د افغانستان جمهور ریس جلالتماب محترم حامد کرزي ولسي جرګې ته پخپله تاریخي وینا کې د ډېرو نورو ژمنو تر څنګ یوه دا هم وکړه، چې نور به په حکومتي چارو کې له چا سره مصلحت نه کوي او دا اعتراف یې هم وکړ، چې تر اوسه مصلحتي و، د ده دا مردانه وار اعتراف او کلکه ژمنه افغانانو ته باور ورکوي، چې که خدای کول د اداري فساد د ورکېدا او اداري اصلاحاتو لپاره به د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې لار اواریږي.
که څه هم له هغې دنیا او ژمنې څخه کافي وخت تېر شوی، خو کوم خاص اقدام او پرمختګ نه دی تر سترګو شوی، مګر دا په خلګو پورې هم اړه لري، چې حکومت ته یې بیاـ بیا وریاده کړي، چې هم د ملت او هم حکومت عزت به په دې کې وي، چې په ولسي جرګه کې کړې ژمنې عملي کړي.
موږ یې پخپل وار سره محترم کرزي ته وریادوو، چې راځه توکل پر خدای (ج) د خپلو ژمنو د پوره کېدا پیل له لغمان ولایت څخه وکړه، ځکه زه چې دا څو ورځې ګورم، په دغه ولایت کې ولسونه را پاڅېدلي او هلته د سیمه ییزې ادارې پر ضد له قهره ډک لاریونونه کوي او برآلا د والي اقبال عزیزي د فساد او بې کفایتۍ چیغې وهي، زه خو وایم، چې که ښاغلي ولسمشر ژمنه کړې هم نه وي، باید لغمان ولایت ته جدي توجه وکړی او هلته د اداري اصلاحاتو په نیت د نوموړي والي د ګوښه کېدا تر څنګ یو لړ نور بدلونونه هم راولي، په لغمان کې څو فاکټورونه د جدي ګواښونو لپاره د توجه وړ دي:
اول: له بدمرغه لغمان ولایت دا مهال د کمزورې ادارې له امله په یوه سلاکوټ اوښتی، تقریباً هر کس یې که وغواړي، هر وخت وسلې ته لاسرسی لرلای شي.
پر دې اساس باید له دغو خلکو سره د ویلي غوړیو غوندې احتیاط وشي.
دوهم: بیا هم په دغه ولایت کې د کمزوري ادارې له وجې د افغان دولت مخالفین پراخ حضور لري، دوی چې په هره لحظه او هر ځای کې وغواړي د خپلې طبعې مطابق بریالي عملیات کولای شي، همدا اوس ـ اوس له محبس نه بره بیا تر چنچار پله پورې، د ماښام تر اذان وروسته، چې چا ته د زمري زړه ورکړې هم نشی ګرځېدلای، څه وخت وړاندې، يوې کورنۍ په الینګار کې له خپله ګوره پر ماشوم مریضه ښځه په موټر کې را اخیستې وه، روغتون ته یې وړله، د ماسخوتن د لمانځه وخت، چې په موټر یې د هرمل په خوړ کې چې مرکز ته دوه کیلو مټره مزل دی، ډزې وشوې، هغه ښځه يې د ګېډې له ماشوم سره یو ځای ختمه کړه، تېره اونۍ چې کله لغمانیانو د والي په ضد مظاهره وکړه، په دا سبا یې والي په مقابل کې مطبوعاتي کنفرانس راوغوښت، په کنفرانس کې یې په داسې حال کې د امنیت د تامین خبرې کولې، چې له یوې خوا یې پر ولایت ماڼۍ د خلکو له خوا د ډبرو ګوزارونه روان ول او له بلې خوا تازه خبر راغی چې د الیشنګ ولسوال، تکړه ځوان انجینر فرید الله ولایت ته په درې کیلو مټره فاصله کې په ماین وخوت او والوت.
درېیم: په لغمان ولایت کې تر ۷۰ زیاتې قبيلې میشتې دي، چې د دولت مخالفین هره شېبه له هرې قبیلې څخه د تاو تریخوالي او بې اتفاقۍ لپاره ناوړه استفاده کولای شي، همدا اوس اوس دغه استفاده روانه ده.
څلورم: د لغمان د خلګو اقتصادي د وضعیت سم نه وي او د یوه خوځند اقتصاد لپاره کوم پوتانشیل نه لري، دغسې غریب خلک چې له یوې خوا یې اجتماعي او جغرافیايي موقف ځپلی وي له بلې خوا د فاسدې ادارې له اړخه زبېښل کیږي، طبیعي ده چې په بالقوه توګه یې هر د سترګو رپ د چاودېدو امکان شته او دا د مخالفینو د ناوړې استفادې لپاره هم یو مناسب ظرفیت دی.
پنځم: د لغمان خلک په عقیدوي لحاظ کلک مسلمانان دي ، موږ څو څو ځله خبرو کې واورېدل، چې د لغمان والي له اذان سره حساسیت لري، او په سر یې درد کوي، نو دا خو د انارشۍ، او بې مهاره ګډوډیو په اور د باروتو اچول دي، چې له یوې خوا د اقبال عزيزي په برکت د ولسمشر کرزي اداره د وینې مقدساتو ضد معرفي شي، هسې خو هم په دې اداره د دښمن له خوا د کفارو د ملاتړ تور دی او له بلې خوا چې بیا د دولت وسلوال مخالفین له اسلام څخه د یوې کارنده وسلې په توګه کار اخلي، نو په دغسې یوه موقع کې د مخالفینو دا وسله نوره شهکاره کیږي او بیا یې نو مقابله د هیڅ ځواک د توان خبره نه ده.
پورتنیو او ځینو نورو عواملو لاس سره ورکړی او د لغمان وضعیت یې سخت بحرانی کړی او خلک یې تر سپږمو راغلي، نور یې د صبر کاسه نسکوره شوې ده او هره شپه، هره ورځ او هره لحظه د مظاهرې په موډ کې دي.
شپږم: په لغمان ولایت کې د توپکسالارانو څو ډلې فعالې دي، چې دوی هم پخپل منځ کې حریفان دي او هم له موجودي ادارې سره ستونزې لري، دوی هم د والي له هرې وړې کمزورۍ څخه لویه ګټه اخیستلای شي او دا چې لا والي د لویو نیمګړتیاوو په ګرداب کې تر غوږو غرق دی.
وړاندیز:
محترم ولسمشر باید دا مظاهرۍ او د انارشۍ باالقوه عوامل او د لغمان حساس موقعیت او وضعیت بابېزه ونه ګڼي، هسې هم دی بېچاره سل او زر نورې ورانې ویجاړې په مخکې لري، که دا جدي ستونزه هم پر ور اضافه شي، نو جبران به یې بیا ستونزمن وي.
ولسمشر صاحب بایدد سیمه ییزو ارګانونو ادراې ته دنده وسپاري چې هر څومره ژر چې کېدای شي باید په لغمان کې اداري اصلاحاتو ته ملا وتړي، په اول ګام کې خو موجود والي بدل او پر ځای یې یو بل په ژبه پوه، اهل او وطن مین شخص مقرر کړي، کنه نو تر ۲۰۱۴ کال مخې مو د بېړۍ د غرقېدو خطر شته. خدای دې نه کا.
۲۵/ ۰۵/ ۱۳۹۱