کور / هراړخیز / په افغان دولت کې قومي توازن

په افغان دولت کې قومي توازن

ملي یوالی هغه وخت مینځ ته راتلای شئ چې په هیواد کې ټول میشت قومونه د خپل نفوس په انډول خپل ځان په ټولو دولتی ادارو او ټولو ملي تصمیمونو کې شریک وګڼئ او وینئ.دا به په خپل ځای پریږدو چې د پښتنو د تباهی لپاره نورو قومونو له کله را هیسې خپل نه ستړې کیدونکې هڅه کړئ خو هغه وروستی هڅه به یې راپه یاد کړو چې ډبل عبدالله به خپلو آمریکایي بادارانو ته ویل چې ” د طالبانو د مینځه تلو لپاره د طالبانو په صفونو باندې غت غت بمونه واچوئ ” په هر حال د طالبانو نظام را نسکور شو او په اصطلاح د ډیموکراسۍ لسیزه راغله او ټلوالې او د هغو خواخوږو په پرده اول نڅاوو ښه په اخلاص دا نا مقدسه بری ولمانځه. دولتي ادارې جوړې شوې او د ټلوالې میله په کې توده شوه. دولتي ادارې په ټولیزه توګه په دوه برخو وویشل شوې چې یوه یې نظامي او بله یې ملکي برخه ده.په نظامي برخه باندې خو له لمړی ورځې ټلواله حاکمه شوه او خپل لنډه غر یې د ملي پولیسو،ملي اردو او ملي امنیت په نامه په کې ځای کړل چې دغو ادارو به په پوره اخلاص سره پښتانه لاس او پښې تړلي خپلو بادارانو ته و رسپارل چې تر اوسه پورې دا لړۍ دوام لرئ او پښتانه د افغانستان په نظامي ادارو کې مطلق یرغمل دي، نه یې جنرال ته د جنرال په سترګه کتل کيږي او نه یې سرتیری څوک د سړی ځوی بولي.
رابه شو ملکي ادارو ته، د ملکي ادارو د تنظیم لپاره یو کمیسیون چې د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون په نامه یادیږئ د شمال ټلوالې د یوه نرس (ډاکټر احمد مشاهد)په مشرۍ جوړ شو. دا کمیسیون چې په ملکي ادارو کې باید د کار وړ کسان وګماري د توقع خلاف ټول د شمالي ټلوالې د بیسواده لنډغرو تر ولکې لاندې دی او پښتانه په کې د میرې ځامن غوندې کله کله یوه نیمه څوکۍ په کې تر لاسه کړئ. د ښوونې او لوړو زدکړو وزارتونه هم د ملکي خدمتونو د کمیسیون تر څارلاندې کار کوئ او خلک په دندو ګماري. د دولت دا دواړه نظامي او ملکي برخې همدا یوه ادعا کوئ چې د وړتیا تر څنګ باید قومي توازن هم تل په پام کې ونیول شي، اوس راځو د دغو ادعاوو د اثبات یو څو بیلګو ته. له دې نه مخکې چې ځینو بیلګو ته لاړشو دا یادونه هم اړینه بولم چې د دغه قومي توازن په لوبه کې ځینې تطمیع شوي پښتانه لوبغاړې هم رغنده برخه لري او له ټلوالې سره یې د ځینوکاذبو امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د جوال خوله نیولې ده.
په پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت کې اکثر وخت په پرانیستې غیږه پښتانه ښه جذبیږي او آن دا چې کله کله خو دا چیغې هم وهل کیږي چې ولې پښتانه په اردو، پولیسو او ملي امنیت کې لږ دي ؟ د دغو چیغو تر شا فلسفه ریښتیا قومي توازن نه بلکې دا ده چې د هلمند پښتون ځوان چې په اردو کې دی باید د هلمند پښتون ځوان چې طالب دی ووژني او د بدخشان ځوان باید د بدخشانیانو ساتنه وکړي (دې ته وایي قومي توازن).
خو په نظامي ادارو کې د قومي توازن ټیکه داران دا خبره بیا هیڅکله د ملکي خدمتونو په سکټور کې نکوي، ټولې غټې او مهمې څوکۍ لکه د بشري سرچینو ریاستونه د شمالي ټلوالې لنډه غرو پورې اړه لري او پښتانه یواځې په ټیټو بستونو کې د توازن د ساتلو لپاره د سون توکو په بڼه مقرریږي.
په کانکور آزموینه کې یواځې د تخار ولایت څخه یوولس زره کسان او د پښتنو سیمو له یوه زون (پکتیکا، زابل،کندهار، هلمند، ارزګان) څخه یواځې یوولس سوه کسان ګډون کوي او هیڅوک د قومي توازن خبره نکوي. دا ځکه چې د مرګونو خولې ته باید پښتانه ور ټیله شي او د امتیازاتو ترلاسه کولو ځای باید د ټلوالې لنډه غر ترلاسه کړي. دې ته ورته په سلهاوو نورې بیلګې شته چې نور یې یادول اړین نه بولم. په پای کې له ټولو پښتنو ورڼو چې په هر ایډیالوژي پورې تړاو لري په ډیر عجز باندې هیله کووم چې خپلې تباهې ته دې متوجه شي او خپل دوست او دښمن دې وپيژنې تر څو د پښتنو راتلونکې نسلونه په هیواد کې د میشتو لږکیو د غلامانو په توګه ژوند ونکړي.
په افغانستان کې یوه واقعي اسلامي او ملي نظام د راتلو په هیله