کور / علمي / د ملت د بابا او موسيقۍ تړاو

د ملت د بابا او موسيقۍ تړاو

سندارا (موسیقی) او سلطنتي کورنۍ ( د ملت د بابا اعلیحظرت ظاهرشاه په دربار کښي ):
 دخرابات له دوو نامتو استادانوهریوه استادغلام نبی، او استاد کبیر دلربا ږغونکو څخه چی اکا او وراره کیدل او دخپل فن ماهر استادان ول، اورېدلی می وه چی ظاهر شاه (دافغانستان پخوانی ټولواک) له سندارا (موسیقی) سره لیونۍ مینه درلودل او همیشه یی شاهی ارګ ته نامتو هنر مندان او هنرپوهان رابلل، استاد غلام نبی لیکونکی ته یوه ورځ قصه وکړه چی اعلیحضرت ته دهندوستان څخه یو ریکارډ راغلی وو چی نوموړی زما څخه هیله وکړه چی که چیری ممکن وی دلربا په همدې راګ کی چی په ډبرین ریکارډ کی ثبت دی، سور کړم او دریکارډ له آوازه سره یو ځای یی وږغوم څو په ټایپ ریکارډرکی یی له دلربا سره ثبت کړی، نوموړی استاد په ډیره ماهرانه توګه داکار تر سره کړی وو. استاد کبیر رحیمی دلرباږغونکي هم یوه ورځ راته وویل چی له استاد سرآهنګ سره ارګ ته تللی وو اودنورو سازونو تر څنګ دلربا ږغونکی دوه کسان وه چی عبارت وو له لالا ناظم او استاد کبیر نه، ظاهرشاه له دواړو دلربا ږغونکو هنر مندانو نه غوښتی وه چی که چیری دوی دواړه یو ځای په دلربا ږغولوکی مسابقه سره وکړی، څرنګه چی لالا ناظم دډیرعمرخاوند وو اوپه راګ پېژندنه کی دومره قوی نه وو لکه څنګه چی استاد کبیر وو، اما بیا هم استاد کبیر رحیمی دهغه ښو اخلاقو، احترام اوپیرزوینه دخرابات دفرهنګ سره سم چی کشران یی مشرانو ته لری داعلیحضرت حضورته ولاړ سو او په ډیر ادب یی معذرت وغوښت او ویی ویل چی صاحب: ((لالا ناظم تر ما پدې کار کی ډیر ماهر دی، زه کله کولای سم چی ستاسو په حضور کی دا بی ادبی وکړم.)) ظاهر شاه دنوموړی پدې کار ډیر خوشاله سوی وو او تحسین کړی یی وو. 
داستاد الطاف حسین سرآهنګ (داستاد سرآهنګ زوی) له خولې نه می هم ارورېدلی وه چی دده نوم (الطاف حسین) هم اعلیحضرت ایښی دی. ددې دپاره چی دظاهر شاه اړیکی دسندارا سره دیوه ملت د پاچا په توګه مو څېړلی وی نو اړینه وه چی مختلفی منابع پیدا کو څو د قوی دلا یلو پر بنیاد یی ګرانو لوستونکو ته ډالی کړو، له نیکه مرغه دښه او پیاوړی لیکوال ښاغلی ډاکټر صیب اسداله شعور پډی (کتاب) لاس ته راغی او دادی لیکنه یی پدې اړوند ستاسو درنو لوستونکو او دسندارا دمینه والو سره شریکوم.
یگانه پادشاه موسیقیدان درتاریخ معاصر افغانستان.
بابه ظاهر لقب ایست که درحلقات هنری بسیار نزدیک به آخرین پادشاه افغانسستان محمد ظاهر شاه، به او اطلاق می گردید. واین عنوان که سالها پیش از اعظای لقب بابای ملت توسط حمید کرزی در هنگام قدرتش به او داده شده بود، نمایانگر دانش عمیق وی در موسیقی عملی ونظریست که از سایر پادشاهان سده های نزدهم وبیستم میلادی کشور ممتازش میگرداند.                                                             شخصیت هنری محمد ظاهرشاه بر عکس شخصیت سیاسی او بسیاربرجسته وقابل بحث های فراوانست، هرچند درکتمان این بُعد شخصیتش بنا بر شرایط خاص اجتماعی کشور، تلاش بسیار سختگیرانه صورت گرفت، تا جاییکه کمتر کسی وی را به عنوان علاقمند موسیقی  میشناسد، وحتی بسیاری ازدوستان ونزدیکانش که ازین بُعد شخصیت او آګاهی کامل دارند، خودرا از آن بی خبرجلوه میدهند، درحالیکه او خود از برجسته  ترین دانشمندان موسیقی افغانستان ونیمقاره ی هند وپاکستان بوده، قول بده غلام علی(بړه غلام علی) خان درمورد او ورد زبان هنرمندان کلاسیک خوان این سه کشور است که بعد از سفرش به کابل درسال ۱۳۳۳( ه ش) ودیدارش با ظاهرشاه، طی گزارش از خاطراتش از کابل، در شهر دهلی با ناراحتی عجیبی به دوستانش گفته بود: (از خاطرات نادرسفرم به کابل اینست که به درستی نه فهمیدم ظاهر شاه دراصل شهزاده یی بود ویا پسر یک سازنده؟) وعلت ناراحتی آن استاد نیز چنین بود که میگویند ظاهر شاه در هنگام اجرای برنامه ی او درحضورش چند نکته را برای اجرای بهتر یکی از راگ خوانده شده اش را یاد اوری کرده، وضمنآ از وی خواهش خواندن چند راگی را نموده بود که زیاد متداول نبودند، استاد یادشده که درآن راگها تمرین کمتری داشت، از اجرای آنها معذور بود.
