د بوسټن ګلوبل څخه ژباړه
ليک : گريگ پروس
ژباړه : مسيح الله (عصام)
ګريګ پروس : ورځپاڼه بوسټن ګلوبل
دايران پرخلاف چې څه ډول نړيوال د جنګ لپاره خپل ځانونه چمتوکوي ، دهغي په اړه فکر کولو بآندې دسړى غونى را وچتيږې ، زما تړاو د نوي جنګي تکنالوژۍ سره دى
مګر ما تراوسه پورى د جنګ په اړه څوک پداسي چمتووالي باندې نه دې ليدلى ؟
کيداى ي ددې جنګ پيل د اسرائلو په واسطه وکړاى شي اويايې امريکا خپله پيل وکړي ، اوداسې هم کيداي شي چې ددې موخې لپاره د ناټو او يا يورپي يونيين په کار واچول شې ، اوداخبره هم له امکان څخه لري نه ده ، چې دبريد لپاره ديوى نقلى ( جعلى ) تګلارې څخه کارواخيستل شي .
چې بيلګې يې په لوديزو په تاريخ کې شتون لري ، مګراصل خبره داده چې د بريد کيدلو پرحال کې دي اوترټول ويرونکي خبره چې لدې وروسته به دنړۍ څه حالات وي ده ……..؟
ددې خبرې په نظرکې نيولو سره چې دياد جنګ پيل د ايران پراتومي زيرمو اوپرپوځ د هوايى بريدونو په شکل کې ترسره کيږې او ياپريوه وار د زرګونو بريدونو سره محاذونه پرانستل شي . داخبره يقينې ده چې له هغې يوازې په دوه شوا روزه ( ٤٨) ساعتونو کې يو سترسيمه ايز جنګ پيل شي ، چې امکانات يې د نوى سلنه څخه هم ډيردي له بل پلوه ترکومه چې د ايران پوري تړاو لرې نو هغه د اسرايلو اوياهم د امريکا يې بريدونو د جواب ورکولو څخه نه وروسته کيږې اوکله هم که چې ايران په اسرايلو اوپه سيمه کې پرامريکايې ګټو باندې ځوابى بريد وکړي نود ايران په ځواب کې به امريکايو دبربادۍ او تباهۍ په ډول بريدکوي ، چې په فکر کولو باندې د سړى ويښتان دريږې ، ايران ډير شمير د ګائډډ په نوم ميزايل جمعه کړي اوډير شميريې په لبنان کې ځاى پرځاى کړي ،
ديوې اندازې مطابق په انساني تاريخ کې پدې کچه وسله تراوسه پورې پريوځاى نه ده راجمعه شوې ، اوداسې اټکل کيږې ددې ميزايلو چې په لبنان کې ځاى پرځاى شوى شميريې له څلورزره څخه تر اتلس زره ترمنځ ويلې شوې چې په هغې کې يې يو شميردلرې واټن ويشتونکى ګائډډ ميزايل هم ګډون لري ، په وارولو کې يې د حزب الله ډلي عسکر ځانګړى مهارت لري ، چې دهغې د مدد لپاره د ايران کمانډو پوځ په ډيرشميرپه سيمه کې شتون لري ، دحزب الله سره دلرى واټن ويشتونکى مزايل شتون لري ، کوم چې دحزب الله ډلي په ٢٠٠٨ ميلادې کال په جګړه کې داسرائلو پرخلاف استعمال کړي ؤ ، چې شميريې ترڅلورو زرو څخه ډير ويل کيږې ، اوله دې هم لوي ميزايل چې دلري واټن مزايل دي هغه د شامى پوځ په کنترول کې ورکړاى شوي دي، چې نظارت يې ايران چارواکې کوي ، په ٢٠٠٨ ميلادې کال جنګ چې داسرايلو او حزب الله ترمنځ شوي ؤ کوم ته چې د اسرايلو دويم اسرائيلې جنګ ويل کيږې ، د اسرايلو دا کوښښ ؤ چې د حزب الله په ولکه کومه خطرناکه وسله ده له منځه يوسي مګر د اسرايلو دغه کوښښ د بريا ترسرحده ونه رسيده ، په وينا يې ياد خطرناک ميزايل شام اخيستي او حزب الله ته يې وکړي اولدې سربيره ايرانيانو حزب الله ته کمانډوييز تمرينات ورکړي ، چې دهغې لپاره يې ډير په مضبوط ډول کانګريټي ځايونه جوړکړي کوم چې په عام ډول ميزايل يې له منځه نه شې وړلي ، لدې سربيره په راتلونکى جنګ کې امريکا اراده د نيوټران په نوم د بمونو کارولو ته ده ، چې له امله به يې د حزب الله لخوا جوړشوي مضبوطې مورچي له منځه يوسي ، تراوسه پوري حربي پوهانو دا انګيرلي چې اسرايل پرايران ځمکني بريدونه نه کوي بلکې