کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د مور په شيدو د تغذيې اوونۍ ولمانځله سوه

په کندهار کي د مور په شيدو د تغذيې اوونۍ ولمانځله سوه

نېټه١٣٩٠، ٠٥، ١٩
کندهار افغانستان- د کندهار د عامي روغتيا رياست مسولين وايي چي د يادي اوونۍ د لمانځلو څخه موخه يي د هغو کورنيو پوهول او دې ته هڅول دي چي خپل کوچنيان يي د مور د شيدو دنعمت څخه په لوى لاس بې برخي کړي وي .
د کندهار د عامي روغتيا د رياست مرستيال ډاکټر احمدالله فيضي وايي چي زموږ په ټولنه کي يو شمير داسي کورنۍ سته چي خپلو اولادونو ته د مور شيدي نه ورکوي نو له همدې امله د کندهار د عامي روغتيا رياست او يو شمير نورو روغتيايي موسسو ددوۍ سره په ګډه يو شمير لاري چاري او ناستي په کار واچولې تر څو ټولي کورني په دې وپوهوي چي خپل ماشومان د ترټولو په ښه غذا يعني د مور په شيدو تغذيه کړي ،دده په خبره چي په دې اړه يي د بيلا بيلو بنسټونو او روغتيايي مرکزونو سره د ناستو او غونډو تر څنګ په رسنيو کي هم په دې اړه پراخ تبليغ پيل کړي تر څو دا پيغام مو چي خپل ماشومان مو د خپلو ميندو په شيدو تغذيه کړي ټولو کورينو ته رسولي وي .
داچي ولي ځيني کورنۍ خپلو اولادونو ته خپلي شيدي نه ورکوي او په بازارونو کي بې کيقيته او ګرانه بيه مصنوعي شيدې رانيسي او خپل اولادونه يي د تر ټولو ښه غذا څخه بې برخي کړي وي په اړه يي د عامي روغتيا مرستيال ډاکټر احمدالله فيضي وايي چي دغلطو رواجونواو د مور د شيدو د اهميت د ناخبرتيا له امله يو شمير کورنۍ خپلو اولادونو ته د مور د شيدو پر ځاى مصنوعي شيدي ورکوي .
همدارنګه د کندهار د عامي روغتيا د رياست له لوري هغه کسان او بنسټونه چي ددې اونۍ په اړه د ښه کار کولو او د پيغام په رسولو اود زياتو کورينو په پوهولو کي يي ددوى سره ښه مرسته کړى وه هم په ستاينليکونو او جايزو سره وستايل سوه .