این امر عمق معلومات محمد ظاهر شاه درعلم موسیقی، ونکته دانی وباریک بینی او را درعمل آن نشان میدهد. و روایت دیگری که محمد فاروق سراج (معروف به سردارآغا رییس المپیک وقت) که خود از آگاهان موسیقی کلاسیک شمرده شده، همیشه دربزم های موسیقی شاهی حاضرمی بود، قصه میکرد که درهنگام اجرای برنامه ی استاد سلامت علی خان واستاد نزاکت علی خان درقصرچهلستون ظاهرشاه سیاهه ی ازراگها رانوشته توسط او به استادان یادشده فرستاد تاآنها را برایش به اجرآ گیرند. چون این لست نیز حاوی برخی ازراگهای کمتر معمول بود، استادان یادشده گفته بودند که ما فقط دو سه تا ازین راگها را میتوانیم پیشکش حضور اعلیحضرت نماییم دربقیه تمرینی نداریم. چون وی پاسخ را برای شاه باز اورد، گفته بود، میدانستم . این راگهارا بجز از پسرغلام حسین (استادسرآهنگ) کسی دگری خوانده نمیتواند. 
  این سه روایت کمال دقت ظاهرشاه را درموسیقی علمی یا کلاسیک هند وافغانی میرساند،زیرا فقط شنونده ی بسیار دقیق وآگاه موسیقی می داند که کدام هنرمند چه راگهای را درگذشته اجراء نموده وآواز او برای خوانش کدام گروه از راگها مساعدت بیشتری دارد. بطور مثال راگ هری کونس ازجمله ی راگهایست که آغاز آن از ترکیب بسیار مشکل  وپیچیده ی سُرها شروع میشود، با آنهم استاد بزرگ سرآهنگ به کمال مهارت به خوانش میگیرند. کلاسیک خوان برجسته ی هند استاد غلام مصطفی خان درسال ۱۳۵۵ه ش درحضور جمعی از دوستان استاددرکابل گفته بود که راگ هری کونس سرآهنگ را بیست وپنج سالست که ازریکارد میشنوم وهمزمان باشنیدن آن زمزمه میکنم وازآن لذت میبرم، هرگاه خودخواسته ام به تنهایی به اجراء درآورم، نتوانسته ام حتی ازسرآهنگ کاپی نیز بکنم، واز همین نکته های باریکست که نواختن راگ درباری در رباب واجرای راگهای ماروا واساوری درسیتار بسیار مشکل است، زیرا برروی گردن رباب فقط چهار پرده می بندند، راگهای که وسعت سُرهای آنها درهنگام اجرا از یک سپتک یا اوکتاو تجاوز میکند، نوازنده را مجبور می سازد تا با گذاشتن انگشت بربخش های پایینی گردن این ساز صدای سُرهای بلند تر رادریابند وعدم پرده بندی این بخش تشخیص سُرهای معینه را دشوار میسازد، ودر نتیجه نوازنده ی که مهارت وتمرین کافی در اجرای راگ درباری وامثال آن را نداشته باشد، دشواراست آنرا به خوبی اجراء کرده بتواند.
لیکوال ددې علت چی ظاهرشاه ولی په کلاسیکه موسیقی پوهېدی په درو ټکو کی کاږی چی موږ یی دلته یوه برخه را اخلو: 
افغانستان در آخیر سالیان سده ی هجده هم وآغاز سده ی نزدهم میلادی فتح خان به عنوان وزیر شاه محمود برای گسترش نفوذ خانواده اش کشور را عملا بین برادران متعد د خویش تقسیم نمود که حوزه ی گندهارای کابلستان که شهر تاریخی برشاپور (پشاور)، به اجداد ظاهر شاه رسید. آنها تازمانی که سلطان محمد طلایی حاکمیت آنولایت را به دولت سیکهای پنجاب سپرد وخود مدتی دست نشانده ی رنجیت سنگه باقی ماند بسر می بردند.
ازآنجایکه ولایات جنوبی وشرقی امپراتوری خراسان سده ی هجدهم که عمدتآ حوزه های سیند وپنجاب را دربر می گیرفت، اساسآ حوزه های فرهنگ هندی اند که پس از تسلط دولت غزنوی، با سراسر شمال هند به گستره ی فرهنگ دوگانه ی خراسانی وهندی مبدل گردیده بود، اما پس از عهد اورنگ زیب فرهنگ حاکم خراسانی هند آهسته ،آهسته به نفع فرهنگ هندی جا خالی میکرد، ازاین رو ولایت پشاور که حد فاصل فرهنگ های هندی وخراسانی شمرده میشد، بیشتر زیر تآثیر ثقافت هند قرار گرفت. در چنین جوی فرزندان ونواده گان سلطان محمد خان که در پشاور به دنیا آمده ویا درآن شهر بزرگ شده بودند، با فرهنگ وبه ویژه موسیقی هندی بیشتر مآنوس بودند تافرهنگ وموسیقی خراسانزمین. از این سبب یحیی خان وزکریا خان فرزندان سلطان محمد طلایی به عنوان پسران حاکم پشاور با مجالس طرب هنرمندان ایالات جنوب کشور از روزگار کودکی ونوجوانی انس گرفته وبا هنر وران این ساحه سخت محشور بودند، واز همین لحاظ آن فرهنگ را ثقافت سراسری کشور پنداشته، در جهت حفظ واشاعه ی آن نسل اندر نسل خدمت کردند. ازاین میان یحیی خان بیشتر از هریک ازدرباریان معاصرش با اهل طرب محشور، ودلبسته ی موسیقی بود. تا جایکه به قول کواسه ی دختری او سردار عمادالدین ایوب (نواسه ی پسری غازی محمد ایوب خان فاتح میوند ونواسه ی دختری امیر محمد یعقوب خان) یحیی خان نخستین شخصی بود که به وارد کردن رقاصه ها وهنر مندان موسیقی شمال هند به کابل پرداخت که درمجالس خصوصی طبقات مرفه ی شهری ویا در جشن های ملی برنامه اجرا می کردند.  دسته های مختلف هنری هندی بالخصوص رقاصه ها یی که در عهد دوم پادشاهی امیر شیرعلی توسط او وارد کابل گردیدند، زمینه های اولیه ی حاکمیت دایمی موسیقی هند وافغانی را در کشور ما فراهم اوردند.
مرحوم حافظ نورمحمد کهگدای دظاهرشاه یو پوه سرمنشی دخپلو مقالاتو په لړکی د(میله های نوروزدر عهد محمد زاییان) تر سرلیک لاندی داسی کاږی:
پسران یحیی خان محمد آصف و محمد یوسف نیز به تعبیت از جد وپدر شان علاقمند موسیقی بوده، با هنرمندان آن رابطه ی نزدیکی داشتند. اشاره بابا نتو به دوستی نزدیک محمد یوسف با پدرکلان او میا سمندر خان که پدر نتو استاد قربانعلی را بعد از وفات میا تحت سرپرستی استاد نتهه خان قرار داده وازو خواست تا قربانعلی کوچک راآموزش موسیقی دهد، وهمچنان اشاره ی نورمحمد کهگدای دایر بر وساطت محمد یوسف ومحمد آصف در هنگام غضب امیر حبیب اله بر استاد قاسم ورهاندن او از چوبکاری امیر خود دایر بر نزدیکی آنها با هنرمندان موسیقی، وعلاقمندی ایشان به این فن میباشد. و طوریکه درعصر خویش دیدیم از میان نبیره گان یحیی خان وزکریا خان نیز هنرمندان وهنر دوستان بزرگی عرض وجود کردند، چنانچه فضل احمد زکریا معروف به نینواز (کمپوزیتور آهنگهای احمد ظاهر) ومحمد اشرف زکریا معروف به کاکا اشرف از نواسه های زکریاخان، ظاهر شاه وپسر هنرمند او شهزاده محمد نادر از احفاد محمد یوسف ویحیی آصفی موسس افغان موزیک از نواسه های محمد آصف چهره های برجسته ی در صنعت وهنر سازوآواز افغانستان در سده ی بیستم میلادی شمرده میشوند.
 لیکونکی په دې اړوند اضافه کوی چی ظاهرشاه په ۱۹ کلنی کی دافغانستان پاچا سو، اکا ګان یی یو په بل پسې صدراعظمان وه چی ټول قدرت یی په ځان پوری تړلی او ظاهر شاه سمبولیک اوپه ارګ کی یی دیوه بندی په شان ژوند کاوه، صرف په کال کی دوه یا درې واره دښکار دپاره ولایاتو ته دباندی له ارګ نه وتی او دیوه بندی په توګه ساتل کیدی، کله چی به یی له خلګو سره لیدنه کتنه کیدل نو داکاګانو له اجازې نه بغیر یی نسوای کولای، او دپاچاهی په کارونو کی هم چندانی ورته اجازه نه ورکول کیدل بنآ دنوموړی دمصروف کولو په موخه یی دهنرخواته د ده توجه واړوله چی دانځور ګرۍ هنر یی له استاد محمد علی خان چی دکابل دچنداول اوسیدونکی وو زده کړه، او دسیتار ږغول یی له استاد معراج ا لدین نه، چی په دواړو هنرونو کی یی کاپی اندازه لاس رسی درلود. ښاغلی روان فرهادی او سید قاسم رشتیا په خپلو لیکنو کی هم دا خبره تآید کوی او کاږی چی هغه لار چی دارګ ګلخانه چی حرم سرای سره مښلوی دچت انځورونه یی دظاهر شاه او دهغه داستاد محمد علی خان کارونه دی.
له استاد قاسم افغان، استاد غلام حسین، استاد محمد فرخ افندی، استاد غلام دستګیر شیدا، استاد معراج الدین، اوورسته بیا ستر استاد سرآهنګ اونورو سره داشنایی اوښو اړیکو له کبله ظاهر شاه دسندارا (موسیقی ) یو پوه چی په عملی او نظری توګه ډیر وارد وو، وګرزاوه، چی آوازه یی تر هند او پاکستانه پوری دیوه ښه سندارا پوه او ښه اوریدونکی په توګه ولاړه، لکه څنګه چی استاد سلامت علی خان په یوه مصاحبه کی له رادیو پاکستان سره ویلی وه چی:(موسیقی یا دمغولو په دربارکی اویا دکابل په دربارکی). 
ظاهرشاه دخپلی پاچاهۍ په دوره کی دخپلو دې هنرونود برملا کیدو سخت مخالف وو او نه یی غوښتل چی عام خلګ پدې راز پوه سی، اما نن پخپله په دې شریف او نجیب هنر دبی بی سی درادیو له لاری افتخار کوی چی مصاحبه یی دجمعې په ورځ دسپټمبر دمیاشتی په پنځمه نیټه د( ۲۰۰۵ ز)کال خپره سوه او دستار ږغولو په اړوند یی دا راز افشا او ښکاره کړ او په څو لاندی ټکو کی یی داسی وویل:        (به موسیقی شوق داشتم وحالا نیز علاقه دارم، زمانی به موسیقی علاقه پیدا کردم کوشش کردم تا ستار را یادبگیرم اما نشد، پسرم (شازاده نادر) ازمن خوبتر یاد گرفته است. به همه شوق های ایکه یک تمدن را ترتیب می کند از جمله موسیقی علاقه داشته ام.)  همدارنګه دطلوع تلویزیون د۲۰۰۶ کال په مصاحبه کی یی دنقاشی دهنر په هکله معلومات ورکړ، اما زوم یی (سردارولی) همیشه ددوی دهنری ژوند ضد اوهیڅکله یی نه غوښتل چی ظاهر شاه ددې شریف هنر په اړوند ځان خلګو ته ور وپیژنی، حالانچی ظاهر شاه دموسیقی سره نه یوازی عشق او مینه درلودل بلکه په هغه کښی په علمی او عملی توګه برلاسی هم وو.
ظاهرشاه وایی چی دمعارف النغمات کتاب یی له استاد صلاح الدین سلجوقی نه چی دهندوستان نه یی ورته راوړی وو، او داستاد سرآهنګ کتاب چی (قانون طرب) نومیدی عزیزالدین خان وکیلی دپښتون ږغ مجلی نه ورته خطا طی کړی وو چی اضافه تر پنځوس ځلی یی لوستی اوبیا یی داستاد سرآهنګ تر نظر تیر کړی وو.
ظاهر شاه او دهغه زوی سردار نادرلمړنی دسندارا (موسیقی) درسونه له استاد معراج الدین نه اخستی او د استاد ولایت حسین خان راتګ وکابل ته یی دسیتار ږغولو خاص رمزونه او نازک کاری له نوموړی استاد نه زده کړی، او همدارنګه هرمونیه یی له استاد غلام حسین داستاد سرآهنګ له پلارنه زده او غزل ویل یی ورسره کول، چی د وایلون او پیانو مشق او تمرین یی بیا له استاد فرخ افندی سره کاوه. دلمریز په څلویښتمه لسیزه کی دمهدی حسن دسبک پیرو سو چی هغه یی څوڅو ځله کابل ته راوغوښت او دهغه غزلونه یی په ډیر شوق او زوق سره تمرین او زمزمه کول. مهدی حسن په خپلو یادداشتونو کی کاږی چی ظاهر شاه دافغانستان پاچا دده ډیر قدر کاوه او یوه دجواهراتو صندوقچه یی وربخښلې وه.      ظاهرشاه هغه وخت دمهدی حسن ډیراورېدونکی سو کوم وخت چی په کال ۱۹۶۶ز کی دپاکستان په رسمی بلنه هغه هیواد ته ولاړ، پاکستانی حکمران مارشال ایوب خان نوموړی ته خپل نامتو سندارا پوهان لکه استاد سلامت علی خان ،استاد نزاکت علی خان، استاد فتح علی خان، امانت علی خان، فریده خانم، اقبال بانو او مهدی حسن خان راوبلل، چی دکانسرتونو داجرا وروسته یی مهدی حسن توجه ځان ته جلب کړه او ظاهرشاه کابل ته بلنه ورکړه، چی پاکستان دیوې هفتې په جریان کی دا کار وکړ او مهدی حسن کابل ته راغلی. په کابل کی مهدی حسن له دربار نه نیولې بیا تر سینما ګانو پوری کانسرتونه ورکړل او دخلګو اودشاهی دربار پیاوړی او دقبول وړ هنرمند وګرزېد. دکابل دجشنونو په وخت کی همېشه له هند او پاکستان نه دموسیقی هنرمندان کابل ته راتلل او همیشه د پاچا دتفقد او مهربانی وړ ګرزېدل.   
همدا علت وو چی دمحمد زو په پاچاهانو کی یوازنی پا چا وو چی دسندارا (موسیقی ) کارپوه یی بللای سو، چی له همدې هنره سره یی لېونۍ مینه درلودل.
مونږ نور داسی هنرمندان اوهنر پوهان پاچاهان هم پېژنو لکه سلطان حسین شرقی دجونپور پاچا، (راګ جونپوری چی د اساوری ټهاټ نه دی دنوموړی پاچا له اختراعاتو نه دی) (لیکونکی)
بازبها در دمالوه مستقل آمر، دمیسور مبارز او مجاهد پادشاه ټیپو سلطان، آصف الدوله او واجد علی شاه د اوده دنن (لکنهو) پاچا، سلطان حسین جلایر دبغداد او تبریز پاچا، او پخپله ظاهر شاه دافغانستان آخیرنی ټولواک، نه یوازی دا چی په سندارا (موسیقی ) کی وارد ول بلکه په علمی او عملی توګه ددې هنر اوعلم عالمان هم ول.
لیکونکی اضافه کوی: ولی شاهان سلسله ی محمد زایی برعکس شاهان پیشین خود بیسوادترین وبی فرهنگترین عناصر را به نمایش میگذاشتند که به جز از جنگ، خونریزی، کشمکش وکودتا بر علیه برادران خود کار دیگری نداشتند. ازمیان نه شاه ویک رییس جمهوراین طایفه، امیر عبدالرحمن یگانه شاهی بود که رباب را در ایام مهجوری اش درسمر قند آموخته، توانایی نواختن یگان نغمه راداشت، که رباب زیلچه اش هنوز در اختیار نواسه اش رحیم شیون (پدر پروین خواننده) در مسکو وجود دارد.   پسراو امیر حبیب اله که شیفته ی هنر وادب بود ودر شعر وهنر عکاسی ید طولا داشت، به مطالعه وموسیقی نیز علاقه ی سرشاری از خود نشان میداد. سایرین هیچګونه علاقمندی خاصی به فرهنګ نشان نداده اند.
لکه څنګه چی په پورتنی متن کی وویل سول، امیر حبیب الله خان او دهغه زوی امیر امان الله شاه غازی هم دموسیقی سره مینه درلودل او دهغه د رشد او ترقی لپاره یی لستوڼی را نغښتی ول، اما صرف ددوی د ښه وخت تیرولو او خوند اخستلو لپاره.(سردار سمیع جان د مرحوم داعلیحضرت امان الله خان ورور داستاد قاسم افغان شاګرد تیر سوی دی چی ما لیکونکی ورسره پېژندل او دبی بی سی رادیو د موسیقی ددرسونودلړۍ په اخره ورځ یی ۲پارچې سندری نشر سوې اوالباقی کسټ یی له ما سره سته)         اما دیادولو وړ یی بولم چی برعکس له درباره لیری بعضی محمد زایان دمعاصر تاریخ، فرهنګی او هنری شخصیتونه را پورته سوی دی چی د وطن دهنری پروسی درشد لپاره یی شایانه خدمتونه کړی دی، لکه نظیر مهردل خان مشرقی دامیر دوست محمد خان ورور، سردار هارون قندهاری،سردار عزیز،غلام محمد طرزی، محمود طرزی، عزیزالله قتیل، استاد نوید، همایون اعتمادی، نینواز، استاد خیال، او په لسګونو نور.
( پیشآهنګان هنر مردمی. دډاکتر اسداله شعوراثرص ۲۶۸- ۳۰۱ دکابل چاپ)
ظاهر شاه اولین درسونه د موسیقی له استاد معراج الدین داستاد سراج الدین ستارږغونکی له پلاره چی داستاد غلام حسین زوم هم وو، زده کړل، بیا وروسته ظاهر شاه او دهغه زوی شهزاده نادر داستاد خیال له آنده په مختلفو سفرونو کی داستاد ولایت خان کابل ته ، شهزاده نادراو پلاریی ډیرهغه مهم او نازک رازونه دسیتارله هغوی نه په عملی توګه تمرین او وږغول. دهرمونیی ږغول یی له استاد غلام حسین (داستاد سرآهنګ پلار) نه زده او دغزل په ویلویی شروع وکړه. دپیانو او ویلون زده کړه او تمرین یی له استاد فرخ افندی سره کاوه اوهمیشه یی ځان دموسیقی په پورتنیو آلاتو مشغول ساتی.                       په څلویښتمه لسیزه کی دمهدی حسن د سبک تر تآثیر لاندی راغی او دهغه غزلونه یی په خپل اصلی رنګ سره ویل. دومره دهغه تر تآثیر لاندی راغی چی همیشه به یی کابل ته راغوښت او مېلمستیا یی ورته کول. پاکستانی سندارا پوه استاد شهباز علی خان په خپل پډی (کتاب) (سرسنسار) کی دمهدی حسن صیب له خولی کاږی چی:
شاه افغان در یکی از برنامه ها ی در دربار کابل برای او صندوقچه ی از جواهرات پیشکش نمود. اوشان (ظاهر شاه) به من فرمود: من آثار بزرگترین موسیقی دانان وهنرمندان دنیارا شنیده ام، آن سوز وگداز، شور، لطف وحلاوت، تآثیر وتسکین بخشی یی که درموسیقی کلاسیک نیمقاره است در هیچ یکی ازموسیقی های جهان اساس نمیگردد.((همانجا ص ۱۸۵)).