ددې موخې لپاره هغه پريوه وخت په ايران او لبنان باندې د راکيټونو بريد کوي په کوم ډول چې امريکا عراق بآندې پرصدام حسين دلوي کچې تباهۍ د (ډبليو ، ايم، ډي ) الزام پوري کړي ؤ اوس د ايران پرخلاف جنګ کې هم د هغې په څير د W.M.D له دواړو خواو څخه د بريد امکان شته پراسرايلو دايران ځوابى بريد کې د ډبليو ، ايم ، ډي يعنې په لوړه کچه اتومي ، کيميايې اوجراثيمې بريد وشې چې له امله به يې په اسرايلو کې داسې تبآهى او بربادي رامنځته شي چې دهغې کوم فکر هم نه شې کيداى ،
دغه راز ايران پلوى څخه به هم پراسرايلو لبنان ، اوشام لخوا هم بريدونه وکړاى شى ، ترټولولويه خطره به له غزي اومغربى ساحل څخه بريدونه وي ولى چې داسې باور کيږې چې ايران اود هغې اتحاديانوپه ياده ټوله سيمه کې جنګى وسلې جمعه کړي دي د شام لخوا څخه ترټولو لويه د مزايلو وارولو خطره ده چې دساتنى لپاره يې اسرايلو ګرين پاين د راډار سيستم دکارولو نيت لري ، کوم چې ورته امريکا ورکړيدي ، له ياد سيستم څخه توقع کيږې چې دايران ډيرى ميزايل به خنثى کړي ، مګر ددې اتومى او جراثيمې وغيره بريدله امله داسرايلو پرعوامو څه وشي په فکرکولو سره يې سړى ويريږې لري نه ده چې که د اسرايلو نيم وګړې نه څلورمه برخه خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي ، چې به هغې کې د ټپيانو اومعلولينو شميرنه دي شامل ، بلخوا داسرايلو له طرفه اتومى وسله باندې شام ، ايران او لبنان کې هم هغې ته ورته تباهى او بربادۍ کې په کرړونونه بلکې په لکونو وګړو مړينه له امکانه لري نه ده ….
په شام ايران او لبنان کې د وژولو شوو وګړو د دفن کولو لپاره به شميرکم شي ،
داخبره هم دلوستونکو لپاره د حيرانتياوړده چې ايران په شمالى امريکا او لويديزې اروپاپه ډيرو ښارونوکې دخپل ځان لپاره پټ ايجنټان مقرر کړي پداسې موقع باندي دهغوې په ښارونو تباهى راوستلي شي ددې پوځى موخې لپاره هغوى وژونکى او بمونه په کار راوستلاي شي ، يادبريدونه کليساګانو او ديهودانو په عبادت ځايونو ، په لويو ، لويو مارکيټونو دځمکى لاندې د اورگاډو په سټيشنونو اوپه هوايې ميدانونو اوداسې نور ځايونوباندې بريدونه په داسى مهال چې هلته د هغوى وهم او ګومان کې هم نه وي ، لدې سربيره دا هم وويل چې په مغربى هيوادونو کې به د کمپيوټر نظام فلج کړاى شي چې له امله به يې ددغى بريدونو خبرترډيروخته پوري له دغه سيموڅخه د باندې اوکله چې ددې په هکله ځوابى عمل ترسره کيږې نو ترهغه وخته بيا ناوخته شوي وي ، په يادو هيوادونوکې ډيرى پيچلى مرضونه خواره شي ، پربين الاقوامى سفرونو به بنديزوي تجارت به په ټوليزه کچه بندشي ، خلکوته به امر وشي چې له کورونو څخه د باندې ونه وځې ټول کارونه ، مکتبونه وغيره به بندشي ، يوازې په عاجله توګه مرسته کوونکو ته به د باندې وتلو اجازت وي ، روغتونو نه به د مريضانو اوله مړو څخه ډک شي ، چې په هغوى کې به دهر عمر خلک شتون ولري ، ترټولو اول مړه کيدنکى خلک به هغه وي دچاچې دنده دخلکود ژغورل وي ( ميډيکل سټاف) اوکه چيرته پدغه جنګ کې روس ښکيل شو نوبيابه تري د دريم نړۍ وال جنګ جنګ بدليدوکې موده ونه لګيږې چې دابه د روسيي هيواد لپاره يوه مهمه موقع وي چې هغه به په بحرالاسود کې مقررشوي امريکايې بيړۍ چې الوتکى ترالوتنى کوي اوپه هغې کې اتومي وسله هم شتون لري ، دغرقولو پيل وکړي ، له امله به يې نړۍ ديوسترمالي ناورين سره مخامخ شې .