یو وخت یو سوی فیصله وکړه چي غواوي وساتي. هغه له خپل ځان سره وویل چي یوه غوا به رانیسم. د هغې به ګېلګی پیدا سي او له هغې څخه به بیا بل ګیلګی پیدا سي. په دې ترتیب به په دوو کلونو کي څلور غواوي ولرم. په درو کلونو کي به اته غواوي ولرم او په څلورو کلونو کي به د غواوو پوره رمه! کله چي مي غواوي زړې سي، خرڅي به ئې کړم او پیسه دار به سم. زه اوس باید بازار ته ولاړسم او یوه غوا رانیسم. بیا ئې دې ته فکر سو چي پیسې نه لري. سوی فکر وکړ او وئې ویل چي که غوا نه سم رانیولای نو په پور به ئې واخلم! هغه ولاړه فیل ته او ورته وئې ویل:
– فیله! لطفاً ما ته یوه غوا په پور راکړه.
فیل ډېر مهربان وو او ورته وئې ویل:
– سمه ده، خو کله چي زه وغواړم، نو ته به غوا بیرته راکوې او یا به ئې پیسې راکوې.
سوی ومنل او غوا ئې کور ته بوتله. مخکي تر دې چي د غوا ګیلګی پیدا سي، هغه غوا حلاله کړه، او وې وخوړه. وروسته دې ته متوجه سو چي دا خو د فیل غوا وه او باید بیرته ئې فیأ ته ورکړې وای. هغه لږ فکر وکړ او بیا ئې وویل چي که مي یوه غوا په پور واخیستلای سوای نو بله به هم په پور واخلم. هغه د اوبو آس ته ولاړی، او ورته وې ویل:
– لطفاً ما ته یوه غوا په پور راکړه.
د اوبو آس هم ډېر مهربان وو او ورته وې ویل:
– سمه ده، خو کله چي زه غوا بیرته وغواړم، نو ته به ما ته غوا بیرته راکوې، یا به ئې پیسې راکوې.
سوی ومنله او هغه غوا ورکړه، هغه غوا کور ته بوتله. خو بیا هم مخکي تر دې چي د غوا ګیلګی وسي، هغه حلاله کړه او وې خوړه. په دا سبا ورځ فیل سوی ولیدی او خپله غوا ئې ځني وغوښتله. سوی پوه سو چي هغه په یو مشکل کي ولوېدی، فیل ته ئې وویل:
– ما ته دوې ورځي وخت راکړه. بیا به ئې درکړم.
فیل ومنل او کور ته ولاړی. سوی کور ته ولاړی او په فکر کي سو. سبا ئې د اوبو آس ولیدی. هغه هم خپله غوا وغوښتله. سوی ورته وویل:
– سبا به ئې درکړم.
د اوبو آس ومنل او کور ته ولاړی. سوی هم کور ته ولاړی مګر د خوب پر ځای ئې فکړ وکړ. په دا سبا سهار ولاړی او د خپل ګاونډي څخه ئې یوه ډېره اوږده رسۍ په پور واخیسته، (هغه ئې ونه خوړه) هغه د رسۍ یوه خوا په لاس کي ونیوله او فیل ئې پیدا کړ. کله چي ئې هغه ولیدی نو ورنارې ئې کړې:
– فیله! زما سره مرسته وکړه. زه ستا غوا راوم. ما هغې ته بیخي ډېره ډوډۍ ورکړې ده او خپله ئې نه سم راوستلای. ته راسه دا رسۍ ونیسه او زه به يې د شا له خوا څخه درپوري وهم. کله چي زه شپېلک ووهم نو کش يې کړه.
بیا ئې د رسۍ بله خوا ونیوه، د اوبو آس ئې پیدا کړ او ورته وې ویل:
– د اوبو آسه! زما سره مرسته وکړه! زه ستا غوا راولم، هغه بیخي زوروره ده، زه ئې خپله نه سم راکشولای. ته دا رسۍ ونیسه او زه به ئې د شا د خوا څخه درپوري وهم. فیل او د اوبو آس دواړو رسۍ کش کړه. هغوی یو بل نه سوای لیدلای ځکه نو نه پوهېدل چي یو او بل سره کشوي. هغوی دواړو فکر وکړ چي خپله غوا کشوي. رسۍ هیڅ له ځای څخه نه ښورېده او تر ډېره وخته ئې همداسي دوام وکړ. رسۍ هیڅ خوا ته نه ښورېده. په پای کي دواړو له ځان سره وویل چي زه باید خپلي غوا ته وګورم. هغوی دواړه په رسۍ پسي ولاړه تر هغو چي په منځ کي ئې یو بل سره ولیدل. فیل وویل:
– دا خو غوا نه ده، د اوبو آس دئ. ته دلته څه شي کوې؟
د اوبو آس وویل:
– ما د سهار راهیسي ته کشولې؟
فیل وویل:
– که زه هغه سوی په ځنګله کي ووینم، نو چختاڼ به ئې کړم.
د اوبو آس وویل:
– کله چي هغه ویالې ته راسي نو زه به ئې ډوب کړم.
سوی پټ وو، او خندل ئې، خو چي ئې خندا د اوبو او فیل واورېده نو بس ئې کړل. اوس هغه هیڅکله ویالې ته نه ځي او په ځنګله کي هم په آرام نه وي. چي مازي کوچنی ږغ واوري، وتښتي.
له دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي غل په غره کي نه ځایېږي.
(د امریکا له هیواد څخه)