(دا صندوقچه اصلآ د صدراعظم لپاره ترتیب سوې ول چی دشهنشاه غزل((مهدی حسن)) په برخه سول)
په کال ۱۹۶۶ کی کوم وخت چی ظاهرشاه دپاکستان په رسمی سفر بوخت وو، دپاکستانی چارواکو نه یی وغوښتل څو مهدی حسن صیب ورته راوغواړی، دمارشال ایوب په امرد نوموړی هیواد ستر او نوم درلودونکی دسندارا استادان لکه استاد سلامت علی خان او استاد نزاکت علی خان، استاد فتح علی خان، امانت علی خان، فریده خانم او اقبال بانو یی (دکلب لاهور) په نامه ورته راوغوښتل او دموسیقی ګرم بانډار یی ورته جوړکړ، ظاهر شاه دټولو له جملې نه دمهدی حسن آواز خوښ او کابل ته یی رامېلمه کړ څو دکابل نه لیدنه کتنه وکړی، دپاکستان حکومت هم دیوې اونۍ په جریان کی مهدی حسن ته دا زمینه مساعده کړه چی نوموړی له درباره بیا تر عامو خلګو مختلف کانسرتونه ورکړل. په یوه شوق کی چی دمازیګر له ۸ بجونه بیا دسهار تر۴ بجو پوری یی دوام درلود، ظاهرشاه له مهدی حسن نه وغوښتل څو داسندره (ګلو مین رنګ بهرین باد نو بهار چلې) په دری کی ورته ووایی.
(شهبازعلی .سرسنسار،راولپنډی: علی پبلیکیشنز نومبر ۲۰۰۲ص۱۵۸).
دا دهغه لېونۍ مینی له امله وو چی ظاهر شاه د افغانی او هندی موسیقی یا په بل عبارت دامیر خسرو بلخی ډهلوی له مکتب سره لرل او هر کال یی داستقلال دجشن په ورځو شپو کی یی ستر دموسیقی استادان له هندوستان او پاکستان نه مېلمانه کول. داستاد شهباز له نوشتې نه معلو میږی چی خارجی استادان دکابل ومېلمستیا او دعوت ته ډیر لیوال او خوشاله ول، دیوه طرفه ددوی ډیر استقبال کېدی او له بله طرفه په هره شاهی مجرایی (شوق) کښی ورته بی ساری انعامونه، تحفې او نقدی پیسې ورکول کېدې چی مصداق ددې خبری داستاد بړه غلام علی خان لیکنه (ص۱۶۴) فریده خانم (ص۱۴۴) مهدی حسن(ص۱۵۸) اقبال بانو(ص۱۶۴) کی په ډیر وضاحت سره راغلی دی. دوی اضافه کوی چی په نیمه قاره کی دآسیا داسی یو دکلاسیکی موسیقی استاد نه وو چی ظاهرشاه دی هغه خپل حضورته نه وی منلی او دهغه سندری دې نه وی اورېدلی. دخپلی پاچاهۍ په دوره کی یی دا لاندی کسان په لاندی کلونو کی کابل ته راغوښتی او مېلمانه کړی دی:  استاد بړه غلام علی خان کال ۱۳۱۲ تر ۱۳۲۵ ۱۳۲۹ ، ۱۳۳۳ او بیا په کال ۱۳۳۸ له برکت علی خان او طلعت محمود سره. په کال ۱۳۳۴کښی استاد نتو خان پاکستانی. په کال ۱۳۳۴کی ،او په کال ،۱۳۳۳، ۱۳۳۴، ۱۳۳۸، او ۱۳۳۷ کی پنډت راوی شنکر. په کال ۱۳۴۶ ۱۳۴۸،۱۳۵۵، کی مهدی حسن صیب. په کال ۱۳۴۵ کی فریده خانم. همدارنګه چی اوس مهال راسره دقیق تاریخونه نسته استادانو هر یوه استاد بسم الله خان، استاد امیر خان، استاد احمد جان خان تهیراکوا، پنډت شانتا پرشاد، استاد رییس خان، پنډت اومکارنا ت ټاګور، استاد علیم جعفر خان، (دوه واره) پنډت چتر لال تبله ږغونکی، استاد سلامت علی خان او نزاکت علی خان، اقبال بانو او امانت علی خان، رام ناراین سارنګۍ ږغونکی، اسد امانت علی خان، اقبال احمد خان سارنګی، صابری خان سارنګی، منیر خان سارنګی، شانتی هیرانند، بهیم سنجوشی، دسندارا ملکه روشن آرا بیګم، ملکه فخراج، نور جهان، نینا دیوی ټهمری خوانه،  دمانیپوری د ګډا مخترع سنت جیګ سنګه، کماری ادما ګهوش،اندر لعل، پروین سلطانه، بیګم اختر، ډاکټر ملهوترا، استاد الله رکها خان، دداګهر وړونه، استاد منورعلی خان، استاد ولایت حسین خان، سی ایچ آتما، استاد نثار حسین خان، دیا شنکر، میا قادربخش (داستاد هاشم، استاد بشیر احمد پاکستانی او استاد الله رکها خان استاد چی ۱۴۵ حاضر او غیابی شاګردان یی لرل)، شرافت علی خان، فتح علی خان، شوکت حسین خان، اقبال اعوان، نجف علی، چراغ علی،انجیلی بنرجی، ایمن کمار، شیلا کشمیری، پشپاهنس، رعنا لیلی، غلام احمد خان، او په لسګونو نور کسان.  د۱۳۳۲ وروسته دتاجکستان، ایران، ترکیی، چین، اروپایی او امریکایی دسندارا ډلی یی دآزادی دجشن دلمانځنی پر وخت راغوښتل.
