ورزش نه یواځې چې د انسانانو روح او تن ته ګټور دی بلکې په ډیرو مواردو کې د ملی یوالې او یوه ملت ته د سترو ویاړونو وربښلو یو سمبول هم ګرځیدای شئ. په تاریخی توګه ثابته شوي چې ورزش ډیر هغه ناخوښه او مخالف قطبونه سره یوځای کړئ کومو چې به په کلونو په زړه کې یو بل ته د کرکې بوټې اوبه کول.
دې یادښتونو ته په پام سره د سږکال لندن ۲۰۱۲ المپیک لوبو ته سخت خوشحاله وم که څه هم المپیک لوبو ته په تللی هیئت کې هیڅ ډول ملی انډول په پام کې نه وؤنیول شوی خو بیا مې هم دا له ځان سره ویل چې که زمونږ لوبغاړي مډال راوړي او کنه خو لږ تر لږه د ملی وحدت ټینګولو ته خو به لاره هواره کړئ، دا خوب مې هله د ریښتیا کیدلو خواته ور نیږدې کیدو چې ګران هزاره ورور روح الله نیکپای د برونزو مډال وګاټه او ګران تاجیک ورور بهاوی په خپل ټول توان او ځواک سره په ټپی تن د هیواد د سرلوړي لپاره مبارزه کوله.
د نیکپای صیب په ګټلو سره مې یو دم هر څه هیر شول نور نو ژبه، قوم،سمت او داسې نور هیڅ شي زما د هغو اوښکو مخه نشوای نیوالی چې نیکپای ته مې د هغه د بریا او په نړیوال ډګر کې د افغانستان د رپانده بیرغ لپاره تویولې.په انټرنټ او میډیا باندې د هیواد اتلانو په اړه مې هر یو خبر،لیکنه او یا هم انځور په ځیر سره کتل او په وار وار مې د خوشحالی اوښکې ورته تویولې.
کابل ته د اتلانو د راتګ شیبې را لنډې دې، د سې شنبې په شپه د صبا ټلویزیون اعلان وکړ چې اتلان صبا د کابل په وخت په پنځه نیمو بجو هیواد ته را رسیږئ.خدای سته تر پیشلمې ویښ وم او له هغه وروسته هم ویده نشوم او ځان سره مې ویل چې که ویده شئ بیا به د اتلانو د هرکلي پروګرام درنه پاتې شئ،اخر کمه خبره خو نده ټپی افغانستان ته د المپیک مډال او اتل لوبغاړې راځئ.
بس د سهار له لمانځه وروسته هوایی ډګر ته ور روان شوم، په لاره چې مې په بیلبورډونو د اتلانو انځورونه لیدل بس هسې مې ورته ژړا راتله او ستونی مې را ډک ډک کیده.هوایی ډګر ته په سلو خواریو ور ورسیدم، که ګورم چې د هر قوم، ژبې او مذهب پیروان په افغانی او ملی مفکوره د اتلانو راتګ ته شیبې شمیرئ. ځان سره مې ویل، یاره آشنا نور به مو نو که خدای کول همدا ورزش د ملی یوالی خواته بوځی.
په همدې سوچونو کې ډوب وم چې الوتکه کینستله، عجیب یو احساس وؤ لکه همدا اوس چې ټوله نړۍ زما شخصی ملکیت وي او هیڅ ستونزه په ژوند کې ونه لرم بس ټوله دنیا خوشحاله خوشحالي راته ښکاریده،هر خوا ډولونه ول او ما هم اټن ته بشپړ ټیاری نیولی وؤ. خو کله چې اتلان له الوتکې را کښته شول ټولې خوښی مې په اوبو لاهو شوې ځکه چې د دوۍ په را کښته کیدو سره سیاسی سوداګرو خپل مارکیټونه د خوارکی افغانستان مډال ته پرانیستل، چا د افتخار هزاره چیغې وهلې او چاهم ویل چې موږ انتحاریان نه بلکې مډالیان یو او په سلهاوو داسې خبرې چې غوږ مې د هغو په اوریدلو ځوریدو.
ټول احساسات مې مړه شول او خپله عاطفه مې په سیاسی بازار کې د خرڅلاو په دړه ولیدله. نیکپای هزاره شو، د کابل د غرب اوسیدونکو شورا نیکپای د مزاری مصلی ته بوت او هلته هزاره مشرانو خپل د سیاسی سوداګانو بازار پرانیست او د خوارکی افغانستان مډال یې داو طلبی ته کیښود،هر مشر چې به راتلو تر هغه بل به یې د مډال د خرڅلاو لپاره لوړه بیه ټاکله او د دې داوطلبي په پای کې به هر یوه خوارکی بهاوي او ځوانکۍ تهمینه مډال ته د ښه بازار موندنې لپاره په مزینو ټکو یاد کړل.بس هر څه مې پریښودل او کور ته راستون شوم.
ټوله ورځ مې په سوچ کې تیره کړه چې ولې او تر کله به سوداګر یو او تر کله به خپل ملی ارزښتونه د یو څو پوچو او بې منطقه احزابو او ډلګیو د غوښتنو قربانی کوؤ ؟ الله ج دې رحم راباندې وکړئ او یو داسې نظام او احزاب دې راباندې حاکم کړئ چې په واقعي مانا سره په ملی ګټو باندې فکر وکړئ.آمین د سوکاله او یو موټی افغانستان په هیله .