دجولای میاشتي په وروستیو کې مي یوه لیکنه وکړه او عنوان یې وو چې «دخبریال ویب پاڼې لپاره کمپاین کېدای شي دپښتو لپاره ولي نه ؟» ددې لیکنې تر خپراوي وروسته ډېر زیات برېښنا لیکونه راته راغلل چې ځیني یې ډېر په زړه پوري او ځیني یې عجبه دردونکي وو. په دردوونکو برېښنا لیکونو کې یو هم دلر اوبر ویبپاڼې دچلوونکي عبدالله احسان لیک وو چې تر لوستلو وروسته مي ورته وژړل . خدای شته زړه هم راته نا امیده شو او پر خپل لیک مي هم افسوس راغلو چې ولي مي داسي ټکي کارولي دي چې خپل درانه پښتانه مي دردولي دي . عبدالله احسان که څه هم یو لوی لیک لیکلی زه یې یوه برخه را اخلم :
«آغلي زرغونې فريال !
سلام عليکم
مننه چي ليک مو راته ليکلی دی . خدای دي ستاسي روژه هم په خير کړي .
ستاسي ليکنه مي ولوسته ، که ريشتيا درته ووايم چي نو له تاسو مي هيڅکله دا طمع نه لرله چي خپل پښتانه ليکوال او خپلي بېچاره انټرنټي رسنۍ هغه چي د دوو لاسونو په مزدوريو ، د اولادونو له نفقې د سپما په پيسو چلول کيږي مافيايي رسنۍ وبولئ !!!
له تاسو مي هيڅ دا طمع نه لرله چي خپل د ګوتو په شمېر هغه پښتانه ليکوال چي د يوې بې پرې پښتو ويبپاڼي په ملاتړ کي يې خپل نظر څرګند کړ ، تورن کړئ چي تر پښتو انډيوالي ورتېره ده .
ايا يوه مافيايي او دولت پلوه رسنۍ پر دولت داسي نيوکه کوي چي په نړيوال کنفرانس کي يې ددولت پر کمزوري او پښتو ژبي پر ايستلو د چوپ پاته کېدلو نيوکه وکړه چي تاسو يې پر اساس خپله د پښتو ژبي د ننګ خبره راپورته کړه .
تاسو په خپله لومړنۍ ليکنه کي په ټوکيو کي د پښتو ژبي ايستلو خبره له خبريال ويبپاڼي راوانخستله ؟؟
ايا ستاسو دغه ددوو هفتو خبره هېره سوه ؟؟
ايا فکر نه کوئ ستاسي دغه ليکنه به ډاکټر نثار احمد صمد غوندي مخلص افغان او زما په ګډون نور هغه ټول په راتلونکي کي بې تفاوته کړي چي هر چا که په هر پښتانه او پښتو رسنۍ هر څه کول چوپ پاته سي چي هسي نه زرغونه فريال يې مافيايي او د شخصي اړيکو پر بنسټ ولاړ ليکوالان وبولي ؟؟
زه ستاسو احساس ته اوس هم د قدر په سترګه ګورم خو باور لرم چي ددغي موضوع پر مهال مو له ډېرو سختو احساساتو کار اخستئ او يا ښايي کوم چا د موضوع په اړه داسي څه درته ويلي وي چي ستاسي فکري تمرکز يې ګډوډ کړئ وي .
خبريال او چلوونکي يې د پښتو ژبي د خدمت په خاطر اوس له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي . زه دا ستونزي درک کولائ سم ځکه چي زه په څو ځله له دغسي ستونزو څخه تېر سوئ يم او زور يې رامعلوم دی . خدای پوهيږي چي ستاسي ليکني به ددوی پر زخمونو څومره مالګي دوړولي وي.»
عبدالله احسان وروره !
زه دځان سپیناوی نه کوم ، کیدای شي مانه تېروتنه شوې وي ،خو دا کار ما په لوی لاس نه دی کړی او زما مطلب هیڅ کله دخپلو پښتنواو خپلو درنو لیکوالو سپکاوی نه وو، الله دي مرګ راکړي که به زه داسي فکر هم کوم .«آمین»
راځم دې ته که چېرته بیا هم تاسو او ځینو نورو لیکوالو اود ویبپاڼو چلونکو داسي انګېرلې وي چې ما دپښتنو پاڼو او پښتنو لیکوالو په حق کې ګستاخي کړې ده ، زه دزړه له تله بښنه غواړم . هیله ده چې پښتانه لیکوال او درسنیو چلوونکي به مي بښنه ومني .
وروڼو له مانه خو تاسو ملالۍ جوړه کړه او په رښتیا هم زه هیڅ ارزښت نه لرم .
دخبریال ویبپاڼې چلوونکي دي هم دا فکر نه کوي چې موږ ددوی ننګه نه ده کړې . بنده په خپل وس ملامت دی او تر خپله وسه او توان پوري مي دخبریال موضوع په دفتري کچه هم تر هغه ځایه رسولې ده چې زما وس کار کاوو. له ماسره ټول ثبوتونه شته دي او دا کار زه دهري پښتو رسنۍ لپاره کولای شم .
وروڼو که زما په بښنه پښتو ته ګټه رسېدلای شي ، زه په بیا بیا بښنه غواړم البته دپښتو لپاره به خپل کار روان ساتم . دپښتو په خلاف چې هر څوک هر ګام پورته کوي موږ او تاسو به په ګډه په مخ کې ورته اودرېږو او دا به زموږ او ستاسو دنده وي .
که دا لیک په خپلو ویبپاڼېو کې خپور کړئ زه ډاډه یې چې هغه ټول پښتانه به مي وبښي چې له مانه یې زړه خفه شوی دی .
زما له خپله خدای سره ژمنه ده چې دپښتو ژبي لپاره به هر څومره کار کوم ، او ددغه کار دکولو په لار کې که هر څوک خنډ کېږي ،پر سر به یې پښه ایږدم او وړاندي به ځم .