کور / شعر / کوچېدلئ اختر

کوچېدلئ اختر

داختر دی؟ چي کنړ مي په سرو وینو کي لمبیږي
د نیـمروز روژه ماتـونه په ماتـم باندي بدلیږي

لا دورور مي د وجود ټوټې پر شاوخوا پرتـې دي

دیو بل نامرد پلاس مي کنـدوزیان قرباني کیږي

نن هرات پرون هلمند مو په لمبو کي راته سوځي
داختر دئ که اوربل دی چي پرخوست مرمۍاوریږي

په کم زړه به خوشحالي کړم،یااخترته به کالي کړم

زماپه هر کورکي له غمه ګرېوانونه دي چي شلیږي
دا اختـر به څنګه لمـانځم په ما ګـډه بدمرغي ده

کـوچـېـدلې آزادي ده ،غــم ګـړئ پر ګـړئ زېــــږي

سږ اختـر نسم لمانځلائ د یتـیم ساندي چي اورم
دئ بـابـا غواړي نامېـنده اوښکې پر پر پر بهیږي

قبـلوه یې لـویه ربـــه(ج)! پر هغو باندي اور بل کړې
چي اختر یې زما په غم کړئ دهغوکور دي سوځیږي

د خــوښیـــو ډک اختر به هغه وخت احــساسومه
چي وطن مي د بې نــنګو،وطنفروشو څــه پاکیږي

ع . رحیم رېشأ

19-08-2012