افغان اولسمشر ښاغلى حامد کرزى د يوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته روان سو چي په مکه مکرمه کي د اسلامي همکاريو د سازمان په څلرمه فوق العاده جوړېدونکې غونډه کي برخه واخلي.
د نوموړي سره په دې سفر کي د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول ، د ملي امنيت سلاکار ، د جمهور رئېس وياند او نور ملګري دي.
په دې غونډه کي به د اسلامي همکاريو د سازمان د ٥٧ غړيو هيوادو مشران ګډون کوي او د اسلامي نړۍ اړونده مسائلو به خبري کوي په ځانګړي ډول د سورې د روان حالت په اړه .