یو وخت یوه وږې ګیدړه یو ځنګله ته ولاړه. هلته ئې انګور ولیدل چي په تاک کي ځړیدل. هغې له ځان سره وویل چي دا انګور څونده خوندور ایسي. کشکي زما لاس وررسېدلای. ګیدړه درې واري وغورځېده او درې واري مځکي ته راولوېده. ګیدړه وږې، خوږ او ستړې سوه مګر انګور په لاس نه ورغلل. هغې انګورو ته وکتل، مخ ئې ځني واړاوه او له ځان سره یې وویل: پرېږده ئې، هغه تروه دي، زه به ولاړه سم، او یو بل شی به پیدا کړم. او هغه ځنګله څخه وږې ولاړه.
موږ د دې نکل څخه دا زده کوو چي موږ باید د یو څه د لاس ته راوړلو لپاره خپل اخیري کوښښ وکړو. که ئې بیا هم لاس ته رانه وړو نو باید ناامیده نه سو.
(د فرانسې له هیواد څخه)