کور / تازه خبرونه / د خيبر ايجنسۍ نښتې درې تنه ووژل او ۱۲ يې ټپيان کړل

د خيبر ايجنسۍ نښتې درې تنه ووژل او ۱۲ يې ټپيان کړل

دكارخانو ماركيټ او دجم په بازار كښې دلښكراسلام اودكوكى خيل دقوم ترمينځ خونړۍ نښته پيښه شوې چې پكښې درنه او سپكه وسلې كارول كيږى،تردې دمه درې كسان وژل شوى او دولس سخت ټيپان دى كوكى خيلو كښې زرداخيل اودلښكراسلام ګڼ پلويان ديوبل خلاف په سنګرونو كښې چمتو ليدل كيږى نښته دتيرو څلورو ساعتونو څخه روانه ده كوكى خيلو قوم په تخته بيګ كښې لښكرې راويستلې اولښكراسلام په درې سيمو كښې يې خپل سنګرونه جوړ كړى دى او ديوبل خلاف ډزې كوى.


ټپيان په پيښورليډى ريډنګ ،خيبرټينچنګ هسپتال(شيرپاوْ) او دحيات اّباد كمپليكس روغتون ته رسول شوى دى په دري واړو روغتونونو كښې بيړنى حالات نافذدى.


پوليسو دحيات اّباد په سيمه كښې دنښتې دبنديدو لپاره خپل مركز جوړ كړىدىدلښكراسلام مشرحاجى منګل باغ غوښتل چې دكارخانو په ماركيټ ، جم بازار او نورو سيمو كښې دشرابو او دمخدره موادو كارخانې اوپلورنځى له منځه يوسى چې ددې خبرې خلاف دكوكى خيلو او زوراخيلو قوم دمنګل باغ خلاف راپاڅيدل اودتيرو 2 ورځو را هيسې ديوبل خلاف سنګرونه ونيول چې تيرمازيګر څلورنيمې بجې ددواړو خواو لخوا سخته نښته پيل شوه چې دلښكراسلام پلويانو په كوكى خيلو بريد وكړ او كوكى خيلو په تخته بيګ كښې دلښكراسلام درې سنګرونه له مينځه يوړو اوددواړو خواو ترمنځ په نښته كښې تردې دمه دولس كسان ټپيان شوى چې پكښې دشپږو حالات دانديښنې وړ ښودل شوى دى پوليټيكل چارواكو دنښتې دبنديدو لپاره دجرګې دجوړولو پريكړه كړې ده