کور / سياسي / د ولسمشر غبرګون؛ خو ناوخته

د ولسمشر غبرګون؛ خو ناوخته

په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو سرمشریزې غونډې په څنډه کې ولسمشر حامد کرزي له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري څخه غوښتي، څو پر افغانستان دې د پاکستان توغندويي بریدونه بند کړي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې ولسمشر کرزي د افغانستان پر خاوره د پاکستان لخوا د توپچي او توغندويي بریدونو په اړه وویل، چې دغو بریدونو د افغانستان د خلکو پر احساساتو او له پاکستان سره د افغانستان پر دوستۍ باندې ډېره منفي اغیزه کړې ده او ادامه یې د پاکستان په خیر نده.

پر افغان خاوره د پاکستان توغندويي بریدونه د اوس خبره نه ده؛ بلکې کابو له یو نیم کال څخه را پدېخوا په مقطعه يي توګه دوام لري او تل افغان چارواکي یې پر وړاندې چوپه خوله پاتې شوي دي. د دغې چوپتیا لامل په څو ټکو کې رانغاړلی شو.

لومړی په افغان دولت کې د پاکستان پراخ نفوذ دی، چې پاکستان له خپل دغه نفوذ څخه په ګټې اخیستنې سره توانېدلی، څو افغان دولت چوپه خوله وساتي.

دویم دا، چې په دې وروستیو کې پاکستان د افغانستان په چارو کې خپله پخوانۍ ونډه له لاسه ورکړې ده اوس مهال غواړي، څو د داشان بریدونو په تر سره کولو سره پر افغان دولت فشار راوړي، چې د افغانستان په چارو کې پاکستان ته خپله پخوانۍ ونډه ورکړي.

درېیم هغه یې دا، چې د پاکستان پوځ د دغو بریدونو لامل د افغانستان په خاوره کې د پاکستان دولت د وسله والو مخالفینو شتون په ګوته کوي او وايي، چې د افغانستان له خاورې څخه وسله وال مخالفین د پاکستان خاورې ته اوړي او د دوی پر پوځیانو بریدونو تر سره کوي، چې د پاکستان دغه ادعا پخپله د پاکستاني طالب چارواکو له لوري رد شوه؛ خو دوی غواړي، نړۍوالې ټولنې ته وښايي، چې د وسله واله طالبانو او ترهګرو مرکزونه په افغانستان کې دي نه پاکستان کې، څو لدې لارې پر پاکستان د نړۍوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالاتو فشار را کم کړي.

او څلورم دا، چې پاکستان غواړي، څو له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه د دغو بریدونو په تر سره کولو سره له نړۍوالې ټولنې څخه امتیازات تر لاسه کړي.

د ولسمشر کرزي له دغې غوښتنې څخه وړاندې افغان دولت ویلي و، که چېرې پر افغان خاوره د پاکستان توغندويي بریدونه دوام ومومي، نو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به شکایت وکړي. اوس چې بریدونه دوام لري افغان حکومت نه یوازې امنیت شورا ته شکایت نه دی کړی؛ بلکې اوس هم د بریدونو څېړلو په موخه د پلاوي ټاکلو او د څېړنو پایلو ته په تمه دي.

که څه هم په وروستیو کلونو کې د پاکستان ملکي حکومت هڅې کړي دي، څو د پوځ واک کم کړي او تر خپلې ولکې لاندې یې راولي؛ خو د پاکستان د نظام جوړښت داسې دی، چې پوځ په ټولو چارو برلاسی دی، ملکي حکومت له پوځ څخه اطاعت کوي او هر هغه څه، چې د پاکستان پوځ یې وغواړي په خلاص لاس یې تر سره کوي.

د افغانستان پر خاورې د پاکستان توغندويي بریدونه هم د دغه هېواد د څارګرې ادارې (آی اس آی) په مرسته د پوڅ له لوري تر سره کېږي او په دغه هېواد کې د پوځ ځواک او توان ته په پام سره ملکي حکومت نه شي کولای، څو پر پوځ او څارګرې ادارې فشار راوړي.

ولسمشر حامد کرزي او په ټوله کې افغان دولت باید د دغو بریدونو په پیل کې خپل غږ پورته کړی وی او لکه څنګه، چې ویلي یې و که چېرې دغه بریدونه نه وی درېدلی، نو باید نړۍوالو مراجعو د هغو له ډلې څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل اعتراض کړی وی، چې له دې سره د ولسمشر حامد کرزي اوسنی څرګندونې او د پاکستان له ولسمشر څخه د ده غوښتنې ناوخته او تر ډېره بریده بې ګټې دي. بې ګټې له دې امله، چې ملکي حکومت په پاکستان کې واک نه لري. که چېرې افغان دولت او په ځانګړي توګه ولسمشر حامد کرزی غواړي، څو د پاکستان توغندويي بریدونو ته د پای ټکی کېښودل شي، نو باید په لومړي ګام کې یې د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني سره په دې تړاو خبرې اترې کړې وی او د دغه بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې وی. خو که بیا هم دغو بریدونو دوام موندلی وی، نو باید نېغ په نېغه یې د امنیت شورا ته شکایت کړی وی، څو د نړۍوالو فشارونو په پایله کې پاکستان له خپل اوسني دریځ څخه په شا شوی وی.