کور / ترخې خبري / دومره لویه بی شرمی ؟

دومره لویه بی شرمی ؟

تیره ورځ می په رسنیو کی ولوستل چی د بلخ ولایت دولتی چارواکو د مزار شریف ښار هغه کوڅه چی یوه وخت پکښی د ایران قونسلګری وه خو اصل کښی هلته د ایرانی استخباراتی اجنسو یو ډله وه او ټول غړی یی د انقلابی ګارد غړی وو چی د کورنی جکړی یوی ډلی ته یی مشوری ورکولی او هغه مرستی سره همغږی کولی چی د ایران هیواد له خوا د کورنی جګړی په وخت بیلابیلو تنظیمونو ته ورکول کیدی، د دغی ډلی ټول غړی هغه مهال ووژل شول چی کله طالبانو د مزار شریف ښار ونیولو. د بلخ والی ویاند منیر فرهاد دلیل دا دی چی له افغانستان سره د ایران د هراړخیزی همکاری اوپه تهران کی د احمد شاه مسعود په نوم د یوی کوڅی نومولو له امله یوه کوڅه د ایرانی ډیپلوماتانو په نوم ونومول شوه.

فرهاد پژواک ته وویلی چی د ایران قونسلګری په رسمی وړاندیز له بلخ ولایت مقام څخه غوښتی ووچی نوموړی کوڅه دی د ایرانی ډیپلوماتانو په نامه کړی چی تیره اونی د ولایت اداری مجلس یوه کوڅه د ایرانی شهیدو ډیپلوماتانو په نوم یی د کوڅی نومول منظور کړل. زما په اند چی دا صلاحیت به د ولایتی چارواکو نه وی چی یو کوڅه دی د بهرنیو ډیپلوماتانو په نوم کړی هغه هم د یو داسی هیواد چی تل یی د افغانستان د ورانی هلی ځلی کړی او کوی یی. بله خبره چی نوموړی کسان خو به اصل کښی ډیپلوماتان نه بلکی د ایران انقلابی ګارډ غړی وو او ماموریت یی هم ډیر روښانه وو چی هغه بل کړی اور ته لمن وهی چی د همدی جګړمارو په مټ یی دلته بل کړی وو او هر ورځ یی د بی ګناه افغانانو وینی تویولی.

لاسپوڅی لاسپوڅی وی!!!!
نن د بلخ ولایت دولتی چارواکو هغه په زرګونه افغانان هیر کړل چی پرون د ایرانی معتصبو اخونانو له خوا په دار وځړول شو او ان مړ یي هم خپل کورنیو ته ورنکړل شو، په ایران کښی افغانانو ته د جمعمی مبارکی ورځی د لمونځ ادا کولو اجازه هم نه ورکول کیږی. خو د بلخ لاسپوڅی دولتی چارواکی نن د خپل بادار د خوښی لپاره د افغانانو په وینه تجارت ورکړه او د ډار ځړولو په مقابل کی یو کوڅه د ایرانی ډیپلوماتانو په نامه و نوموله . اوس تاسو قضاوت وکړی چی د بلخ دولتی چارواکی څومره مینه، او خواخوږی لری د افغانانو سره؟
خو دا چارواکی هم ملامت ندی ځکه چی کله د یو هیواد ولسمشر دفتر د ګاونډی هیواد څخه د خپل ورځنی لګښت لپاره پیسی اخلی نو ولایتی چارواکی خو هسی هم صرف د پیسو ګټلو لپاره دنده پرمخ بیایی نه د ملت د خدمت او کار کولو لپاره. په یو هیواد کښی چی د پوښتنی کولو سړی نه او هرڅه چی کوی مخه دی څوک نشی نیولی نو باید د خپل بادار لپاره خدمت کولو ته لبیک ووایی چی زمونږ دا دولتی نااهله او خرڅ شوی چارواکی چی هره یو د خپل بادار لپاره خدمت او کار کوی ان کله کله سړی داسی فکر کوی چی دا اوس ایران دی که افغانسان؟ښه بیلګه یی هغه د مدرسی په نوم فلم وو چی همدی دولتی چارواکو یی د نشر کولو مخه ونیوله. څه موده وړاندی د ملی امینت عمومی ریاست رسنیو ته وویل چی څو لوړپوری چارواکی یی ګاونډیو هیوادو ته د جاسوسی په تور نیولی دی، او ځینو رسنیو داسی راپورونه هم ورکړل چی په بهرنیو چارو وزارت کی د سویلی اسیا د چارو ریئس هم پکښی شامل وو خو تر نن ورځی پوری ملت خبر نه شو چی ایا هغه کسان محکمه شول او که نور هم ونازول شو یعنی په لوړی دولتی چوکیو وګمارل سو.

نو ایران دلته د وزیر او والی په کچه جاسوسان لری څه فکر کوی چی افغانستان به د ایران له دایمی احتیاج څه هم کله خلاص شی؟ دا هغه پوښتنه ده چی تاریخ به یی ځواب ووایی.