په روزګان ولايت کي د پيوستون ږغ راډيو د خبريال سره د ملي اردو او پوليسو له لوري ناوړه چلند سوى ، تهديد سوى او سپکي سپوري ورته ويل سوي.
چارواکي وايي چي د ملي پوليسو او ملي اردو د موټرانو ترمنځ يو ټکر رامنځ ته سو چي د ترافيکي پرېکړي سره سم پکښي نجيب الله لطيف ګرم بلل سوى خو سپکي سپوري ورته نه دي ويل سوي.
خو خپله ښاغلى لطيف دا خبري ردوي او وايي چي نوموړى د دې ټکر لامل نه دئ سوى او دا بې ځايه خبري دي.
دا لومړى ځل نه دئ چي په افغانستان کي د خبريالانو سره دا ډول ناوړه چلند کېږي بلکي په وار وار سره د پوليسو او اردو له لوري تهديد سوي، وهل سوي او سپکي سپوري ورته ويل سوي او کله کله بنديان سوي.
د لراوبر ويب پاڼي اداره د ښاغلي نجيب الله لطيف سره دا اردو او پوليسو دا چلند په سختو ټکو غندي او دا د بيان د ازادۍ سره يو په ټکر کي عمل ګڼي.