کور / تازه خبرونه / کندوز:د اختر دمراسمو د پاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول سوي

کندوز:د اختر دمراسمو د پاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول سوي

په شمال ختیز زون کې امنیتې مقامات وايي د کوچنې نیکمرغه اختر په رارسیدو سره یې سلګونه ځانګړې امنیتې سرتیري په بیلابیلوځایونوکې د دولت دوسلوالومخالفینو د بریدونو مخنیوي په موخه په دندو ګمارلې ترڅوداختر په ورځوکې د ممکنه بریدونوځنې مخنیوی وکړئ دغه ځواکونه په کندوز،تخار ،بغلان اوبدخشان ولایتونوکې دامنیتې وضعې د کنټرول په موخه ګمارل شویدي.

دغه امنیتې تدابیر په داسې حال کې نیول چې د کندوز ډیری اوسیدونکیوسره په وروستیوکې دامنیت له اړخه انديښنې راپورته شویدی دوه ورځې وړاندی دشت ارچې ولسوالۍ کې یوې چاودنې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې د چارواکوپه خبره ډیري یې ولسې وګړي وو،ددغې چاودنې مسوولیت د دولت کومې مخالفې ډلې پرغاړه ندی اخیستې.

د کندوز امنیتې چارواکې وایې دمګړۍ د دولت مخالفینو د مخامخ جګړې ځواک بایللې نوځکه په بمې بریدونو او نوور لارو غواړې د یاد ولایت امنیت له ګواښ سره مخ کړي خو دغه چارواکې وايې اوس مهال دوی ښارته ورغلې ټولې لویولارو کې امنیتې پوستې ځاي په ځای کړیدی چې په وینايي هیچا ته به اجازه ورنکړئ ترڅو د خلکوامنیت ته ګواښ پيښ کړي.

د کندوز ولایت والی محمد انورجګدلک وویل داختر تررارسیدودمخه مو ددغه ولایت دامنیت خوندیتوب لپاره ځانګړې امنیتې غونډه کړی چې له مخې به یې سرتیری په دندووګمارل شي.

همدغه راز د کندوز امنیه قومندان جنرال سمیع الله قطره دیاد ولایت اوسیدونکې څخه وغوښتل ترڅود امنیتې پیښوپرمهال له پولیسوسره خپله مرسته ونه سپموئ دغه راز قطره زیاته کړه

د ښار په داخل کې ټول چیګ پانټونه اوامنیتې پوستوته دنده سپارلې ترڅوپه سمه توګه تالاشي ترسره کړی.

کندوز په شمال ختیز زون کې د ناامنه ولایتونو په کتارکې راځې چې په وروستیوکې یوځل بیا امنیتې حالت ترپخوا یوڅه خراب شوي نو له همدې کبله دیاد ولایت اوسیدونکې له چارواکوغوښتنه کوي ترڅودامنیت په برخه کې کوټلې ګامونه پورته کړئ.