لکه څنګه چی مو مخ کی وویل دا داعلیحضرت ظاهر شاه لیونی مینه له سندارا سره ول چی دهغه وخت له برکته مونږ بهترین خواننده ګان، کمپوزیتوران او ښکلی نوازندګان لرل چی له منطقی سره یی ښه سیالی کولای سوای، او دې سلسلې په دولت کی هم نفوز کړی وو چی دهغې جملې نه یو مرحوم ډاکټر ظاهر(داحمد ظاهر پلار) دخپل وخت صدراعظم وو چی ډیره ښه تبله یی داستادی تر سرحده ږغولای سول او زوی یی مرحوم احمد ظاهر(زنده یاد) دی چی دطلایی حنجرې له درلودلو یی دهر چا پرزړه پاچاهی کول او اوس یی هم کوی. دا په داسی وخت کی دموسیقی سره دپاچا مینه ول چی خلګو (لکه اوس) دموسیقی سره لېونی مینه لرل اما دبعضی ملحوضاتو له امله یی ځان نسوای ور نژدې کولای، اما ددولتی مامورینو زامنو دمعارف په کمپونو کی آواز خوانی کولې چی وروسته یی سرحد رادیوافغانستان ته ورسید او اکثره یی نامورترین هنر مندان سول، لکه میرمن پروینه (دامیر عبدالرحمن خان دزوی لمسۍ)استاد عبدالغفور برېښنا، د(سلطنتی کورنۍ له نژدې کسانو نه)، شاه ولی ولی مشهور په ترانه ساز سره، احمد ظاهر دصدراعظم زوی، فضل احمد نینواز دفیض محمد ذکریا زوی، حشمت صدیقی، خانم رخشانه د جنرال اصیل خان وزیری لور، شریف پرونتا داکرم پرونتا زوی، ببرک وسا د ډاکټر وسا زوی، استاد حفیظ الله خیال د داخله چارو دمعین زوی سردار عبدالحمید ، او بیشماره نور ځوانان چی دنومونو لیکل یی په منکټ کاغذ ته  ضرورت دی. حتی په دې وخت او زمان کی دښو او منورو  ړون آندو روحانیونو کورنیو هم سندارا ته مخه کړې وه او له دې معصوم او پاک هنرنه بهره مند سوی ول لکه: دقاری دوست محمد زوی ښه شاعر،ادیب او هنر مند ضیا قاری زاده (کبوتر)، عزت الله مجد دی (عزیزهروی) ددوتاری استاد، ډاکټر صادق فطرت (ناشناس)، غلام سخی حسیب (دلنواز) چی د چنداول دتکیه خانې زبردست واعظ اودقرآن عظیم الشان قاری وو، نبیلا (لیلی حیران) وفریده رخشان داستاد محمد یونس حیران واعظ او دقرآنکریم نامتو مفسر او داسی نور.
دویلو وړ یی بولم چی هغه وخت اوزمان دهنر مندانو لپاره ډیره درشد او ترقۍ زمینه مساعده ول چی زما په آند تاریخ به دهرچا په مورد کی دښواو بدو کارونو په اړوند خپل قضاوت وکړی. 
                          
که له یوه طرفه دظاهرشاه دپاچاهۍ په شروع کی شوقی هنرمندان دګوتو په شمار ول، لکه میرزا نظر، ماما باقی،کریم شوقی او میرزا محمد شریف خسته دل، اما دپاچاهی په اواخرو کی وسلګونو کسانو ته ورسیدل چی حتی داستادی ترمقامه پورته سول. نو داهغه خاصه پاملرنه داعلیحضرت ظاهرشاه ول چی دسندارا په اړوند یی درلودل. که نه په اول کی استادانو ته دخلیفه القاب ورکول کیدل، لکه خلیفه قاسم جو، خلیفه نتو او نور، اما ظاهرشاه دهغه خاص احترام، پاملرنی او ارادت له مخی چی موسیقی او موسیقی دانانو ته یی درلود، دخلیفه دالقابو پرځای داستاد لقب وټاکی.دا چی پاچا ډیردغزل،تهمری،دادرې او کلاسیکی سندار سره لېونی مینه لرل، نوهنرمندانو او سازیانو هم ډیرهاند او کوشش کاوه څو د دربار لپاره داسی سندری او بند شونه (دکلاسیکی سندارا الفاظ او بهولونه)  زده او تهیه کړی څو دپاچا دقبول وړ وګرزی. استادانو هر یوه استاد غلام حسین، استاد قاسم، استاد شیدا، استاد محمود چشتی (داستاد هاشم پلار) چاچه فتح، استاد معراج الدین په شروع کی او بیا وروسته استاد سرآهنګ، استاد هاشم، استاد محمد عمر اونورودا تلاښ درلود څو پاچا ته داسی سندارا ډالی کی څو د بهرنی هنرمندانو دسیالی جوګه سی او د پاچا رضایت حاصل کړی. همدارنګه یی دغربی سندارا لپاره استاد فرخ افندی، استاد سلیم سرمست، استاد ننګیالی، استاد عظیمی او نور وټاکل، او دکلیوالی موسیقی په برخه کی یی استاد دری لوګری، بابا قران، خالوی شوقی، استاد کریم بابا (داستاد سلیم کندهاری پلار) ملنګ جان او نورهم تشویق کول.          اما داسی نور شوقیانو هم عرض اندام وکړ چی حتی ترمسلکی هنر مندانو او هنر پوهانو هم دکلاسیکی موسیقی په عرصه کی، کمپوز جوړولو اوموسیقی آلاتو په ږغولو کی کاپی اندازه ماهر ول، لکه محمد فاروق سراج مشهور په سرداراغا، ذبیح اله ابوی، عبدالحمید اسیر مشهور په قندی اغا بیدل شناس، محمد یونس حیران، محمد عثمان صدقی، محمد اکبر پروانی، رسول حمید زاده، عبدالرشید بینش، ډاکټر عبدالقیوم بلال، عبدالغفور نزهت هروی، غلام دستګیر معروف په بابا نانک، رشید حمیدی، ډاکټر رحیم شیرزوی، ډاکټر عطاءالحق صافی، حلیم ساعی، عبدالغیاث پوپل، عبدالباقی پوپل، لعل محمد منګل، محمد نعیم صدیق، رحیم لطفی، قاسم قمبر بای، ډاکټراحسان غبار، سید پاچا، صوفی سرور، اسلم منګل مشهور په اسلم ګارد، باقی قایل زاده، ذکریا ابوی،خلیل احمد ابوی، احمد شاه سدوزی، اکبر عمر، سرور عمر، امین چاردهی، سرور دهقان، تاج محمد کندهاری مشهور په بابا تاجو او نور چی ښاغلی عبدالطیف پاکدل یی په خپل پډی (کتاب) (سفینه موسیقی) کی د ۲۴ کسانونه زیاتونومونه راوړی دی.
په کندهار کی داسی ډیر هنر مندان او هنر پوهان ول چی اوس یی نومونه بیخی ګول حتی څوک یی نوم هم نه اخلی، لکه هاشم او مجید دبامیزو دکوڅې، معشوق او نور چی د پنج پدروپه کوڅه کی میشت ول،  دا ځکه چی دوی له مرکز (کابل) څخه لیری ول.
دظاهر شاه ددورې راپاته درادیو افغانستان په آرشیف کی اضافه تر۳۰۰۰ ثبت سوو پارچو سندری او نغمی دی چی د۱۳۴۲ ه ش څخه بیا تر کال ۱۳۵۲ ه ش پوری موجودی دی. همدارنګه له ډیرو خلګو او دهنرله مینه والو سره ددوی په شخصی ارشیفونو کی داسی فیتی او نوارونه سته چی دشخصی ذوق او علا قمندی له کبله یی له ځان سره ساتلی دی، دمثال په توګه دښاغل ذبیح ابوی سره اضافه تر ۱۳۰۰۰۰ یولک او دیرش زره بهرنی او داخلی سندری سته چی حجم یی درادیو افغانستان له آرشیف څخه دوه برابره دی. کاکا اشرف ذکریا په امریکا کی اضافه تر ۵۰۰۰ ریکارډه نوارونه ، سیډی ګانی، کاټریج او کستونه لری. ډاکټر عطالحق صافی په المان کی ۴۰۰۰ ساعته دموسیقی مواد لری. ډاکټر عبدالقیوم بلال دکاناډا دبرامتون په ښار کی اضافه تر ۱۵۰۰ ساعته دموسیقی مواد لری. ډاکټر اشفاق خان په سویس کی  اضافه تر ۲۰۰۰۰ د افغانی سندارا کستونه او فیتی لری چی دپورتنی کسانودموسیقی دریکاردونوپه ارشیفونو کی دپاچا دارشیف سندری هم موجودی دی. 
د ظاهر شاه او دهغه دزوی سردار نادر دعلمی او عملی موسیقی په اړوند داسی آندونه هم وجود لری چی دوی دواړه ښه کمپوزیتران هم ول او ګاهی وخت به یی پرهندی ریکاټونو دری شعر برابر کاوه چی دمختلفو هنرمندانو له خوا ویل سوی دی، یو له هغه شعرونونه ( خدا تورا به غم شوخ مبتلا نکند) دی، اما غیر له ډیرو لږو کسانو نه پدې راز څوک خبر ندی، او څوک نه پوهیږی چی ددې سندرو کمپوزونه چا کړی دی، د رادیو افغانستان په آرشیف کی هم دبل چا په نامه تسجیل سوی دی، ځکه دخلګو په اذهانو کی پاچا (ذل الله) (دخدای ج سایه) تبلیغ کاوه ، نو دجاهلانو په نظرپاچا باید سازنده نه وای معرفی سوی، او دا موضوع تر دې حده پټه ساتل سوې وه چی بعضی د رادیو مسُولین څه چی ډیرو دولتی لوړ رتبه مامورینو چی له پاچا سره پدې راز شریک وه دظاهر شاه دسندارا له پوهاوئ څخه انکار کوی، اما استاد الطاف حسین (داستاد سرآهنګ زوی) چی دغه نوم دزېږېدنی پر وخت پخپله پاچا پر ایښی دی او له پلاره (استاد سرآهنګ) سره په سل هاوو پلا دربارته د سندارا دپاره تللی دی دا خبره منی او وایی چی پاچا دمختلفو هنر مندانو لپاره کمپوزونه جوړکړی دی چی په ۴۰ او ۵۰ سپوږمیزی کلونو کی په رادیو کی ثبت سوی دی، چی دسندرو دکمپوز په اړوند یی صرف له استاد سرآهنګ نه مشوره غوښتل او دثبت راز یی له استاد بریښنا، عبدالروف بینوا او استاد عثمان صدقی سره چی مسُولین وه ورسره پټ ساتلی وو. د الطاف حسین سرآهنګ په آند د (تو امید من تو پناه من) چی درادیوافغانستان په آرشیف کی دخانم ژیلا په آواز کی ثبت دی د ظاهر شاه له آهنګونو نه دی، اما بعضی خلګ یی داحمد علی نادری ((ترنم)) کمپوز بولی، خو د فریدی انوری په آند چی هغه وخت دثبت مسُوله ول، ویل سوی دی چی په اول کی ددې سندری شعر ډیر ضعیف وو اما وروسته ښاغلی لطیف ناظمی پورتنئ شعرپر ترتیب او په رادیو کی ثبت سو، اما کمپوزیتور یی تر اوسه معلوم ندی. داحمد ولی او هنګامی په تآ ید (دیوانه ی دلبر شدم ای دوستان) (نیم شب آتش دل درغم جانانه بسوخت) چی داحمد ولی په آواز کی ویل سوی دی هم دظاهر شاه او شهزاده نادرله کمپوزونو بولی چی سیتار هم پخپله شهزاده نادر ورسره کار کړی دی. 
