کور / سياسي / اغاجان معتصم:طالب مشران له ګوانتامو او تورليسته وباسئ

اغاجان معتصم:طالب مشران له ګوانتامو او تورليسته وباسئ

بسم الله الرحمن الرحيم
له هغه ځایه چې پر افغانستان باندي د باندني يرغل په
نتيجه کې رامنځته شوي جګړه له يوې خوا اوس له يوې لسيزي د اوښتلو په درشل کې ده، له
بلې خوا دغې جګړې اوس خورا پيچلي ابعاد خپل کړيدي او ورځ تر بلې يې پيچلتيا نوره هم
زياتيږي.
دغې جګړې که له يوه پلوه په نړيواله کچه د ولسونو په منځ کې د هغې د
پیل کونکو باور، پرستيژ او حقانيت له سوال سره مخامخ کړ، نو له پلوه يې په جګړه کې
ښکيلو هيوادونو ته د سر او مال درانه زيانونه هم له ځانه سره راوړل.
تر دې مهاله
ښکيلو هيوادونو خپل په زرګونو ځوانان پدې جګړه کې له لاسه ورکړي، زرګونه نور يې
مرګوني ټپيان شويدي او ګڼ نور يې له جګړې نه تر ستنيدا وروسته له ډول ډول روحي او
عصبي ستونزو سره مخامخ شويدي چې ځينو يې د خورا درنو جنايتونو او وژنو په تر سره
کولو سره د اړوندو هيوادونو ټولنيز جوړښت ته هم سخت تاوان رسولی دی.


له دې پرته د دغې جګړې تر ټولو ځوريدلی اړخ افغان ولس دی. له بده مرغه په تيره
يوه لسيزه کې د ښکيلو هيوادونو له لوري په نظامي عملياتو کې له دقت او احتياطه کار
وانخستل شو او ځای پر ځای پر ولسي ځايونو او خلکو بمبارۍ ترسره شوې چې په پايله کې
يې زموږ په زرګونو بېګناه هيوادوال ووژل شول او په همدومره شمير کې ټپيان او معيوب
شول.
د هيواد په بيلابيلو برخو کې د پرله پسې جګړو له امله هلته د خلکو ورځنی
ژوند له کړاوونو او ستونزو سره مخامخ شو او پدې ډول په لسګونو زرو خلکو له خپلو
سيمو نه د خوندي سيمو په تيره بيا دلويو ښارونو خواته مخه وکړه چې هلته په ډير بد
حالت کې د کډوالۍ ژوند تيروي.
د دغې جګړې تر ټولو بد اړخ يې بيا دادی چې په سيمه
کې يې ژوره بې ثباتي رامنځته کړه او دا مهال افغانستان او نژدې ټول ګاونډيان یې په
يوه نه يوه ډول د دغې جګړې له لمبو اغيزمن دي.
دغو ټولو حقايقو او دجګړې له امله
ټولو خواوو ته ورپيښو زيانونو ته په کتلو سره اوس دا اړتيا رامنځته شويده چې ښکيلې
خواوې نور جګړې ته د پای ټکی کيږدي او خپلې پاتې ستونزي د خبرو اترو او مذاکرې له
لاري هواري کړي.
له نېکه مرغه دغه اړتيا ښکيلو اړخونوتر يوه بريده درک کړيده او
پدې برخه کې يې د پام وړ ابتدايي ګامونه هم اخستي دي. د دغو ګامونو په ترڅ کې د
اسلامي امارت له لوري خبرو اترو ته انعطاف او کږون يو د پام وړ ټکی ګڼل
کيږي.
همدا راز ملګرو ملتونو او د آمريکا متحده ايالاتو هم پدې برخه کې څو د پام
وړ ګامونه واخيستل چې له هغو نه د اسلامي امارت د ځينو مشرانو او په تېره بيا له
تور لست نه زما د نوم ايستل د يادولو وړ دي.
موږ پداسې حال کې چې له تور ليست نه
د نومونو د ایستلو دغې پروسې ته د قدر په سترګه ګورو، زه په خاصه توګه د ملګرو
ملتونو د ادارې، د امنيت له شورا، د اسلامي کنفرانس له سازمان، د سعودي عربستان د
مملکت له محترمو مقاماتو، د ترکيې له حکومت او همدا راز له ټولو هغو جهتونواو
شخصيتونو نه چې زما د نامه په ايستلو کې يې مرسته کړيده قدردانی کوم، مننه یې کوم
او دغه ګام په افغانستان کې د مسالمت د فضاء د رامنځته کولو په لاره کې خورا جدي
تلقي کوم.
خو د دې سربيره دا حقيقت پر خپل ځای پاتې دی چې د اسلامي امارت د ګڼو
مشرانو نومونه لا هم په تور ليست کې پراته دي.
موږ د دې لپاره چې په افغانستان
کې مو د یوې دايمي سولي د راوستلو په لړ کې د نړيوالي ټولني او دوستو هيوادونو له
هڅو سره مرسته کړي وي، له ټولو جهتونو په تيره بیا له ملګرو ملتونو او د آمریکا له
متحده ايالتونو غوښتنه کوو چې له تور ليست نه د اسلامي امارت د نورو مشرانو د
نومونو د ايستلو پروسه نوره هم ګړندۍ کړي.
موږ همدا راز دا غوښتنه هم کوو چې په
ګوانتامو کې بندي د اسلامي امارت مشران چې اوس هلته د بندي پاتي کيدا هيڅ معقول
مجوز نلري، په سملاسي توګه ازاد کړي او هغوي ته د خپل برخليک د ټاکلو پوره ازادي
ورکړه شي.
موږ باوري يو چې د نړيوالي ټولنې دغه ګامونه به په افغانستان کې د
سولي او ثبات د رامنځته کيدا او پدې لړ کې د اسلامي امارت د مشرانو او منسوبينو د
لا انعطاف سبب شي.


په درناوي
اغاجان متعصم

خوښ يې کړئ او ويې لېږئ