پېښور: دپاکستان د مياشتې ليدو کميټې څرگنده کړې چې د شوال دمياشتې د ليدو لپاره به داگست دمياشتې په ١٨ نيټه شنبې په ورځ غونډه کوي که مياشت وليدل شي نو داگست په ١٩ ديکشنبې په ورځ به کوچني اختروي او که ونه ليدل شوه نو د اگست په ٢٠ ددوشنبې په ورځ به اختروي، دپېښور مشهورقاسم علي خان جومات مشرشهاب الدين پوپلزي هم ورته اعلان کړې دى په خېبر پښتونخواکې ميشتوافغانانودتيرپه څيردسعودي داعلان له مخې روژه نيولې اوهم دسعودي داعلان له مخې اخترکوي بل خوا دپاکستان د موسمياتودادارې د اټکل له مخې د اگست دمياشتې په ١٨ دمياشتې د ليدو امکان کم دى