پېښور:په پیښور پوهنتون کې د افغانستان لپاره د سعودي د مرستندویه ټولنې لخوا په لسګونو افغان محصلینو ته د انګلیسي او اردو تفاسیرو ترڅنګ قران کریمونه هدیه شول.دغه قران کریمونه په یوه ځانګړې غونډه کې د افغان محصلینو د اتحادیې د مشر نجیب ننګیال لخوا په محصلینو وویشل شول او د ټولو محصلینو په نمایندګۍ يې د سعودي د مرستندویه ټولنې مننه وکړه.دیادونې وړ ده چې په پیېښور پوهنتون کې ګڼ شمېر افغان محصلین مسلکي زده کړې کوي او ډېر یې بې وزله کډوال دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه