د کابل په سیاسي صحنه کي کله نا کله عجیبي نندارې او حادثې پېښېږي. څو ورځي مخکي، د پارلمان غړو د دفاع او داخلې وزیران دواړه یو ځای سلب اعتماد کړل. د پارلمان غړو اعتراض دا وو چي د دفاع او داخلې وزارتونه نه یوازي د پاکستان د ظالمانه ګوزارونو جواب ندی ویلی، په دواړو وزارتونو کي يې د مزمن او عام اختلاس مخه نده نیولې، بلکي د عالي رتبه مامورینو د مرګ وژبلي لړۍ يې هم نده درولې. البته، د پارلمان ګرده اندېښنې او الزامونه سم او پر حق دي. دواړه وزارتونه د پیسو پیداکولو په مرکزونو بدل سوي دي، او رحیم وردګ او بسم الله محمدي په فساد او رشوت کي کارنامې جوړي کړي دي.
خو د رحیم وردګ استعفا د اصولو سره سم کار وو. رحیم وردګ پدې برخه کي اقلا څه وقار ، شجاعت، او عمومي پرنسیپ ته وفاداري وښودله. هغه ددې پر ځای چي د سرپرست په توګه خپلي دندي ته دوام ورکړي، استعفا يې غوره وګڼله. په متمدنه دنیا کي کله چي یو وزیر او یا بل عالي رتبه مقام پخپلو وظایفو کي پاتي راسي، نو په حرمت او شهامت له خپل مقام څخه استعفا کوي، خو د کرزي صاحب په اداره کي دا اصل تل تر پښو لاندي سوی دی، او ډېرو وزیرانو په کلونو د سرپرست په توګه وزارتونه کړي دي.
بلخوا، «بچه هاي مقاومت» هیڅکله هم د رحیم وردګ د اخري شېبې مېړانه نده ښودلې. هغوی ته د مقام ساتل په هر قیمت روا کار دی، او پدې برخه کي «مقاومت» او بې شرمي ورته عادت ګرځېدلی دی. واقعیت دا دی چي د شمال ایتلاف په فرهنګ کي له حکومتي مقام څخه په عزت لیري کېدل یو نا اشنا مفهوم دی.
ویل کېږي چي د پارلمان له فیصلې را وروسته د شورا نظار باقي پاتو د فهیم خان په حجره کي په اضطراري توګه جرګه سوي ول. مارشال فهیم د خپل فطرت له مخي مجلس په پوچ او رد افتتاح کړ. هغه ریس صاحب، زاخیلوال، اشرف غني، احدي، خلیلي، سپنتا، او حزب اسلامي په دسیسو او د قدرت په غصبولو تورن کړل؛ او بالاخره يې خپلو مافیايي ملګرو ته وویل چي دا د مجاهدینو او د بچه هاي مقاومت پر خلاف یوه دسیسه ده او باید مواظب و اوسئ.
بلخوا، په عام مجلس کي او د خارجي دپلوماتانو په حضور کي، د زاخېلوال اوښکې څه نمایشي غوندي ښکاري ځکه د کابل بانک په چور او تالان کي د حامد کرزي ټول وزیران، وړونه، او انډیوالان شریک دي. کابل بانک د زاخېلوال په شمول د کابینې مطلق اکثریت غړو ته رشوتونه ورکړي دي، او د جهاني صاحب په ښه تعبیر د کابینې «سپین چرګ» زخېلوال هم خپله وړه ونډه اخیستې او تر کاناډا پوري يې رسولې ده. خو حقیقت دا هم دی چي زاخېلوال په هیچ وجه د شمال د ایتلاف د جنایتکارانو په شان فاسد او غل ندی. د هغه وزارت په ټولو وزارتونو کي فعال او لایق مامورین لري.
البته، زاخېلوال خپلي کمزورۍ لري. د هغه یو بد عادت د افغانانو په مقابل کي بېځایه غرور او تکبر دی. زاخېلوال فکر کوي چي «عقل کل» دی او په هر څه پوهېږي. د هغه بل کرغېړن عادت د بې اساسه ارقامو او احصایو ویل دي. هغه ګومان کوي چي ارقام او احصایې کولای سي چي د حقیقت ځای ونیسي. زاخېلوال خپلو درواغو او غرور دونه ړوند او کوڼ کړی دی چي حتی د خپل وزارت مخته يې هم يو ځل ندي کتلي چي د افغانستان اقتصاد په کوم حالت کي دی. د زخېلوال بل خراب خوی دا دی چي د افغاني میډیا په مخ کي د غربي دپلوماتانو او مطبوعاتو مذمت کوي، خو د سختیو په وخت کي د همدې بهرني پلوماتانو په مخکي د تمساح اوښکې تويوي او د هغوی څخه د خپل سر او مال ساتل غواړي. د زخېلوال په باب د فارسي هغه مقوله پوره صدق کوي چي وايي: « اګر نباشد چیزکی، مردم نه ګوید چیزها.»
بالاخره، د وردګ استعفا او د زاخېلوال ژړا یو بل خطرناکه عمومي تمایل رابرسېره کوي او هغه دا چي د کابل په رژیم کي د غربپاله تکنوکراتانو کمزوري او رسوايي یو تصادف ندی، بلکي د یوه راتلونکي انکشاف استازیتوب کوي. اغلب ګومان دا دی چي د خارجي قواوو د راکمېدو سره سم به د کابل په حکومت کي د تکنوکراتانو او غربپاله وزیرانو شمېر او نفوذ راکم سي. اکثره دیموکرات او غربپاله وزیران، والیان، او عالي رتبه مامورین به د جهادي تنظیمي فشارونو په وجه د وطن پرېښودو ته مجبور کړای سي. پخواني قومندانان، مجاهدین، ملیشاووي به خپل پلویان په کابینې او نورو مهمو ځایونو کي نصب کړي، او د حامد کرزي اداره به هو به هو د «شر او فساد» دورې ته ورته وي. ټول مهم مقامونه به جهادي او تنظیمي وارلاډان ترلاسه کړي. د ایران، روسیې، او هند پلویان به په غوره کي وي.
والسلام