کور / تازه خبرونه / په شخصي روغتونونو کي دخلکومرګونه ډیر شوي دي

په شخصي روغتونونو کي دخلکومرګونه ډیر شوي دي

        
 کابل:دیوه افغانی تلویزیون په حواله په افغانستان کي دشخصي روغتونونو جوړیدل اوپه هغه کي دافغانانو دناروغانو ددرملني لړۍ دډیروستونځوسره مخامخ ده. په دغه روغتونونو کي د مسلکي ډاکترانواوروغتیایي وسیلو کموالي هغه نیمګړتیاوي دي کوم چه د ناروغانو دمرګ سبب کیږي.
دیوه اګاه افغان ډاکترپه اند دغه روغتایی مرکزونه اوس دانسانانو دوژلود مرکزونو په نامه یادیږي.یوبل ډاکتر بیا وایی چه ددي روغتونونو جوازونه دروغتیاوزارت څخه پرته له دینه چه ټولي تخنیکی،مسلکی، اوروغتیایی چاري یی په ښه ډول سره وکتل شي، په ډیری آساني سره دکار جوازونه ترلاسه کوي او دپلټني لړۍ یی ډیره کمزوری ده. ددغو دوو ډاکترانو په اند باید دروغتیا وزارت ددغو شخصي روغتونونو ددرملني ټولو چاروته کلکه پاملرنه وکړي ،او په دي لارکي خپلی هلي ځلي ګړندي کړي. دیوه ناروغ نږدي دوست په دي هکله داسی وایی: دلته دناروغانولپاره ځانګړی لابراتورونه نشته ،دناروغانو دکوټي او چپرکټ نه شتون ،ددرملني ښه دواوي او دډاکترانو غلط تشخیص هغه ځانګړې نیمګرتیاوي دي چي په روغتونونو کي يې ناروغان د مرګ د ګواښ سره مخامخ کړيدي.


بله خوا  دروغتیا وزارت دغه ټولي ستونځي مؤقتي بولي چي ډیرژربه حل شي.


د يادوني وړ ده چي دوې اوونۍ مخکي هم په نړيوالو رسنيو کي د کابل د شهيد داودخان پوځي روغتون يو شمېر ډاروونکي او وحشتناک انځورونه خپاره کړي وو چيري چي بېله نشې د ناروغانو جراحي عمليات ترسره کيدل ، د زخميانو له ټپونو چينجي راوتل او د ځينو نورو د بدن غړي تور سوي وو خو ډاکټران ترې خبر نه وو .
 د شهيدداود خان پوځي روغتون د راپور پښتو بڼه پر لاندي پته ولولئ
http://larawbar.com/data/pdf/Dawood%20Khan%20Hospital%20scandal.pdf