلل .
موږ دوهم لمونځ  په نهو نیمو بجو ادأ کړ رب  تعالی دې قبول کړي .
زه په یوداسې صف کې ولاړ وم  چې، ښۍ خواته مې له کندهارولایت  څخه سپین ږیری اومحترم استادحبیبي او کیڼې خوا ته  مې یو هزاره ورور تشریف  درلود.
دمیرویس نیکه  جومات زموږله وروڼو قومونو څخه   ډک و نه  خود پښــتون، تاجک، هزاره،  ازبک ، ترکمن  او نورو وروڼوقومونو کمی  پکې محسوسېده  او نه  خو دکندهاري،  پکتیاوال، ننګرهاري  یاکومې  بلې سیمې  د وګړو تربګیني  پکې  پاته وه  هرې  خوا ته به  مې چې سترګې اوښتې هر یو به  یواوبل  ته  په  درناوي او مینه مینه کتل .



دپخوا په  پرتله زیات بدلون  راغلی و د حاجي صاحب  احمد احمدزي ترمشري لاندې دمشرتابه هیئت  ټول غړي دمېلمنو په خدمت کې ولاړ وو پخواني انحصار اوخودخواهي له جومات  څخه کډه کړې وه  مشرتابه هیئت  په دومره  ښه نېت او صمیمیت سره دخلګو هرکلی کاوه، چې حدیې نه درلود.
 دجومات امام  محترم حاجي صاحب  فرید ددیني توضیحاتوترڅنګ  دملي یوالي او ورورولي  دټینګښت لپاره اغېزمنې خبرې کولې ددرۍ نیمو لسیزوناخوالې اوپه  زندانونوکې  په  ډول  ډول نومونودافغانانو ځورولوته یې له یوې بې  طرفې او رښتینې زاویې څخه  اشارې کولې  دهېوادپه ناورین او ټولوقربانیانو یې  زړه سوی  ښــکاره کاوه .
 پردي پال اوخودفروش کسان یې په  داسې حال کې په بې طرفانه اومنطقي ډول  سره محکومول ،چې په جومات کې افغان کونسل دیونس قانوني ورور هم ناست و.
 محترم امام  حاجي صاحب  فریدپه  روان ناورین  سخت  افسوس ښکاره کاوه خو دامیدونواو روښانې سبا لپاره یې دپیاوړي او منلي شاعر محترم عبدالباري جهاني دنوي نظم  یوه په زړه پورې برخه داسې راواخیسته :
موري! مه ژاړه دا شپې به دي سبا سي
چي تیر سوي زر اختره زر به راسي
نن که ز موږ له ښاره تللي جنازې دي
که له ساندو مو په ساندو فرشتې دي
سبا ګوره چي ظالم سپاره وي پلي
ګوندي نه وي هره ورځ په شان د بلي
وطن ډک دی له میړونو له زلمیو
ویني نه پریږدي د خپلو میړنیو
که موږ نه یو ښار مو کور دی د ژوندیو
دا ټاټوبی د افغان دی له پیړیو
تل به پایي تل به دا افغانستان وي
چي لا پاته پر دې خاوره یو افغان وي
دپورتني امید بښوونکي نظم  دلوستلوپه  حال کې مې  دګڼ  شمېر افغانانو پردېسې  اوخوږې سترګې  په  داسې حال کې له  اوښکو  ډکې  ولیدې، چې  په رنګونو او څېرو کې  د امیدونو او بریالیتوب  نښې ښکارېدې .
دمحترم  امام  له  خبروڅخه وروسته  دکوچني اختر دوهم لمونځ  ادأاوګډونوال  داخترمباره کي لپاره  غاړه  غړۍ شول  دغه  حالت  ماته  زموږ دناقرارزرمت  اخترونه  رایادکړل  هغه  اخترونه،چې اوس  یې  هلته  څوک دپردۍ او تپل شوې جګړې له کبله نشي لمانځلی هو!  دپردۍ اوتپل شوې جګړې له کبله .
دیادولو ده، چې  داختر لمانځلو لپاره  میرویس نیکه  جومات  ته زموږ  ګڼ شمېر درنو خویندوهم تشریف راوړی و دهغوی په اختیار کې ځانګړی سالون ورکړ شوی او مسؤلو کسانو یې پالنه کوله .
څه چې زما ډېر خوښ اوزیات  پرې  ډاډمن شوم  هغه  دګڼ شمېر څه چې دمطلق اکثریت  زلمو ګډون و.


