دافغانستان او امریکا ترمنځ دسفارتي اړیکو لړۍ په لومړي ځل په کال (۱۹۳۴) کې پیل شوه . که څه هم په کال (۱۹۵۰) کې مریکا دافغانستان له لوريپه دفاعي چاروکې دافغانستان غوښتن لیک ونه مانه خو خپلي مرستي یې دوامداره وساتلې . امریکا په افغانستان کې له (۱۹۵۰) نه نیولې بیا تر (۱۹۷۹) پوري په بیلا بیلو چاروکې ټول ټال شاوخوا (۵۰۰) میلیونه ډالر خرڅ کړل .خو په دفاعي ډګر کې مرسته ونه کړه .
په هغه وخت کې دوه نړۍ وال ځواکونه شته وو چې یو یې شوروي اتحاد او بل یې دامریکا متحده ایالات وو. افغانستان تر (۱۹۷۸) کال پوري منځنۍ پالیسي خپله کړې وه او ظاهرأ یې دیوه هیواد ملګرتیا هم په ډاګه نه کوله خو له روسیې سره دښو اړیکو لوري ته یې زیاته پاملرنه کوله . البته په دې وختونو کې دامریکا تمایل هم دکابل دحکومت ولوري ته زیات شوی وو،خو چې کله په فبروري (۱۹۷۹) کې په کابل کې امریکا يي سفیر ووژل شو نو له هغه وروسته دافغانستان او امریکا ترمنځ اړیکي ترینګلې شوې او امریکا پر افغانستان باندي هر اړخیزي مرستي بندي کړې ، یوازي دا نه وو چې کله روسیه په افغانستان راننوته امریکا هم په داګه دپخوانیو مجاهدینو مرستي ته راودانګل او دکابل دحکومت مخالفت یې پیل کړو .
روسانو هغه مهال په افغانستان کې دامریکا پر ضد دفکر جوړونې لپاره په زغرده داسي کار پیل کړو چې تر اوسه لا هم دهغه مهال افغانان ددې سره سره چې په امریکا او اروپايي هیوادونو کې ژوند هم کوي خو دمتحده ایالاتو مخالف فکر لري .
دا لا هم پوره نه وه چې کله په افغانستان کې تر خونړي جهاد وروسته امریکا افغانستان یوازي پرېښودو نو دافغانستان ګاونډیانو ،پاکستان او ایران بیا هم په افغانانو کې دامریکا ضد فکر خپرولو ته ښه په پراخه پیمانه لمن ووهله .
دا په افغانستان کې تر ټولو زیاته دزهني تخریب کاري مرحله ،وخت او زمان وو. زه به دلته دا خبره یوڅه نوره په دابڼه وکړم چې تر دوهمه نړۍ واله جګړه وروسته وخت پر دریو برخو باندي ویشل شوی دی .
لومړۍ برخه – دا برخه دجاسوسي دجګړو برخه وه چې بیا هم له بده مرغه موږ افغانانو ته زیات زیان ځکه ورکي واووښت چې دکمو امکاناتو او عصري وسایلو نه درلودونکي وو.
دوهمه برخه – دا د شپېتمي لسیزي له پیل نه تر (۹۰) لسیزي پوري وه چې دسبوتاژ دوره بلله کېږي . په دغه دوره کې هم افغانان له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شول او تر سختو زهني فشارونو لاندي راغلل .
دریمه برخه – دا تر ټولو ناوړه او دزهني تخریب کاري جګړه وه چې دنړۍ دیوشمېر شتمنو هیوادونو سره سره یې تر ټولو زیات اغیز پر افغان خاوره وکړو . له بده مرغه ددغو ناوړه جګړو لوی ډګر تل کمزوري هیوادونه او په اسیا کې موږ افغانان تر بل هر چا ورکي بدمرغه شو . په دغه بدمرغه جګړه کې هیچا پرموږ افغانانو صرفه ونه کړه او تر هره بریده چې وس کار کاوو موږ یې وځپلو . البته که څه هم درسنیو دجګړې دا بهیر له ځان سره ځیني اسانتیا وي او نېکمرغۍ هم لرلې ،خو موږ افغانانو ته یې بدمرغي زیاته وه .
دا جګړه چې تر اوسه پوري روانه ده ، دمیډیا جګړه ده . درسنیو یامیډیا په دغه ناوړه جګړه کې له بده مرغه افغانان بې وسلې دي یعني رسنۍ نه لري . که رسنۍ یې شته هم دنورو هیوادونو له لوري حمایه کېږي او هغوی یې دخپلو اهدافو لپاره کاروي . په دغه جګړه کې تر نورو هغو ظاهرأ په خپله امریکا بریالۍ برېښي ، دوی د دافغانستان لپاره امریکا غږ اشنا راډیو ،آزادي راډیو، اشنا ټلویزون ، ډیوه راډیو ، مشال راډیو او په افغانستان کې دننه لسګونه راډیو ګاني او تلویزونونه جوړ کړل . بریتانیا پر بي بي سي باندي خپله سرمایه ګوزاري نوره هم پیاوړې کړه . هغوی په خپله اداره کې داسي کسان په دندو وګومارل چې تر ډېره هده دبریتانیا دګټو ساتونکي دي . دنړۍ بیلا بیلو هیوادونو په دغه ډګر کې پانګونې وکړې . البته دا هر څه په ښکاره دطالبانو په خلاف وو . علت یې داوو چې طالبي فکر په افغانستان کې له منځ یوسي او دارسنۍ تر ډېره هده په خپل دغه مقصد کې بریالۍ هم شوې خو په ښارونو کې نه په لیري پرتو سیمو کې . دیموکراسي ،آزادي ،دښځو حقوق ، ډول ډول تفریحي پروګرامونه او ډېر نورڅه یې په ډېر ښه انداز تر خپلو لوستونکو ، لیدونکو او اورېدونکو پوري ورسول .
په دغه جګړه تر بل هر چا طالبان کمزوري ښکارېدل ،خو په اصل کې هغوی تر نورو هغو ډېر زوره ور او زړه ور وو. دوی دمسجدونو له لوډ سپیکرو ، محرابونو او خپلو ځانګړو استازو او خپلي پالیسي څخه دمیډیا کار واخیست او تر نورو هغو یې په دا ډګر کې بری تر لاسه کړو .
دطالبانو ملاتړ په ښکاره او په ناڅرګنده توګه هغوټولو قوتونو وکړو چې په لویه کې دناټو او امریکا دښمنان دي . طالبان په دې وتوانېدل چې دنړۍ والي ټولنې دا لویه جګړه چې تر ډېره هده درسنیو په مټ تر سره کېږي دځان په ګټه تمامه کړي . داسيچې نه یې تاوان وشي او نه دنورو په څېر پراخي ،پراخي رسنۍ ولري . دوی له خبریالانو او درسنیو له چلوونکو سره دښو اړیکو دساتلو لورته مخه کړه او په اساني سره یې دا ډګر تر خپل کنټرول لاندي راووست .
هغه هیوادونه چې دناټو او امریکا په دښمني کې په پټه دطالبانو تر شا ولاړ دي هغوی دخپلو امکاناتو په کارولو داسي کسان په رسنیو کې همایه کړل چې طالبیزم ته یې پوره – پوره پاملرنه وکړه . ددغو کسانو په مټ نن طالبان تر افغان حکومت پر رسنیو زیات کنټرول لري ، نن امریکا په دغه جګړه کې نا کامه برېښي او اوس داسي فکر کوي چې نور په افغانستان کې دګڼو رسنیو مالي سرچینې بندي کړي او ښايي په راتلونکو کې دوی هم دطالبانو په څېر درسنیو په ډګر کې یوه پالیسي خپله کړي.