د پاکستانی او نورونړیوالوخبري رسنيو د خبر له مخي د طالبانو د واکمنۍ د دفاع وزير ملاعبیدالله اخند د پاکستان په محبس کي وفات شوی دی، ويل کيږي چي ملاعبیدالله اخند د پاکستان په جیل کي ترډیروشکنجواوسختیووروسته مړشوی دی. اوس دا خبره د طالبانو لخوا هم تائيد سوېده .
دپاکستان دولت هغه وخت دده مړینه تائید کړه، کوم چي نوموړۍ د پاکستان په محبس کي ساه ورکړه. تردی نه مخکي هم پاکستانی رسنیو دده دمړینی خبرونه خپاره کړی وو.
دځینو رسنیودخبرله مخي ملا برادراو دطالبانو دډلی نورملګري هم دپاکستان په جیل کي شپي او ورځی تیروي. ځیني یی دسختو شکنجو له امله مړه شویدي او بله ډله د ملا برادر په شان په زندان کي ترسختو کړاوونولاندی دي.
د ملا برادرپه هکله دڅو ورځو راهسي دافغانی چارواکو لخواه رد اوبدل خبرونه پرلیکه شوی دي چه افغانی چارواکو دهغه سره لیده کاته کړی ده. ولي د افغانستان لوی سفیر داؤدزی د ملابرادر سره د هر ډول اړیکو نیول رد کړل. د طالبانو دکوټی شوراد ملا عبیدالله دمظلومانه وژني په هکله ډیر قهریدیلی دي. داچه دوي به د ملا عبیدالله اخند انتقام واخلي اوکه نه، وروسته به معلومه شي. ولي داسی مالومیږی چه دوي به دلوی ملا محمد عمراخند هدایت ته انتظاروباسي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه