دلندن په ختیځ کې یوه روژه ماتي ته وربلل شوی وم چې دامریکا، بریتانیا، افغانستان او پآکستان ځیني خبریالانو ورکي شتون درلود. دا مېلمستیا زموږ یوه دوست او په بریتانیا کې دامریکا غږ اشنا راډیو ځوان ژورنالیسټعادل شهزیب جوړه کړې وه . حقیقت دادی چې ښه خوشحاله کورته راستون شوم . زه تل تر ویده کېدلو وړاندي یوځل خبریال ویبپاڼه تر نظر تېرم ، دوه علته وي یو دا چې په خبرونو ځان خبروم او بل دا چې پاڼه څارم چې څه ورکي خپاره شويدي .
نا ببره ميدتاریخ پر یوه ډېر بد خبر سترګي ولګېدې . دا خبر مخامخ له ما سره تړاو درلود ،داسي یو تړاو چې په لوستلو یې زما دوجود ټول وېښته ځېږه شول او خوب مي وتښتېدو . خبر څه دا وو چې ( سورغر اونيزه د سياسي او اقتصادي فشارونو له امله بنده سوه)
سور غر زما دارمانونو یو څلی وو او هغه هم ړنګ شو ، له سورغر سره دلوی کندهار او په لویه کې دافغانستان دډېر بېچاره ولس هیلي تړلې وې .
د (۲۰۰۵) کال په پیل کې په کندهار کې ځینو ویښو او با شعوره لیکوالو او ژورنالیسټانو ماته دا وړاندیز راکړو چې موږ ته په کاردي چې یو ښه اخبار ولرو . ما له هغوی سره ژمنه وکړه چې زه به دا کار کوم . لږ وخت وروسته دمحمد یاریار (چې اوس سیاسيګوند چلوي) ، صالح محمد صالح ( چې اوس په آزادي راډیو کې پروډیوسر دی ) او حکمت الله سروش چې دپښتو په ډېرو خوږو شاعرانو کې شمېرل کېږي په مرسته د۲۰۰۵ کال دجولای میاشتي پر اتمه نېټه موږ دسور غر اونیزي لومړۍ ګڼه له چاپه راویستله ، ډېره په زړپوري او دا دکندهار لپاره یو نیک پال وو. خلکو په لومړۍ ګڼه دسور غر داسي ښه راغلاست وکړو چې زموږ له اټکله زیات دا اونیزه خوښه شوه .
دا لړې وغځېده او په لږ وخت کې سورغر یو ځانګړی ځای جوړ کړو . دا چې دیوه اخبار چلاو ډېرو زیاتو پیسو او امکاناتو ته ضرورت درلود نو هغه مهال نسیم خان پښتون چې په رښتیا یې له ژورنالیزم او خپلي ژبي سره مینه درلوده له موږ سره مرسته پیل کړه . هغه که څه هم ژورنالیسټ نه وو خو له سورغر سره یې دومري مینه پیدا شوه چې په لږ وخت کې سورغر تر ډېره لوړه ځایه ورساوه .
دنسیم پښتون له اخلاصه ډک کار دسور غر اونیزي مینه وال دومري زیات کړل چې تر کابله او کوټيپوري وغځېده . یوازيدا نه وو بلکه دنسیم خان هڅو موږ هم دې ته اړ کړو چې ددغه کار ټوله دروند پېټی نسیم خان ته پر اوږو ورکړو . زما مجبوري دا وه چې له بي بي سي سره مي کار کاوه او په رسمي ډول مي دسورغر اونیزي دچلاو حق نه لاره ، او دنسیم خان دمنجمنټ تجربه له مانه څوڅو واره زیاته وه او موږ دا پرېکړه وکړه چې سور غر دي یوازي او یوازي نسیم خان پر مخ بیا يي . په کندهار غوندي ټولنه کې دیوه انتقادي اخبار چلول څه اسانه خبره نه وه او هره ورځ به ستونزي را ځېږېدلې . کله به دسورغر کار کوونکيګواښل کېدل او کله کله به مو ځايي چارواکو دخبریالانو کېمرې راماتولې ، کله کله به مو کار کوونکو ته دلویو تنخوا وو اسرې ورکول کېدې او له ادارې نه به ایستل کېدل او کله کله به په زور او ښکنځلو دې ته اړیستل شول چې دسور غر اداره پرېږدي ، خو ددې ټولو سره سره بیا هم نسیم خان پښتون ترپرون یعني د ۲۰۱۲ کال داګسټ میاشتيتر ۱۲ نېتې پوري سور غر را وچلوله . که څه هم په افغانستان کې دسورغر اونیزي بندېدل دآزاد ژورنالیزم په وړاندي یوه لویه ننګونه ده ، خو دا په دې معنا نه ده چې سور غربه بیا فعالیت نه کوي . په افغانستان کې مېشت خبریالان دي هم دا فکر نه کوي چې نن دوی په کومو رسنیو کې کار کوي هغه به هم دا سي پاتې وي ، نه هیڅ کله هم نه . دبیان دآزادي دښمنان چې هر ډول جامې یې په تن دي هغوی په افغانستان کې دآزاد ژورنالیزم دمخ نیوي هڅي کوي.
په افغانستان کې مېشتو ژورنالیسټانو او دخبریالانو دحقوقو ددفاع ادارو ته په کار دي چې پر یاده موضوع سترګيپتي نه کړي ، دا ستونزه که نن پر سور غر باندي را پېښه کړل شوې ده سبا تاسو او ستاسو رسنۍ هم خوندي نه دي .
زما او زما په څېر دسورغر اخبار هرکارکوونکي او مینه وال ته که څه هم دا یوه نه هېرېدونکې او دخپل وخت تر ټولو بده خاطره ده چې یوه ملي اونیزه ، داسي یوه اونیزه چې ازاد ژورنالیزم ته یې لار پرانیستې ده بندېږي. خو خدای دي نه کوي چې تاسو درسنیو چلوونکي او کار کوونکي هم یوه ورځ له ورته پېښي سره مخامخ شئ .
راشئ چې ددې ناوړه عمل په خلاف په ګډه غږ اوچت کړو او په خپل هیواد کې دبیان ازادي وساتو ، راځئ چې خپل ولس ته دریښتینو معلوماتو ورکوونکو ادارو ملاتړ وکړو ، راځئ چې دخپلو خلکو غږ را اوچت کړو . که په یو- یو موږ دداسي لویو بلاګانو مخ نیوي ته لیېڅي را ونغاړو نو هیڅ عجبه نه ده چې یو – یو به وخوري ،خو که موږ ټول په یوه لاس ورته ودرېږو نو بیا هر څومره لویه بلا زموږ او ستاسو او په لویه کې دآزاد ژورنالیزم په وړاندي کوچنۍ ده .
په دې هیله چې دسورغر اونیزي اداره ډېر ژر بیا خپل فعالیت پیل کړی ، یوځل بیا هم له مدني ټولنو ، سیاسي او ټولنیزو ګوندونو ، له خبریالانو او دخبریالانو دحقوقو ددفاع له ادارو ، لیکوالو او دپښتو له خواخوږو هیله کوو چې په خپل هیواد کې دبیان دآزادي دساتلو لپاهر خپله ونډه کار وکړي او لاس تر زنې کښې نه ني .