دوی نه یوازې  دمیرویس نیکه جومات  ته  په خپل  راتګ یونوی  رنګ  وربخښلی  و، بلکې  زموږ  په  زړونو کې    یې داهیلې نورې هم  غښتلې کړې ، چې دوی  مانا زموږ ځای ناستي به  هیڅکله  هم خپل دین او فرهنګ پرې نه ږدي  دوی  به  دخپلو هېوادوالو په غم او ښادي کې تل په صداقت سره ګډون کوي .
زموږ په  دین اووطن میینوزلمودروژې مباره کې په تراویحواودقران عظیم الشان په ختم کې هره شپه  په داسې حال کې ګډون کاوه چې سبابه یې خپلودندواودرسونوته  هم ځانونه  رسول  دوی دې  الله  پاک کامیاب او صالح لري .
دروژې مباره کې  په اوه ویشتمه نېټه  چې کله  موږ  دقران عظیم الشان ختم درلود دومره زلمیان  راغلي وو، چې یو شمیر کسانود ترایح  لمونځ  ادأکولولپاره  دجومات  په دهلیز کې صفونه برابرکړل دمیرویس نیکه  جومات  د مشرتابه  هیئت  مسؤل  ښاغلي حاجي صاحب احمد احمد زي هم  په  دهلیز کې  ورسره  د تراویح  لمونځ  ادأ کړ.
پورتنۍ جملې مې ځکه ذکر کړې ، چې په یاده شپه په ټوله مسلمانه نړۍ کې دقران عظیم الشان ختمونه وشول د کابل  په جوماتونوکې هم ختمونه وشول .
 دوزیرمحمداکبرخان  په جومات کې  په داسې حال کې دپاک قران  ختم ترسره شو، چې  ورته په څېرمه کوڅه کې  داطلاعات اوکولتور وزارت مسؤلینودسلماکنسرت نیولی  او د افغانستان د اسلامي ؟؟ جمهوریت داطلاعات اوکولتور وزیر ښاغلی مخدوم  رهین  پکې  ناست  اومزې کولې .
دروژې  پنځه ویشتمه، اوه ویشتمه اونهه ویشتمې هغه مهمې شپې دي ، چې  دقدردشپې پکې زیات  امکانات وي  خوکله  چې  دخدای بنده ګان  دداسې مهمو شپو  په وړاندې دومره بې پروا وي لکه زموږپه مظلوم ولس دکابل تپل شوې اداره نو الله  پاک به څنګه  په موږ داشپه  ولوروي؟
ګرانو خویندو او وروڼو!
تاسوباوروکړئ  هغه  د چا خبره، چې دکمونستانوپه  وخت کې هم لاچا دروژې مباره کې دومره بې احترامي نه وه کړې  دا پورتنی تریخ  خبر چې  تاسو یې  په لاندې لینک کې لوستلای شئ ،
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/18805
دومره  په غوسه کړم، چې  زړه مې  وه یو ځل بیا د خپل قلم  په  تېره  څوکه  د ډېرو سرټیټوپېزوانونه  ورقلم قلم کړم  خو د روژې مباره که میاشت وه هر څه مې وزغمل یوازې الله (ج) ته مې ددوی داصلاح یا تباهي سوال وکړ .
یوځل بیا راګرځم خپل رپوټ ته او له زلمیانویې را پیلوم:
زموږ دغوتاندو اوښکلوزلمو په خورا درناوي سره داخترله لمانځه څخه وروسته مشرانوته
اخترمباره کي وېیله دهغوی لاسونه یې ښکولول زه چې ددوی دمحبت اومشرانود شفقت شاهد  وم  پاک زولجلال ته مې لاسونه لپه نیولي وو، چې ای خالقه افغانان تل همداسې صالح اونېک لرې، ای خالقه په موږ رحم وکړې، دافغان غمیزه نوره ختمه او ټولې نړۍ ته سوله او ورورولي راولې الله امین .
په ځای به وي، ولیکم، چې موږ او زموږ بهرمېشتو افغانانواولادونه مانا ځوان نسل په خپل هېواد، مذهب او دودونو مین نسل دی دوی په یوه پردۍ او خورا آزاده ټولنه کې خپل حدودمراعتوي، دیني او کولتوري احکامو ته ژمن اوله نېکه مرغه دمشرانو درناوی کوي.
ماته اوس داپوښتنه پیدا کیږي، که چېرې دالمان په شان  شرایط رهین ډولو خلګو ته برابر شي نور به لا څه ونه کړي؟
په هرصورت لکه مخکې مې،چې تاسوته عرض وکړ نورزه ورڅخه راغلم له ځان سره مې  خپلې کورنۍ ته دبېلګې  په ډول یو څوکلچې او جیلبۍ راواخیستې .


دا هم باید زیاته کړم، چې دمیرویس نیکه جومات مسؤلینو دروژې په مباره که میاشت کې  دهر روژه ماتي لپاره ترتبات نیولي وو.
په  دستارخوان یې برکت  د اختر کلچې او جیلبۍ یې  هم  فرېمانه وې زه  یې څو نمونوي  انځورونه لرم کوشش به وکړم، چې له دې رپوټ سره یې درنوافغان ویبپاڼو ته هم ورولېږم .


ځانګړې  او اړینه یادونـــــــــــــــــــــــــــــــه :
داختر له لمړي لمانځه څخه وروسته  کله چې زه دمیرویس نیکه جومات په دفتر کې له مشرتابه هیئت سره ناست وم هغوی په تاکیدسره ماته وویل، پخپل رپوټ کې له ټولوهغوافغان ویبپاڼوچلوونکوڅخه مننه وکړم، کوموچې بې له ځنډه دمیرویس نیکه جومات خبرتیاوې او رپوټونه خپاره کړي دي .
نو دادی زه هم پخپل وار ټولوقدرمنو افغان ویبپاڼو چلوونکواودرنو کورنیو ته یې له هرڅه لمړی دکوچني اخترمباره کي وایم اوبیا دمیرویس نیکه جومات دمشرتابه هیئت په استازیتوب ټولوته خپلې نېکې پیرزوینې او درناوی وړاندې کوم او مننه ورڅخه کوم ، چې  تل  یې له موږ سره خپل اخلاص ښودلی کور یې ودان .
که زه  د دوی نومونه ولیکم خامخا به یې نومونه وروسته وړاندې شي داسې نه چې  بیا کوم  یو ته ګیله ودریږي نو دوی هر یو دې زموږ مینه او درناوی ومني تل دې ښاد اوآباد اوسي .