کور / تازه خبرونه / ننګرهار : ٥ پوليس ټپيان سول

ننګرهار : ٥ پوليس ټپيان سول

د ننګرهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت د عدليې رياست پر موټر چاودنه سوې چي په پايله کي ئې د يوه اولسي وګړي په ګډون پنځه تنه پوليس ټپيان سوي.
د دې ولايت د والي وياند احمد ضاء عبدالزى وايي چي پېښه تېره ورځ هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله د ياد رياست موټر سره نژدې چاودنه وسوه.
نوموړى وايي چي چاودنه د يوه ريموټ کنټرول بم په واسطه رامنځ ته سوې چي په ريکشا کي ځاى پر ځاى سوى وو.