“د سړک دواړو غاړو ته خړ ټانکونه ولاړ وو، پر سر يې درنې ماشيندارې نصب وې او شپېلۍ يې مخامخ غره ته سيخ کړې وې.
د ماشيندارو شاته تنکي زلميان ګوته په ماشه درېدلي وو او سترګې يې په غره نښتې وې.
دا د جلال اباد ـ اسعداباد لويه لاره ده ، چې له شنو پټيو تېرېږي او د غنمو شنه فصلونه يې باد ته اتڼونه کوي.
په موټر کې ناست يوه سړي وويل : له دغو غرونو کله – ناکله پر سړک ډزې کېږي، ځکه د ملي اردو سرتېرو دلته مورچلې نيولي دي .
بل غږ کړ: د نر بچيان دي چې ډزې کوي، که دوی نه وي وطن رانه پردي نيسي.
دوی خپلو کې په همدې موضوع خبرې کولې، خو زه بل فکر کې تللی وم. ماته د ننګرهار ګوشته ولسوالۍ يادېده .
پر دغه ولسوالۍ دا څو يم ځل دی چې، پاکستاني پوځونه “ د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ !
دکتاب نوم : په قتل پېښمانه یم
ليکوال : محمد نعمان دوست
کمپوز : لیکوال
ډيزاین : رحمن الله بهير
د پښتۍ انځورګر : حسیب الله رایان
انلاين چاري : مختار احمد احسان – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون
www.Larawbar.net
د کتاب د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ size = 2.6 MB
يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !