کور / تازه خبرونه / هلمند : ٤ قومي مشران ووژل سول

هلمند : ٤ قومي مشران ووژل سول

د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت څلور تنه قومي مشران د يوې چاودني په پايله کي وژل سوي
چارواکي وايي چي ياد کسان هر يو مولوي خيرالله ، حاجي عبدالغفور، حاجي قدرت الله او موسى کليم نومېږي.
په دې اړه د هلمند ولايت مقام له لوري لراوبر ته يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د يادي پېښي پخلى سوى او ويل سوي چي ياد کسان هغه وخت ووژل سول چي کله د طراويح لمانځه ته روان ول او د سړک غاړي پر ماين وختل.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.