پېښور:په قبائيلي سيمه اورکزی ايجنسۍ کې دنهې په ورځ دپاکستاني پوځيانو او وسله والو جنگيالو ترمينځ په ترسره شوې يوه خونړۍ نښته کې لږ ترلږه درې پوځيان او 35 جنگيالي وژل شوي دي.سرچينې وائي دامنيتي ځواکونو او وسله والو جنگيالو ترمينځ دغه نښته هاغه مهال پيل شوه کله چې داورکزو ايجنسۍ په غلجو نومې سيمه کې تندلارو دپاکستاني پوځيانو په يوه گزمه بريد وکړو. چارواکي وائي چې وسله والو جنگيالو سره ترسره شوې نښته کې 20 پوځيان ژوبل شوي هم دي. پيښه کې دواړو خواؤ ته داوښتي زيان پخلى په ازاده توگه نۀ دى شوى