ملا صاحب پر قبر وعظ کاوه، دهغې دنیا سختې یې بیانولې. یو نیم سپین ږیري هم سر ورته خوځاوه.
خو د متوفي زوی، سر پر زنګنو ایښی و او داسې سختو سلګیو نیولی و،چې ټول لړزیده.
تقریر خلاص شو، خلکو خپل څادرونه ټک وهل او روان شول. څو تنه له یتیمه راتاو شول، نصیحتونه یې ورته پیل کړل.
ټولو په ګډه همدا خبر کوله:
مه ژاړه، ستا پلار ډېر بختور و، کفن او قبر خو ورته ورسېد، زموږ به څه حال وي؟
د زمري ۲۰مه،۱۳۹۱ جلال اباد