پېښور :په پېښور کې ميشت افغان خبريالانو تيره ورځ په روزگان کې د يووالي او پيوستون غږ راډيو دخبريال نجيب الله لطيف سره دوالي دساتونکو غير انساني سلو ک چې سهواً ئې دهغوى سره موټر ټکر شواى او لطيف ئې وهلى دا کرغړن عمل وغندل شو . په پېښور کې ميشت افغان خبريالانو دمطبوعاتو په سپکاوى انديښنه ښودلى او دلطيف وهل ئې دافغانستان په ټولو مطبوعاتو غير انساي ګوذار بللى دى خبريالانو دانديښنى ښودلو او غندني په صورت کې وويل چې دافغانى چارواکو غير انساني کړنې او مطبوعاتو ته په سپکه سترګه کتل دي چې زيات شمير پياوړي ليکوال او ژورنالستان خپل هېواد ته راتلو ته زړه نه ښه کوي دوى وويل په يو هېوا دکې چې دژورنالست او يا دقام خد متگار سره دا ډول غير انساني سلوک وشي په مطبوعاتو کې به د دا ډول چارواکو سره له کرکى پرته او نفرت ښودلو نور څه پاتى نه شي .