ښاغلی ډاکټر اسدالله شعور د خپل کتاب (پیشآهنگان هنرمردمی) په ص ۲۹۳ کی کاږی: افزون براین ظاهر شاه با آنکه سیتار را استادانه می نواخت، غزل را نیز به سبک مهدی حسن بسیارعالی میخواند. نوار محتوی چهار غزل او درکابل درآرشیف بسیار مغتنم ذبیح ابوی موجود بود، که در یک محفل خصوصی خانواده گی خوانده وخود آنرا ثبت نموده بود. این نوار که به شکل ریل بود، چهار آهنگ زیرین را در برداشت: 
کی شعر ترانگیزد، خاطر که حزین باشد.
خدا تورا به غم شوخ مبتلا نکند.                                                                                                رسید مژده که ایام غم نخواهد ماند. 
من مست وتو دیوانه، مارا که برد خانه.                                                                                       قرار گفته ی ذبیح ابوی آهنگ های اول، سوم وچهارم آن از ساخته های خود ظاهرشاه بود وفقط آهنگ دومی کاپی غزل مهدی حسن است که با شعر شاعرمعروف زبان اردو فیض احمد فیض، بار نخست در سال ۱۹۵۹ به ثبت رسیده و مطلع آن چنین است:
گلو مین رنگ بهری باد نوبهار چلی چلی بیا وو که گلشن کا کاروبار چلی. دا سندره هغه وخت چی مهدی حسن کابل ته راغی دارګ په بانډار کی یی وویل، مهدی حسن د خپل کتاب د یاداشتونوپه ۱۹ ص کی کاږی چی ظاهر شاه په لاهور کی ورته وویل چی دافغانستان ملیکه له دې سندری سره خاصه علاقه لری او همیشه یی ټیپ اوری.
دا ادعا درادیو افغانستان دثبت مسُو ل او دظاهر شاه ددربار مخصوص دثبت ددستګاه کارکونکی ښاغلی مهدی حبیب زاده هم تآید کړې ده چی دا فیته  چی له ښاغلی ابوی سره سته پدې ډول ثبت سوې ده، دئ کاږی: 
در روزعروسی شهزاده شاه محمود با محبوب غازی- دختر شاه محمود خان سپهسالار- در قصرچهل ستون توست دستگاه ثبت ایکه صوفی زاده، تاجر ادویه،  ازالمان برای ظاهرشاه تحفه آورده بود ثبت گردیده، واین ثبت دراطاق شخصی دور از صالون عروسی صورت گرفت ،از جمله ی نوازندگان استاد هاشم نیز همکاری کردند، که خود ظاهر شاه هرمونیه و استاد هاشم تبله کارمیکرد.
لیکونکی دا موضوع ډیره اوږده لیکلی ده، ظاهر شاه دې درو نفرو، لکه سردار اغا، تخنیکی همکار او استاد هاشم ته امر کړی وو چی دا خبره همدلته پاته او له دغه کوټې نه بهر باید ونوزی، ظاهرآ یی داسی ښکاره کول چی ګویا ملکه دنوموړی دا کار نه خوښوی او ماته دسازنده دزوی خطاب کوی، که چیری دنن له ماجرا نه خبره سی نو په حقیقت کی به دا خبره د شاه خانم په حقیقت بدله سی، اما واقعیت بل څه وو، هغه دنا رسه او متعصبو خلګو خبری. دښاغلی مهدی جان تخنیکی همکار دا مستندی خبری دا        تاُ یدوی چی پاچا په استادانه توګه له موسیقی سره بلد وو، ښه هرمونیه یی ږغول او دښه آواز خاوند او دموسیقی عالم وو.
داشوق او علاقه ده چی انسان و لو که په هر موقف کی هم وی دغه سرحد ته رسوی.  هغه کسان چی دنوموړی ددې شریف او نجیب هنر پوټاوی کوی دمهدی جان لوړه لیکنه یی ټولی هلی ځلی په اوبو کی لاهو کوی. 
دکتاب لیکونکی څو انتقادی نقطی هم دظاهر شاه پردوره دموسیقی په اړوند اضافه کوی او کاږی: 
دراین میان نکاتی نیز بر جستگی دارد که میتوان بر آنها انگشت انتقاد گذاشت، ونخستین آن اینست که ظاهر شاه به نظام موسیقی سنتی دوهزار ساله ی کشور چنان بی توجهی کرد که بساط آن از امور رسمی به کلی برچیده شده،صرف در حلقه ی هنر مندان در هیرات، اندخوی، کندهار وقندز باقی ماند، آنهم بصورت نظام مغضوب وقابل امحا. دودیگر اینکه در تشویق وترغیب هنرمندان خارجی بسیار دست ودل بازتر ازهنرمندان خود ما ن بود، هنروران بزرگ درباراو چون استادسرآهنگ واستاد هاشم تا آخیرین لحظه ی پادشاهی اش درخانه های کراهی شهر کهنه ی کابل بسر بردند واستاد یعقوب قاسمی در خانه ی برادر. ولی او به مهدی حسن صندوقچه ی جواهرات اعطا می نمود، به استاد ولایت حسین خان قیمت خرید موتر بنز، وبه استاد حلیم جعفر خان زیورات الماس به خاطر نامزدی دخترش بااستاد الطاف حسین سرآهنګ.

دیادولو وړ یی بولم چی ما (لیکونکی) هم د خرابات څخه په ژمی کی داستادانو راتګ رادیو افغانستان ته لیدلی وو چی دخټو په خاطر به یی ربړی موزې په پښو وی، او دټوکرانو په خلطه کی به رنګ سوی پاک بوټونه هم ورسره ول، دشوربازار په خوله کی یوه دواخانه ول چی استادانو به خټینی موزې په هغه کڅوڼه کی کښېښودې او پاک بوټونه به یی دلته په پښو کړل او درادیو پر خوابه رهی سول چی په بیرته راتګ کی به یی بیا موزې په پښو او پاک بوټونه به بیرته په کڅوڼه کی واچول او دکور پر خوابه تلل، اما د ۱۳۵۷ څخه بیا دډاکتر نجیب الله دواکمنی تر پایه اکثرآ هنرمندان دمکرویانو دکورونو خاوندان سول چی اوس هم زیاته برخه یی لکه استاد ولی تبله ږغونکی، استادالطاف حسین سرآهنګ، استاد حنیف او نور ژوند پکښې کوی.