دولسمشر حامدکرزي دحکم پر اساس د جميعت ګوند او سولي عالي شورا مشر برهان الدين رباني دلومړي تلين د لمانځلو د پاره د لوړ رتبه حکومتي چارواکو په ګډون دشمالي ټلوالي او جمعيت ګوند د چارواکو څخه ۱۱ کسيز کميسون جوړ سو.
لراوبر ته د جمهوري رياست څخه په راغلي خبر کي ويل سويدي چي د برهان الدين رباني لومړی تلين به اووه پرله پسې ورځي جريان ولري .دا مراسم به د ۲۸ سنبلې څخه تر ۴ ميزان پوري په خاصو مراسمو سره لمانځل کيږي . دجمهور ريس د فرمان پر اساس برهان الدين رباني د ( رهبر جهاد و جهاد صلح ) او داسي نورو القابو ياد سوئ دی او دده د وژل کېدو هفته به هر کال د (هفته صلح و وحدت ملي ) په نامه ياديږي خو اصلي هدف به يې دجمعيت ګوند د مشر برهان الدين رباني دتلين نمانځنه وي .
د رهبر جهاد و شهيد صلح د تلين لپاره کميسون جوړښت :
۱ دپوهني وزير د کمیسون ريس
۲ د سولي عالي شورا ددارالنشا ريس
۳ د سولي عالي شورا د اړيکو مسول
۴ د بهرنيو چارو اداري معين
۵ ددفاع وزارت صلاحيت لرونکی استازی
۶ د کورنيو چارووزارت معين
۷ عبدالستار مراد د جميعت ګوند ددارالانشا ريس
۸ د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين
۹ د محلي ارګانونومستقلي ادارې معين
۱۰ د چارو د عمومي ادارې او وزيرانو شورا ددارالانشا استازی
۱۱: د ملي راډيو ټلويزيون ريس
تر دې مخکي د جميعت ګوند د يوه قومندان احمدشامسعود د مړيني ورځي لپاره هم دجمهوري رياست په حکم ځانګړی کميسون ټاکل سوی و چي تر اوسه پوري هر کال يوه اوونۍ داحمدشامسعود دتلين لپاره د شهيدانو په نامه لمانځل کيږي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه