دانګریزي ژبي یوه خبره ده او ښه پخه خبره ده ، او پخه ځکه ده چې سمه هم ده او پر خپل ځای نوې هم ده . یعني دا خبره تر دې وړندي په بله ژبه کې نه ده شوې ، او چې کله په انګرېزي کې وشوه نو هیچا دا ونه ویل چې یادا خبره کږه ده یا یې لکۍ کږه ده .
خبره څه ده ؟
خبره داده چې وايي : «واړه فکرونه پر خلکو غږېږي ، منځني فکرونه پر پېښو خبري کوي ، اولوی فکرونه آیډیا ګاني راسپړي »
هم داسي ده کنه ؟ دخپلو کلیو او بانډو څنډو او کوڅو ته ورشئ ، پیتاوي ته ناست ځوانان به یوبل سپکوي او پر یوه بل به خبري کوي،تر دوی مشران او په عمر پاخه به پېښي یادوي ،پر خبرونو به بحث کوي او یابه دکلي او ولس پر ناندریو خولې تودوي، خو ډېر لږ، په کلي کې به چېري یو نیم سړی یا سړي سر داسي هم وي (او خدای دي وکړي چې وي ) چې هغه به له دې دواړو پورته پر ایډیا ګانو فکر کوي او شخړو ته به دهواري لارپیدا کوي . دا ځکه خو داسي کسان دجنجالونو دازمویښت له میچنو روغ وزي او ځان له ځانګړی ځای لري .
ټول یې درانه ګڼياو درانه یې یادوي ، خو که هم دا خبره دفرد او وګړي ترکچي پورته بوزو او دافرادو تر ډلو ،ټولګو یا له افرادو دجوړو شویو ادارو پوري دقضاوت ددې نرخونو لمنې وروغځوونو بیا ګورو چې کومي ادارې نه په خپل منځ او پردیو جنجالونو اخته دي ، او نه له خپله ځانه دباندي دافرادو سره دزاتي دښمنیو او اختلافاتو کچي ته راټیتي شوي ، هم هغه ادارې درنې ګڼل کېږي او بریالۍ ثابتي شوي دي .
بری یوازي په ډېر کار نه تر لاسه کېږي ، بلکه بری سم کار غواړي ، او کارونه هغه وخت سمېږي کله چې دکارونو کوونکي کارونه دارزښتونو او ټاکلو اصلو په رڼا کې تر سره کړي . دټاکلو اصولو په رڼا کې شوي کارونه تر زاتي خوښو ، ناخوښو او ناندریو لوړ وي . دا ډول کارودیوه لر لید په څرک کې تر سره کېږي او دا ډول لر لید دزاتي دښمنیو په تنګو سترګو مسایلو او افرادو ته نه ګوري بلکه هر څه ته دخپلو پخو اصولو په سترګو کتل غواړي او دیوه پاخه اصولي چلند په رڼا کې څېړي او تر څېړلو وروسته یا یوڅه خپروي یا یې غندي ، پردي یې ګڼي او ځان تر ې لیري باسي . ادارې دې ډول چلند ته دکاریزي پالیسۍ نوم ورکوي او هره اداره یوه کاریزه پالیسي او کاري چلند لري ، خو ښې کاریزي پالیسۍ او غوره کاریزه چلند دادارو دمشرانو پرزاتي خوښیو ناخوښیو نه وي ولاړ بلکه تر هغې ډېر لوړوي او داري لرلید پر بنستونو درېږي ، او دداسي ودرېدلو ښایست په دې کې دی چې دا ډول دریځ نه دفردي فتنو او دښمنیو خیری لري او نه فردي خوښو او محبتونو ته ورکشېږي بلکه ددوی لرلید دهغه تول نوم دی چې شاوخوا چاپیرچل او وخت یا په بله ژبه زمان او مکان او دزمان او مکان دچوکاټ دننه پېښي او افراد هر څه پرې ارزول کېږي او دا ارزونې نه په لچرۍ ولاړي وي او نه پر بې انصافۍ بلکه پرعدالت ولاړي ارزونې وي ، او ټولي هغه ادارې چې خپلي پالیسۍ او کاریزه چلند دخپلو اداري مشرانو دزاتي خوښیو، ناخوښیو دوستیو او دښمنیو پر بنسټونو ودروي هغوی دولسي اعتبار دزوال په مرګونې ناجوړي اخته کېږي . له بده مرغه زه نن سبا په ځینو لویو رسنیو کې ګورم چې په لوی لاس ځانونه په دې مرګونې ناروغي اخته کول غواړي . دافرادوسره دزاتي فتنو پیټي په اداري اوږو پورته کوي او له نیکه مرغه اداري اوږې چېري چې داداري مسئولیتونو ډېری درانه پېټي پورته کولای شي هلته همدا ادارې او ددوی اوږې ددوی دمشرانو دزاتي دښمنیو دډېر واړه بار له زوره هم ماتېږي . او که دزړه خبره درته وکړم نو د ادارو ته به زما وړاندیز دا وي چې مه مو داداري ځواک ځواکمني اوږې دپیټو په پورته کولو ماتوئ ، مه مو هغه ولسي اعتبار ته مرګونی تاوان وراړوئ چې په پېړو يېړو مو پرې خواري کړې ده . نو ښه به داوي چې که تر دې وروسته هره خبره دخپلي اداري پالیسۍ په رڼاکې وڅېړئ او هري خبري ته غبرګون هم دخپلو اداري پالیسیو دډېرو روښانو او واضحو ټکو په رڼا کې جوړ کړئ .
هغه ادارې چې نن سبا یې دچلولو پړه ستاسو پر اوږو پرته ده ،یوازي ستاسو کار تر دې ځایه نه دي رسولي بلکه تر دې ځایه ددې ادارو په رسولو کې ډېرو نورو خلکو هم زړونه خوړلي او تر تاسو یې ډېر خوړلي دي .
په دې کې شک نشته چې اوس به تاسو هم په دې ادارو زړونه خورئ خو ستاسو دنااټکله چلند نه داسي برېښي چې خدای دي نه کوي چې تاسو ددې ادارو دحیثیت په جوړولو نه بلکه ددې ادارو دهیثیت په ویجاړولو اخته یاست . یاد ساتئ چې ستاسو او رېدونکي ، لوستونکي او لیدونکي ستاسو هر قدم څاري ، او ستاسو هره خبره اوري ، او ددې لپاره یې هم اوري چې تاسو ستاسو دخبرو په رڼا کې واوري . دولس دلويي درشلې په وړاندي خو دم او قدم دواړه په حساب دي ، خو موږ ځوریږو په دې چې دهمداسي ادارو په لړۍ کې چې نا اټکله ګامونه پورته کوي اوس ځیني نړۍ والي رسنیزي ادارې هم ورشاملي شوي دي ، چې لوی لوی نومونه یې دي ، او دډېر لوړ مسلکي چلند دعوې کوي او خدای شته سترګي هم ورته وراوړي
.
که دا ادارې دزاتي دښمنیو ټیټي کچي ته نوري هم ورټیټي شوې نو بیا به یې له دې ټیتي کچي څوک پورته کوي . دا ادارې خو دنورو رسنیو لپاره روښانه بیلګي او مثالونه دي . او دا روښانه بیلګي دزاتي فتنو او خوښو ناخوښو په ناولو خټو لړل به هم دومره لویه ملامتي وي څومره لوی ښه چې دې ادارو دلوړ مسلکي چلند په خپلولو کړي دي.
زه پرته له دې چې دداسي کومي لويي نړۍ والي رسنۍ نوم واخلم دهم دې رسنۍ دیوه پت من مینه وال په توګه له دوی نه غواړم چې ددې لویو رسنیزو ادارو دبندو خونو او لوړو دیوالونو دننه دشخصي او زاتي دښمنیو له ککړو او خیرنو بوتلونو نه هغه ( دیب)مه راباسئ چې بیا به یې نه بېرته په بوتلونو کې بندولای شئ او نه به مو دا دیب دبندو دفترونو دلویو دیوالونو دننه ایسار شي .
یاد ساتئ چې ولسي اعتبار په پیړیو جوړیږي خو په یوه شرنګ کې ماتېدلای شي ، او ددې اعتبار له داسي بدرنګې ماتې مو دنورو ټولو ښو رسنیو سره لوی خدای په خپل امان کې وساته . هیله ده چې دې دعا ته به راسره یوځای ستاسو لاسونه هم پورته شوي وي ، او دهغو ادارو او افرادو لاسونه هم چې ظاهرأ ورسره نن سبا تاسو ترخه تربګني روانه ده ، داسي تربګني چې که نوره مو اوږده کړه نو باور لرم چې تر وړو ډېر به پکښي لوی او زاړه ژوبل شي.