دا چي نن د ګران هيواد د خپلواکۍ د ٩٣ کاليزي د لمانځني په درشل کي يو، نو دا ځاى د ستر وياړ او افتخار دئ، چي په نړۍ کي يو داسي پر خپلواکۍ مين قوم د خپلو تېرو مېړنيو اتلانو د سرښندنو او اتلوليو ته په درنښت او ارزښت سره قايله او ورتېر پيدا، په داسي حال کي چي ډېرو دربدريو، ناخوالو او ډول ډول ځورونو کړولي چي تر دې دمه هم ادامه لري، ورسره مخامخ دي مګر بيا هم دا ورځ په جشنونو، خوښيو او خوشحاليو سره لمانځي.
دلته نو بايد دا هېره نه کړو چي د خپلواکۍ د دې ستر الهي نعمت په ارزښت هرڅوک اوهر ملت هم نه پوهيږي، يوازي او يوازي هغه چاته معلومه او په پوهيږي کوم چي د ژوندانه په هر پړاو کي يې د اسارت، غلامۍ او د هغه ناولى ځنځير شکولى او غاړي ته يې نه دئ اچولى او نه يې پرېيښى، او تل يې په جګ سر او جګه غاړه او لوړه شمله سره ژوند تېر کړى وي، د بلي خوا که وکتل سي، دې قوم د تاريخ په اوږدو کي و هر چپاولګر او يرغلګر ته چي و دې سپېڅلي خاوري ته يې د ښکار يا پټ اشغال فکر په ککرۍ کي ځغلولى نو هغه ته يې پر هغه خپل وخت همدا مېړنيو او ننګياليو افغانانو غاښ ماتوونکى جواب ورکړى دئ، چي دا لړۍ روانه ده. که چيري موږ و خپل مېړني تاريخ ته نظر واچوو وبه وينو چي افغانان د خپلواکۍ د سترو لارښوونکو حاجي ميرويس خان نيکه، لوى احمد شاه بابا، خوشحال خان بابا، غازي محمد اکبر خان، د ميوند فاتح غازي محمد ايوب خان، د استقلال ګټونکى شاه امان الله غازي، سلطان محمود غزنوي، او غازي عبدالله خان اڅکزي بچيان دي او وي به ، او دا هغه مېړني دي چي د تاريخ او خپلواکۍ اتلان او پتنګان تېر سوي دي. نو هغه ده چي نن يې لمسيان او کړوسيان د خپلو همدغو مېړنيو نيکونو او پلرونو په سترو برياوو او کارنامو سره وياړي، دا يې د ځانه سره ټينګ هوډ کړى چي د هر پردي پال او د هغو چوپړيانو ته بۀ د دې اجازه چي نه يې پخوا ورکړې او نه يې اوس ورکوي چي زموږ د مېړني هيواد په شمله ورو نيکونو او پلرونو او د هغو پر سترو وياړونو او کارنامو د څو ناچيزه پيسو په بدل کي د خپلو بادارانو د خوشحالتيا له پاره ملنډي، تمسخر، بې بنياده تورونه ولګوي او يا دي يې په سپکو سپورو سره ويادوي، و دې ډول ناسالمو انسانانو ته دي دا جوته وي چي دا يو موټى هيواد او په دې هيواد کي پراته قومونه او ولسونه هيڅوک او نه هم هيڅ طاقت سره وېشلاى او نه هم سره بېلولاى سي. دا ځکه چي د لرغوني زمان را په دېخوا همدا قوتونو او ولسونو پېړۍ پېړۍ په خپل همدې يوموټي کور (هيواد) کي يو تر بله سره جار سوي او په ګډه يې ژوند سره تېر کړى دئ. غم او ښادي يې سره شريکه او تل يې د ملي يووالي د خوندوري کلمې تر سيوري او چتر لاندي د پرديو يرغلګرو و ښکاره او پټ تېري ته په ټينګه درېدلي او د خپل هيواد د لوېشت لوېشت خاوري څخه يې په مېړانه ساتنه کړې ده. او دا د خپلواکۍ ستر نعمت يې تر دې دمه د ځان او خپلو نازولو زامنو د سر او وينو په بيه ساتلى دئ.